ادبي لیکني

اتاق کۀ اطاق؛ کومه بڼه یې سمه ده؟

تمهيد سيلاني

تېره شپۀ زما د فېسبوک قدرمن ملګري او د بلخ پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد حميد الله عمرخېل چې اوس د کابل پۀ دکتورا برنامې کې سکالر هم دی، د « اتاق او اطاق » پۀ هکله ليکلي دي، چې دا کلمه بايد اتاق وليکل شي او سمه بڼه یې « اتاق » دی. ښاغلی عمرخېل د ژبپوهنې پۀ رڼا کې دا موضوع نۀ سپړي، یوازې د کلمې پر سموالي او ناسموالي تاکيد کوي. کور يې ودان چې داسې علمي بحثونه مطرح کوي، اصلآ د اکدميکو اشخاصو تر منځ بايد همداسې مسايل و شاربل شي تر څو عام وګړي د ليکدود پۀ اصلي بڼه پوه شي. لازمه مې وګڼله چې ددې وييونو پۀ ژبپوهنيزو قاعدو لږ رڼا واچو او د ملګرو نقد و نظر هم واورو.

پۀ دې ليکنه کې بحث مطلق پر « اتاق او اطاق » نۀ راڅرخي، بلکې دا د بحث یوه فرعي برخه ده، خو دا چې د « ت – ط » تورو د کارونې او ليکلو موضوع ده، ځکه مو سرليک « اتاق کۀ اطاق » وټاکۀ؛ موږ د دې وييونو لۀ پۀ پښتو ژبه کې معادلې کلمې ( کوټه – خونه ) لرو، خو دا چې دې ورته کلمې څۀ ډول وليکو، نو پۀ دې ليکنه کې یې راسره ولولئ.

پۀ پارسي دري ژبه کې د استاد عباس اقبال آشتیانی او نور ډېر ژبپوهان د « ت او ط » کارونې لپاره ځينې اصول ټاکلي دي، چې د هغه لۀ مخې موږ کولی شو پۀ پارسي ژبه کې د ددې ډول کلماتو تفکیک وکړو او د یوې منظمې قاعدې لۀ مخې یې بدلون را منځته کړو، البته دا وضع شوې قاعدې پۀ پښتو ژبه کې هم پلي کېدونکي دي او تر ډېره سمې او د ژبپوهنيزو اصولو خلاف نۀ بريښي، پۀ دې هکله به د درنو استادانو او لوستونکو نظريات هم واخلو:

کومې کلمې چې پۀ « ط » ليکل شوي وي او زموږ ژبو ته را دننه شوي وي، هغه عربي کلمې دي او د ريښې پېژندنې لۀ مخې هغه عربي ګڼل کيږي، کۀ چېرې د ريشه شناسۍ لۀ مخې دا ثابته شي چې نوموړې کلمه عربي نۀ ده او پۀ« ط » ليکل شوې ده، نو ناسمه ده، باید پۀ « ت » وليکل شي.

پۀ عربو کې هم دا دود دی، کومې کلمې چې لۀ نورو ژبو څخه عربي ژبې ته دننه کيږي او د ت او ط لۀ مخرج څخه او یاهم ورته مخرج څخه اداء کيږي، نو هغوی دا کلمه پۀ « ط » ليکلي، دليل یې دادی: چې هغوی غواړي ددې کلمې پرديتوب یا بېګانګي پخپله ژبه کې ثابته کړي او د عربي ژبې لوستونکي پوه شي چې نوموړې کلمه پردۍ ده. لکۀ: د « تاس او تراز » کلمې چې اصلآ پارسي دي خو عربو دا کلمې معربې کړې دي او « طاس او طراز » پۀ بڼه یې ليکي.

پۀ « ط او ت» باندې د ليکل شویو کلمو تفکيک پۀ لاندې ډول تر سره کولی شو:

لومړی: د ریشه شناسۍ لۀ مخې: کومې کلمې چې د ريشه شناسۍ لۀ مخې د زړې پارسي او پښتو کلمې وي، او د ت یا ط پۀ مخرج سره اداء کيږي بايد پۀ « ت» وليکل شي، لکه: تراز، تنبور، تبرزین، تشت، تاس، اتو، تاول…

دويم: کومې کلمې چې پرته لۀ عربي ژبې څخه زموږ ژبو ته را دننه کيږي او د « ت او ط » لۀ مخرج څخه اداء کيږي، نو بايد پۀ « ت » وليکل شي، لکۀ: بليت، باتري چې فرانسوي کلمې دي، يا هم امپراتور چې انګلیسي کلمه ده او یا هغه کلمې چې لۀ ترکي ژبې څخه را دننه شوې وي، لکۀ تالار، اتاق او داسې نور…

