
زموږ د بد حالت مسؤلین……!
جلال الدین تاجوال
زموږ په ټولنه، عوامو، خواصو او اذهانو یوه خبره حاکمه ده، هغه دا چي موږ ته چې هر څه را پیښیږي، هغه که په فردي لحاظ وي یا د اجتماع په کچه وي، هغه که پر موږ د قیادت خبره وي یا زموږ د قیادت خبره وي، که هر څومره تعذیب شوي یو، رټل شوي یو، او داسې نادره حالات او نظامونه دلته تیر شوي چي هیڅ تاریخي مخینه نلري نه به تکرار سي، په سختۍ او اسانۍ کې، په جګړه او خوشحالۍ کي مو داسې کارنامي او اعمال کړي چې د اوریدو غوږونه پناه ځیني غواړي، ددې هر حالت لپاره بهانې او پلمې لټوو.
ددې خبرې مطلب مې دادی چې موږ هر وخت، هر حالت ته بهانه کړې، یو وخت داسې ونه شول چې په یوه موضوع کې مو احساس د مسؤلیت کړی وي، خپل ټول کړه وړه او را پیښ شوي مشکلاتو کې د بل چا لاس بولو.
له موږ بغیر نور ټول خلګ ګناهګار دي، ټول دنیا او حالات د ځان مخالف بولو، هر څه ته په منفي سترګه ګورو، په کور کې مشر له کشره ګیله من کشر له مشره ګیله من، په کلیوالي کچه کلیوال او تربرونه ملامت دي زموږ د بدبختۍ لامل دي، په ښار کې سم سړی بیخي نسته، نظام جوړولو ته مو همسایه هیوادونه او پردي استخبارات نه پریږدي، امور، اصول او فروع، اولیات را څخه ورک دي.
که مو له دین سره تعارف وای، له رب جل جلاله سره مو تعلق وای، معنویات مو پاللی دا حالت به نه و، د اسلام د دین یو حکمت دادی چې په امورو، احکامو، او حدودو کې یې اطمنان پروت دی، د ژوند خوند پکې پروت دی، څوک چې مکمل په اسلام کې داخل وي هغه خلک هم جامع نظام لري، او هم یې ژوند منظم وي، یوه خبره داده چې د اسلام په حکمت هغه څوک پوهیږي چې په زړه کې يې د دین قدر وي.
نو د ټولو بدبختیو، نا ارامیو، بد امنیو، د واحد نظام چې افغاني هویت، افغاني بیرغ او پولي واحد پکې ارزښتمن شي نشتون زموږ خپل بې مسولیتي او بیغوري ده.
لا إله إلا أنت سبحانك إنا كنا من الظالمين