ټولنیزه برخه

پر ټولنه د پردي کلتور اغېزې

عاشق الله اخلاص يار
مولانا سيد جمال الدين افغان ويلي هغه ملتونه چې خپل کلتور او فرهنګ له لاسه ورنکړي هغوی به هېڅکله خپل تاريخ ونه بايلي. زموږ په هيواد کې د څه کم څلور لسيزې تودې جګړې ترڅنګ زموږ هيواد د يو فرهنګي يرغل سره مخ دی، زموږ د دين او هيواد دښمنانو د دوست او دښمن په لباس کې تر بېلابېلو عنوانونو لاندې د هيواد د خلکو پر دين او فرهنګ يرغل وکړ، فرهنګي بنسټونه ويجاړ شول، د فرهنګپالو او روشنفکرانو قاتلان رامنځ ته شول چې عامه ډله ييزې ارتباطي وسيلې د سياسي فکرونو او تبليغاتو سراسرې وسيلې شوې.

د ((انترناسيوناليزم)) په نوم د يو نوي سياسي فکر ګرم تبليغ پيل شو، له ملي دودونو او اسلامي لارښوونو څخه واټن او آن تضادونه رامنځته شول، د زده کړو مرکزونه د يو سياسي فکر تر کنترول لاندې ونيول شول، بيا کابل پوهنتون چې د ۱۳۱۱ کال څخه را په دېخوا يې زرګونه علمي کادرونه هيواد ته وړاندې کړي وو، په لکونو درنې او سپکې وسلې يې پر سينه ورخښې شوې، هر څه يې له منځه لاړل چې د اقتصادي پلوه يې پنځوس ميليونه ډالره ارزښت درلود.

د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې د يو سلو پنځوس زرو پورې تر بېلابېلو عنوانونو لاندې علمي، ادبي، تاريخي او نور کتابونه چې شمېر يې دوه ميليونو ته رسيده له منځه لاړل.

له دې پرته پنځه سوه ژورناله، اووه زره پايليک ليکونه، تحقيقي رسالې او کتابونه هم وسوځيدل.

(د افغانستان پېژندنې) په برخه کې د جرېدو او مجلو شپږ سوه کليکسونونه، د قرانکريم په ګډون پنځه سوه خطي نسخې د بهزاد د ميناتوري آثار او داسې نور ډير آثار د اور له ستوني تېر شول.

کابل پوهنتون چې نړيوال ارزښت يې درلود يو وخت د اټومي انرژۍ د څېړنو مرکز او د لمر د انرژۍ د مرکز درلودونکی و.

د کتابونو د چاپ د يوې بشپړې چاپخونې څښتن وه، يو وخت يې ۱۴ بېلابېلې مجلې خپرولې، هرڅه يې د جګړې د اور خوراک شول.

د دې ترڅنګ د کابل طبي انستيتيوت مجهز لابراتوارونه سمعي او بصري مواد يې يا چور او يا هم له منځه يو وړل شول او په دغه انستيتيوت کې هم تر مختلفو عنوانونو لاندې شپږ زره کتابونه د جګړې د طاعون ښکار شول.

د کابل پولي تخنيک انستيتيوت، د پيداګوژۍ انستيتيوت، کابل تخنيکم، د سيدجمال الدين افغان دارالمعلمين، د بايزيد روښان پوهنځی، د لوړو زده کړو نور پوهنځي او هم ولايتونو کې دې ډول مرکزونو ته زيانونه واوښتل.
همدا ډول د ملت په هغو فرهنګي شتمنيو هم هېڅ صرفه ونشوه چې د ټول ملت د زړه رګونه يې په وېر کې وسوځېد.

د افغانستان ملي موزيم چې د څه کم يوې پيړۍ په بهير کې په ډېر زيات زحمت او زيار جوړ شوي وو په بې رحمانه ډول چور، ړنګ او وسوځول شول.

هغه موزيم چې تر پنځوسو زرو کلونو پورې تاريخي اثار په کې موجود وو چې شمېر يې له سلو زرو څخه ډېر و، پر سيمه ييزو موزيمونو هم همدغه حال راغی، پر ملي ګالري او ملي ارشيف هم يرغل وشو.

د ليکوالانو ټولنې دوه لکه او پنځوس زره کتابونه چې په کتاب پلورنځيو کې خوندي وو، وسوځول شول.

همدا ډول د بهيقي کتاب خپرولو مؤسسې په کتاب پلورنځيو کې تقريباً دوه ميليونه جلده کتابونه يا وسوځېدل يا غلا شول.

