ادبي لیکني

د ادبیاتو ارزښت

سیاف زاخېلوال

هر چا د ادبیاتو پۀ هکله بېلا بېل تعریفونه کړي دي، چا ادب؛ تهذیب او بې عیبه کېدو ته ویلي، چا ویلي دا کلمه لومړیو کې محسوساتو کې کارېده او اوس معنویاتو ته را واوښته. هغې ونې ته مهذب یا ادب ویل کېده چې ښاځونه به یې پرې شول او منظمه به شوه.

خو؛ اوس چې معنویاتو ته راوښتې ده، هغه څوک چې ښکلي اخلاق لري،رویه یې د انسانانو وي، هره خبره یې پۀ تول تللې او منطقي وي هغۀ ته با ادبه ویل کېږي.

ما یو ځای لوستي و چې هر انسان یو دروني خرتوب لري یانې کۀ څومره هم بزرګ د زمانې شي؛ بیا هم یو خرتوب لري او ځینې وخت داسې کارونه کوي، چې د کالونو خواري او هڅې یې پۀ نشت حسابوي.
د دې خرتوب مهار و کنترول لپاره یواځې ادبیات دي چې تاته ژوند درښیي، پر سمې لار دې رهي کوي او کۀ لنډه یې ووایم ادبیات تاته د ژوند خوند درپېژنې.

ادبیات پۀ ټوله کې د ژوند پۀ رنګونو و جنګونو پوهېدنه او درک دی، دا به سخته وي چې د ادبیاتو ښېګڼو پۀ هکله زۀ یوه پوره لیکنه وشم کولی؛ خو ځینې هغه برخې به راوسپړم چې ادبیاتو ژوند را ژوندی کړی دی.
ادبیات و مینه؛

مینه د ژوند کولو لپاره یوه ستره تکیه ده، کۀ چېرې مینه نۀ وای، واړه مخلوق به لېوني ګرځېدل، سور و بور به مالوم نۀ و؛ دا ټولنه، کورنۍ، ګډ ژوند او… به خدای چې ول او کنه.

نو؛ لۀ دې جوتېږي چې هندو وي کۀ مسلمان، مینه ته یې اشد ضرورت دی؛ خو د (خو) خبره دا ده چې بیا د وګړو مینه هم توپیرونه لري؛ هغو چې د ادبیاتو لۀ سنګره نا اګاه دي؛ د هغوی مینه ابن الوخت او بې خونده مینه ده، هغه کۀ لۀ خدای او یا یې د خدای لۀ مخلوک سره وي، بس دومره کوي چې مینه یې خوښیږي خو لۀ ارزښتونو او خوندونو یې نااګاه دي.

ادیب سړی ډېر حساس وي او وړې خبرې ته یې پام وي، خدای انسان مئین پیدا کړي. هره مېرمن حق لري چې د خاوند له مینې پوره ـ پوره برخمنه شي، هر مور و پلار دا غواړي چې زوی یې دوی سره مینه وکړي، د هر هېواد اصیل بچی باید مئین وي… او خدای تل له مئینو سره وي. چا چې ادبیات سم لوستي دي او د ادبیاتو په مانا و مفهوم بشپړ پوه دي؛ هغوی تل کوښښ کوي چې د ژوند پر ټولو لارو داسې قدمونه واخلي چې هر قدم یې د عدم تشدد انګازې ووهي او تل دې ته اندېښمن وي چې نن دې زه وسوزم خو سبا دې زما روښاني وي.

که د ادبیاتو؛ ګرامر، تاریخ، فلکلور، ادبپوهنې ( ادب تیوري، ادب تاریخ او ادبي کرکتنه) له یوې خوا هره برخه پخپل ځای کارونه او ارزښت لري، له بلې خوا د ټولو دنده دا هم ده چې مینې ته پې یوه لاره جوړه وي.
که د درد هر شعر دی، که د خواخوږۍ هره لیکنه ده، ننني او پخواني لیکوالانو د انسان د مینې ډېرېدا او پخېدا لپاره کاغذونه تور کړي دي؛ د مینې په هکله بایده ده چې زموږ نوي راټوکېدلي لیکوالان و شاعران ډېره مطالعه وکړي او د ادبیاتو وروستي سمستر محصلین دې د خپل مونوګراف موضوع د پخوانیو لیکوالانو و شاعرانو په ښکلایزه کتنه دې یو څه ولیکي.