درېيم: هغه کلمې چې د ريشه شناسۍ لۀ مخې تفکيک او تشخیص شوي وي چې عربي کلمې دي، نو غوره ده چې پۀ« ط » وليکل شي، ځکه « ط » عربي توری دی او ددې توري اصلي مخرج پۀ عربي ژبه کې اداء کيږي؛ لۀ دې کار سره به زموږ لوستونکو ته يوه ګټه دا وي چې موږ لوستونکو ته څرګنده کړو چې دا پردۍ يا مستعاره کلمه ده او لۀ بلې خوا به مو د نوموړې کلمې مصدر ساتلی وي، لۀ دې علاوه بله ښېګڼه يې داده چې موږ به د لغتونو د مستعار کېدو اصول پر ځای کړي وي. لکه: طارق، طریق، باطل….

څلورم: ځينې داسې کلمې شته، چې زموږ لیکوال یې پۀ ليکلو د غږپوهنې يا د غږونو د یو شان والي لۀ مخې تېروتنه کوي او یوه کلمه د بلې کلمې پر ځای کاروي، لکه: د « حيات او حیاط» کلمې، که څه هم دا کلمې ظاهرآ په لوستلو کې يو ډول تلفظ کيږي، خو د معنا په لحاظ دا دوه بېلې کلمې دي چې جلا معناوې وړاندې کوي. حيات د ژوند په معنا او حياط د خونو د خالي فضا په معنا چې تعبیه شوي وي يا هم د کوټې صحن ته وايي. يا دې ته ورته نورې کلمې لکه: اتلال او اطلال، معنا او مانا يا صاحب او صایب….

پنځم: ځينې خاص مکاني او د وګړو نومونه باید پۀ « ت » وليکل شي، البته هغه نومونه چې د «ت یا ط» پۀ مخرج سره ادا کيږي. لکه: اتریش، ایتالیا، پیترزبورګ، ترابلس… ځينې داسې نومونه هم شته چې د خلکو تر منځ ډېری پۀ ط ليکل شوي دي، خو بايد پۀ ت وليکل شي، خو کۀ چېرې دا کار وشي نو لوستونکي ورسره پۀ ستونزه کې اخته کيږي. لکه : لوط، طبس، طارم… نو د لوستونکو د ذهني اخلال د مخنيوي لۀ پاره کۀ پۀ همدې بڼه وليکل شي، څۀ ستونزه نۀ لري. يا هم ځينې کلمات چې د ډېر استعمال لۀ مخې زموږ پۀ ژبو کې پۀ هماغه بڼه ليکل شوي او رایجه دي، نو ښه ده چې پۀ هماغه عادي بڼه وليکل شي، لکه: سقراط، افلاطون…

اوس را ځو د « اتاق » کلمې ته:
د اتاق د کلمې پۀ هکله وروستۍ خبره او پرېکړه نشو کولی، ځکه ځينې څېړونکي دا کلمه د ترکي ژبې کلمه ګڼي او وایي چې دا کلمه لۀ ترکي ژبې زموږ ژبو ته راغلې ده، نو باید پۀ « ت» وليکل شي، خو ځينې محققان پۀ دې باور دي چې دا کلمه اصلآ عربي کلمه ده او ددې کلمې اصلي بڼه وثاق – اوتاغ ده، چې « وثاق » پۀ عربي ژبه کې کوټې، خونې او حرم سرا ته وايي. د عثماني امپراتورۍ پۀ وخت کې دا کلمه د « اُدَه » پۀ بڼه ليکل کېده او ویل کېده، مګر اوس دا کلمه د ترکي ژبې پۀ اوسني ليکدود کې د « oda » په بڼه ليکل کيږي، چې د کوټې معنا وړاندې کوي.

نوټ: پۀ دې ليکنه کې مو موخه داده چې موږ څنګه وکولی شو، هغه عربي کلمې چې پۀ « ط» ليکل شوي دي او هغه کلمې چې لۀ نورو ژبو د « ت او ط» پۀ مخرج زموږ ژبو ته را دننه شوي دي، څۀ ډول وليکو. ستاسو نقد و نظر ته مو سينه پراخه ده. سرچينې درسره شريکوم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

چراکه الله خیر فی الدارین

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x