نظــر

د تونس سیاسي اوضاع؛ راتلونکې ممکنه سیناریوګانې

عبدالحی قانت

د ۲۰۱۱ م له عربي پسرلي وروسته تونس یواځینی داسې هیواد پاته شو چې بېرته د پخوا په شان د استبداد خوا ته سوق نه شو او نسبي ډیموکراسي پکې منځ ته راغله. دا چې تونس کې دیموکراسي د حرکت النهضه او نورو ټولو سیاسي حزبونو مشترکه نکته وه، کوښښ دا ؤ چې دا سستم په دولت کې په پوره شکل و اغږل شي تر څو تونس بیا د استبداد او دکتاتورۍ ښکار نه شي.

۲۰۱۴م کې چې کوم اساسي‌ قانون جوړ شو یوه مهمه ماده یې همدا وه چې د مقننې، قضایې او اجرایې تر منځ قدرت تقسیم شو. د دې کار له ټولو لوی هدف همدا ؤ چې یوه قوه د نظام ونه توانېږي په نورو غالبه شي.

په دې وخت کې چې د سیاسي‌ احزابو او سیاسي اطرافو څخه د تونس د خلکو کومه توقع وه هغه دوی پوره نه شوه کړای. سیاسي احزاب پدې ونه توانېدل چې د تونس اقتصادي مشکلات چې د ۲۰۱۱ انقلاب سره را منځ ته شوي ؤ، حل کړي. همدا د دې لامل شو چې تر ډېره په سیاسي احزابو د خلکو باور کمزوری شو.

دا بې اعتمادي د دې لامل شوه چې د ۲۰۱۹م په انتخاباتو کې د تونس خلک قیس سعید ته رایه ورکړي.‌ قیس سعید د تونس د پوهنتون د حقوقو پروفیسور ؤ چې خلکو فکر کاوه دی کولی شي په ازاد ډول تونس له مشکلاتو وباسي.

دې ورځو کې د کرونا په کنترول کې هم حکومت پاته راغی، د خلکو اقتصاد نور هم خراب او بې کاري زیاته شوه. خبره تر دې ورسېده چې د حکومت پر خلاف مظاهرې پیل شوې. قیس سعید همدا فرصت وګڼه چې له خپلو صلاحیتونو پښې واړوي؛ پارلمان یې تعلیق او صدر اعظم یې منفک کړ.

اوس مهال پارلمان او حکومت (د صدر اعظم هشام مشیشي په مشرۍ) له کاره غورځول شوي‌ او قیس سعید کوښښ کوي چې ټول واک د ده لاس کې اوسي. پرون یې د دفاع وزیر هم لرې کړ او د خپل کارد مشر یې د دفاع وزارت ته ونوماوه.

اوس حالات داسې طرف ته روان دي چې ښايي قیس سعید کوښښ کوي د اضطراري حالت له فرصته د اساسي قانون د ۸۰ مادې ترمیم ته لاره هواره کړي او ټول واک تر لاسه کړي.

زما په فکر څو سیناریوګانې دي چې ښايي آینده ورځو کې ممکنې اوسي؛

۱ دا چې قیس سعید، استاد راشد الغنوشي او هشام مشیشي خپلو کې داسې یو توافق ته ورسېږي چې د قیس سعید غوښتنې هم تر یو حده ومنل شي او د تونس پارلمان او حکومت هم په خپل ځای پاته شي.‌ دا کار ښايي ډېر آیډیال او مشکل اوسي.

۲ دا چې حکومت بدل شي، صدر اعظم لرې شي او قیس سعید د حکومت مشرۍ لپاره بل څوک انتخاب کړي.‌ که چېرته قیس سعید دا ومني هم صدر اعظم اعلان کړی چې دی به استعفاء‌ ورکړي.‌ دا سیناریو هغه مهال ممکنه ده چې قیس سعید په واقعي مانا د کرونا د ضعیف مدیریت له امله اوسني تحرکات کړي وي.‌

۳ دا چې نوړیواله ټولنه په قیس سعید فشار راولي تر څو ادارې بېرته فعالې کړي. دا هله ممکنه ده چې امریکا، اروپايي اتحادیه، ملګري ملتونه او نور هیوادونه دې کار ته زړه ښه کړي ځکه د تونس اقتصاد تر ډېره په بهرنیو کومکونو ولاړ دی، چې قیس سعید ورته آینده کې له هر څه ډېره اړتیا لري. تر دې دمه چې امریکا، اروپایي ټولنې او له ترکیې پرته نورو هیوادونو کومې اعلامیې خپرې کړي د تونس د جمهور رئیس اوسنی فعالیت یې کودتا نه ده ګڼلې او د نصیحت تر حده ورسره تعامل کوي. له دې دا ښکاري چې د نړیوالې ټولنې لپاره هم حالت ډېر حساس نه دی.

۴ دا کیدلای شي چې د تونس د کارګرانو اتحاد چې په ۲۰۱۳ کې یې هم د تونس لویو مشکلاتو کې منځګړي کړې، را مخ ته شي او د طرفینو تر منځ مشکل حل کړي. دا تحاد د تونس په سیاسي مشرتابې ډېر تأثیر لري او کولی شي یو میانه رو حل رامنځ ته کړي.

۵ دا چې د تونس ۴ لوی سیاسي احزاب چې دا مهال د پارلمان برخه دي ټول یو ځای شي او د مظاهرو له لارې په قیس فشار وارد کړي. قیس له دې ډېر ډار لري ځکه چې د ده د محبوبیت کچه هم پدې اواخرو کې له ۷۰٪ څخه ۴۰٪ ته راښکته شوې. که چېرته مظاهرې پیل شي‌ (چې اوس ورته احزاب تیاری نیسي) بیا دوه قسمه حالات رامنځ ته کیدونکي‌ دي.

اول دا چې مظاهرو سره هغه تعامل وشي‌ لکه سیسي چې د مصر اخوان سره وکړ. که دا کار وشو، امارات او سعودي به د قیس شاته ودرېږي تر څو د تونس په آینده کې خپل تأثیر تضمین کړي‌.

دوهم دا چې که مظاهرې لویې او کامیابې شي، قیس ښايي استعفاء ته مجبور کړي چې بیا به حالات له خطر څخه اوځي.‌

له دې ټولو حالاتو مخکې دا کوښښ روان دی چې پارلماني‌ احزاب قیس سعید سره مشکل حل کړي او حالت نورمال شي، استاد راشد نن په دې ټینګار درلود چې باید د ډیالوګ له لارې مشکل حل شي.

که داسې ونشول نورې ټولې لارې داسې دي چې ښايي آینده یې ډېره خطرناکه او له مشکلاتو ډکه اوسي.

والله اعلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x