ادبیات او تصوف:
د نړۍ واړه صوفیان او په خدای مئینان چې تېر شوي، هغو ارو مرو یا ادبیات لوستي او یا هم د ادبیاتو له دریابه باخبر دي، ځکه په ادبیاتو کې چې څومره بدلېږې هومره دې د خدای کراماتو او نعمتونو ته پام وراوړي، یو ځای له ملګرو سره ناست وم، خبره د خدای پر قدرت کېده، ټولو نظرونه ورکړل، بحثونه مو وکړل. د بحث په وروستیو کې یو مېږی مې پر لاس ګرځېده، زر مې ملګرو ته غږ کړ، چې چوپ شئ، تاسې ته د خدای قدرت درښېیم، ما ویل دا مېږتون وګورئ، د ده په وجود کې خدای له ورایه ښکاري چې د خدای کرامات و قدرت بې انتحا بې جوړې او نایابه دي؛ تاسې د ده مېږي پښې وګورئ چې څومره وړې دي؛ خو بیا هم خپل لوی سر و کونه پرې وړلی شي، سترګې یې نه ښکاري خو خپله لاره سمه او روښانه وینې، ملا یې دومره نازکه ده، چې ته به وايي په یو تیندک به ماته شي؛ خو چا تر اوسه د مېږي ملا نه ده لیدلې چې ماته وي… او خدای دوی ته دومره پوهه ورکړې چې د پوره ژمي لپاره خپل خوراک ځانته چمتو کوي.

ادبیات د خدای پېژندنې لپاره د اسلامي زدکړو وروسته دویمه درجه لري چې د فدا کارۍ، سر ښېندنې، مینې ، تصوف … او د ژوند تګلارې لپاره تر ټولو مهمه او بایده زدکړه ده.

پير محمد کاروان صېب وايي؛
خلک په کې خدای لټوي، ته ماشوم خبر هم نه
پوی به شې او لوی به شې چې سترګې د یار څه مانا

د کاروان صېب پر دې بیت ډېرې خبرې کېدای شي؛ خو زه به دا ووایم که د ادبیاتو پر سیند دې ځان ورګډ کړ او کب شوې، بیا نو مبارک شه بزرګي ستا ده او په زره مخلوک کې به هم د خدای خدایي وینې.
ادبیات و ښکلا پېژنده

موږ ډېر اورېدلي/ اورو یې چې څومره ښکلی دی. ښکلا پېژنده یو ډېر ستر بحث دی، ځوک ښکلا معروضي ګڼي یانې د دې نظریې خلک ښکلا په عینې څیزونه کې لټوي او وايي چې ښکلا په طبیعت کې ده . څوک بیا ښکلا موضوعي مسله یادوي یانې وايي چې ښکلا په بیرونۍ نړۍ کې نشته دا ټول د خیال، فکر او نظر کمال دی چې بیروني څیز ښکلی کوي/ ښکلی یې مني.

او ځینې یې منځ لارې دي، یانې ښکلا د موضوعي کمال و جمال پر مرسته د معروضي څیز/ کس ته د ښکلا له لید لوري کتل او منل دي. په هر حال د ښکلا په هکله زه ځان دومره نه بولم چې په دې نظرونو کې د یوې خوا نظر ومنم؛ خو ادبیات او ښکلا پيژندنه یو د بل لپاره باید دي. که چېرې ښکلا نه وه، ننني ادبیات به دومره ښکلي نه ول او که ادبیات نه وی، چا به ښکلا پېژنده.

د ادبیاتو له برکته خلک خپله ښکلا ډېر ژر پيدا کولی شي او هر چا چې خپله ښکلا وموندله، هره ماته به ورته تجربه وي او هره بریا به ورته د ژوند خوند وي؛ تاسې که د کونډۍ زوۍ ( ممنون مقصودي ) فلم کتلی وي، خورا ښه فلم دی او له سپينږیرو نیولې ان ځوانان یې هم د بیا بیا لیدو شوق لري، دا هم د ادیب کار دی چې دا فلم یې لومړی په داسې ځایونو کې ډک کړی دی چې نه عصري سیمې دي او نه هم موډرنې؛ خو بیا هم په لیدو یې سړی د ښکلا احساس کوي.

نورو خلک به یې د وخت تېرېدو لپاره ګوري؛ خو ادیب چې یې ګوري، خپله ښکلا پکې پیدا کوي، له چناره د
شادګلي راغورځېدل ورته د یو کلیوالي ژوند ښکلا ورښېیي، غوا پر سپۍ بدلول اصلآ کم عقلي ده، خو بیا هم د ادبیاتو له برکته دا صحنه تر ټولو ښکلې صحنه ده، ارتې تڼې او اوږد تعویز د لېوني نښه ده؛ خو دا هم د ادبیاتو برکت دی، که چېرې دا صحنه پکې نه وای، شاید دومره خوندور فلم به نه و. همدا خو ادبیات دي چې ښکلا پسې مڼډې وهو او همدا ښکلا ده چې چې سړی یې په لیدو خوشالېږي.

سیاف زاخېلوال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x