شعـــــرونه

ټولواک / عبدالباري جهاني

عبدالباري جهاني

ښار په لمبو کي سوځېدی

د سرو مرمیوباران

پر جوماتونو پر کورونو وو قیامت جوړ کړی

هم له وړو هم له زړو څخه وه لاره ورکه

له هري څنډي له هر کوره څخه

له هر جومات له هر لوره څخه

ښځي او نر لکه له ډزو تورېدلي مرغۍ

لکه ویشتلي مرغۍ

له یوې سیمي بلي سیمي ته په چیغو چیغو

تله او راتله لاره له ټولو ورکه

پر ښار مرمۍ ورېدې

لکه باران لکه ژلۍ ورېدې

ماشوم د ډنډ پر غاړه

رڼو اوبو کي د سپوږمۍ عکس ته ځیر ځیر کتل

کله یې پورته کله کښته لیدل

هم یې اسمان هم اوبو ته خندل

ماشوم په خپله دنیاګۍ کي ډوب وو

ماشوم په حسن د سپوږمۍ کي ډوب وو

د ښار په هر کونج کي مرمۍ لګېدې

پر هره لوېشت باندي لمبې بلېدې

ماشوم اوبو ته کتل

هم یې خپل عکس هم سپوږمۍ ته خندل

له پاسه بمب ولوېدی

د سپوږمۍ عکس یې ذرې ذرې کړ

نازک ماشوم یې هم ټوټې ټوټې کړ

ښار یې ایرې ایرې کړ

ټولواک پر خپل پالنګ خوبونه کول

سهار د ښار له سوځېدو خبر سو

د خپل دښمن له ماتېدو خبر سو

له ګونجو سترګو یې ځلا ښکاره سوه

پر زړو شونډو یې موسکا ښکاره سوه

ښار په لمبو کي پروت وو

کور او جومات ګډ په ایرو کي پروت وو

قوماندان زېری د بري راوړی

څو اردلیانو کړله ږغ په سلا

عمر دي ډېر سه زموږ غښتلې پاچا!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل احمد

جهاني صاحب! دوا دي سه. په ملګرتیا کي ټینګ یې. په داسي حال کي هم اشرفغني ته هیله ورکوې چي د دې وژنو وروسته به دی بریالی کیږي او د کمبوډیا د پاچا او سوریې د حکړمت مشر په څیر قدرت به یې پاته سي. بېغمه اوسه دا د پښتونخوا یاغي کوهنستانونه او دښتونه د سوریې و کموډیا سره د پرتلې وړ نه دي. دلته چي واکمن یو واحد نفس په ناحقه ووژني بیا نوي د دې ځمکي وروستی نفس یې هم په انتقام پسي ګرزي. ښارونه به هم وران سي، ماشومان به هم ټوکر ټوکر سي خو د کابل… نور لوستل »

جاوید

یاره ګل احمد خانه، د جهاني صیب کیسه خو نه ده اوریدلې خو داستا یوه چې ګورم ډیر تود تللی یې.
د طالبانو هغه ځواني به هیڅکله هم هیره نکړو کوم چې مزاري ## یې مردار کړ او هماغه شانته لاړ شي نو هیڅکله به ناکام نسي.
او ستا ستونزه راته د کلي، ښارونو په ورانیدو او د ماشومانو په ټوکر ټوکر کیدو کې را ته ښکاري.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x