د ارګ کتابتون چې د ځينو مهمو خطي نسخو درلودونکی وو هم چور شو.

د افغانستان د علومو په اکاډمۍ کې هم همدا ډول ناتار وشو، د کابل نندارې په سيمه کې چې د افغانستان د لاسي صنايعو، قيمتي ډبرو او نور پنځلس ښکلي نندارتونونه موجود وو، هغه هم يا چور شول او يا وسوځېدل.

همداسې په ټول هيواد کې شخصي کتابتونونو هم زيان وليده، د اسلامي او ملي اتلانو څلي ړنګ شول، ټولنه په ذهني ډول ووېشل شوه.

د هيواد د ټولنې فرهنګي شتمنۍ د اکثره برخو له لاسه ورکولو وروسته لا هم زموږ د هيواد د پرديو تر فرهنګي يرغل لاندې ډېر څه نور له لاسه ورکړل، زموږ هيواد په اقتصادي لحاظ په يو تړلي هيواد بدل شو.
نه مو طبيعي سرچېنې استخراج شوې، نه مو سالم تجارت او زراعت ته مخه کړه، نه مو هيواد صنعتي شو او نه مو هم نورې مهمې اړتياوې او غوښتنې ترسره شوې.

د شرقي کلتور له واردولو وروسته چې هغه ماتې وخوړه، نو غربي فرهنګ ترويج شو چې زمونږ پر اصلي کلتور د باندې شو، هغه ناوړه پدېدې، لکه: رشوت، اختلاس، غلا، د مخدره توکو استعمال او کرکيله، د يو حقوقي نظام نه شتون، عدالت ته د خلکو نه لاسرسی، کينه، کرکه، ځان پالنه، ترور، شخصيت وژنه، دروغ او داسې نور په ټولنه کې مروج شول.

نو خبره داده چې زمونږ په هيواد کې زمونږ اسلامي او ملي فرهنګ ته څومره لوی زيان رسېدلی دی؟

هغه ناوړه کړنې چې لوی خدای جل جلاله موږ ترې منع کړي يو اوس په ښکاره دوام لري او بهرنيان وايي موږ قهرمانان يو چې په افغانستان کې مو د ديموکراسۍ فرهنګ مروج کړ، د دې ترڅنګ وروستيو مهاجرتونو زمونږ هيوادوال په يو بې لورې داسې سفر روان کړل چې د هيواد دښمنانو ته يې دا موقع په لاس ورکړه چې زمونږ پرنوي نسل يې د خپل کلتور پيروي حرامه کړه.

په يو شمېر بهرنيو هيوادونو کې زمونږ ځوان نسل دې حد ته ورسېده چې د خپلو کلتوري ارزښتونو اداکول ورته د شرم خبره ښکاره شوه او د بېرته ستنېدو پر مهال يې هماغه پردی کلتور له ځانه سره راوړ. آيا اوس دغه ستونزې د زغملو وړ دي؟

داسې شېبې هم دي چې زمونږ هيواد په ډېرو حساسو شېبو کې قرار هم لري.

بلنه دا ده راځئ چې خپل د هېر شوي کلتور ارزښتونه په پښو ودروو، هيواد مو له دغه روانې بلا څخه وژغورو، زموږ په فرهنګ کې اسلامي ارزښتونو يووالي ، تعاون ، ترحم ، مرسته ، قناعت ، پخلاينه ، عدالت ، پاکوالی ، مينه او سوله چې دا ټول باورونه دي په کلک هوډ وساتو.
همدا ډول جرګه، ننواتې، څلی، مرکه، نوه، بخښنه، پناه، حريم، زمونږ اصلي کلتوري ارزښتونه دي.

په رسنيو کې لوڅ لغړ فلمونه، سريالونه، سندرې او نورې مبذلې خپرونې زموږ د کلتور برخه نه ده.

جګړه، زموږ فرهنګ نه دی ، شاته پاتې والی زموږ فرهنګ نه دی، پرديو ته سوال او زارۍ زموږ فرهنګ غوره نه ګڼي ، د خپل بډايه فرهنګ د بيا ژوندي کولو او په پښو درولو لپاره بايد ټول افغانان يو شي.

راځئ خپل فرهنګ په جوماتونو کې له علماوو ، په مدارسو او مکاتبو کې له استادانو او هر چېرته له مشرانو څخه زده کړو، له کتاب او قلم يې زده کړو.

راځئ له معاصر ساينس، تخنيک او علم څخه د خپلو علومو په غنامندۍ کې د خپل هيواد د کلتور د پرمختګ لپاره کار واخلو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x