دیني، سیرت او تاریخ

صفه او اصحاب ېې رحمت دی!

محمد وقايت الله وقار

حامدا و مصليا أما بعد: کله چې د رحمت استازی؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم په مکه مکرمه کې د رحمت په پيغام مبعوث شو، نو سمدواره ېې ددې ستر خير د خپرونې په موخه يو ايماني ټولی جوړ کړ او هغوی ته ېې د أرقم بن أرقم رضي الله عنه کور د لومړنۍ مدرسې په توګه وټاکه. دا د اسلام په روڼ او ځلانده تاريخ کې د اسلامي ارزښتونو، بنسټونو، آرونو او الهي احکامو د خپراوي او ساتنې لومړنی مرکز ؤ چې د بنسټ ډبره ېې په خپله محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم ايښې وه.

په هغه وخت کې چې مسلمانان د ځانګړي ښکاره ځواک خاوندان نه ول، په پټه به دار أرقم ته راتلل او د خپل ستر لارښود عليه السلام څخه به ېې زده کړه او روزنه اخيسته. په مسلمانانو سربېره هغه کسان به هم دې ستر شرعي دارالعلوم ته راتلل، کومو به چې د مسلمانېدو هوډ کړې ؤ او همدلته به ېې د حق په منلو خپلې ژبې ګويا کولې… .

ورځ تر بلې په مسلمانانو باندې حالات راسختېدل، د مکې مشرکينو ډېره هڅه وکړه چې د حق لمر په دوو ګوتو پټ کړي او د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره ېې له هيڅ راز نادودې او ناغېړۍ څخه ډډه ونه کړه، بالآخره داسې وخت راغی چې مسلمانان د خپل ټاټوبي پرېښودو ته اړ شول او له مکې مکرمې څخه د مدينې منورې پر لور رهي شول.

صفه يعنې څه؟

صفه د عربي ژبې د وييونو څخه دی چې د چوترې معنی ښندي. صفه په حقيقت کې هغه چوتره ده چې په مدينه منوره کې د نبوي جومات شمال لوري ته ېې ټيکاو لاره او په هغې باندې د بېلابېلو سيمو او هېوادونو په سلګونه تنه طالب العلمان ميشت ول. دا مسافر طالبان يوازې پدې خاطر چې علم لاسته راوړي، عمل پرې وکړي او خپور ېې کړي دلته اوسيدل.

که څه هم په اسلامي تاريخ کې د لومړنۍ مدرسې وياړ دار أرقم ګټلی دی، خو داسې مدرسه چې د لومړي ځل لپاره د مختلفو سيمو او ځايونو طالب العلمان پکې دېره شوي وي او په ټولنه کې هر چاته د يو ښوونيز او روزنيز مرکز په توګه جوت شوی وي د صفې مدرسه ده.

د صفې اصحاب څوک دي؟

د صفې اصحاب هغه صحابه کرام رضي الله عنهم دي چې د ثقلينو د استاذ او ناجي؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه به ېې علم زده کاوه او په همدې موخه ېې خپلې کورنۍ او سيمې پريښې وې… . هغوی به د رسول الله صلی الله عليه وسلم هره کړنه او وينا څارله او د زړه پر تخته به ېې ليکله… .

محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې مدرسې مؤسس، مدرس او مهتمم ؤ، ابوبکر صديق رضي الله عنه ورته د ناظم حيثيت درلوده او په طالبانو کې ېې مشهور او مخکښ حضرت ابوهريره رضي الله عنه ؤ … .

د لويو او سترو صحابه کرامو په څېر لوي شخصيتونه او سترې انقلابۍ هستۍ همدلته زده کړيالان وه… .

د لته زمونږ موخه له صفې څخه ټول ديني مرکزونه او په خاصه توګه ديني مدرسه ده او له اصحابو څخه مو ېې هغه دديني علومو زده کوونکي مراد دي چې په عامه توګه په ديني مرکزونو او په خاصه توګه په ديني مدرسه کې د دين په رښتينې او حقيقي روحيه ګاڼلي روزل کېږي او ټولنو او ولسونو ته لکه د تېر په څېر نن هم د رحمت، علم، عمل، عالي اخلاقو او مينې ډېوې په خپلو لاسونو کې وړاندې کوي.

صفه او اصحاب ېې ولې رحمت دی؟

ځيني فکري نېواک ځپلي خلک پدې اند دي چې مدرسه د وحشت، بربريت، وېرې خپرونې او ظلم نوم دی. دوی که څه هم پدې دريځ هيڅ راز دليل نه لري او د پرديو په جعلي عينکو چې د تعصب او بې انصافۍ ښکار دي، مدرسې او د مدرسې زده کوونکي ته ګوري، خو بيا هم چې حق او حقيقت ښه په ډاګه شي، پر همدې بنسټ په لاندې کرښو کې هڅه شوی ده، تر څو څرګنده شي چې مدرسه د وحشت نوم نه، بلکې د رحمت نوم دی او د مدرسې رښتينی او اصيل بچی د رحمت استازی دی.

مدرسه ځکه رحمت دی چې بنسټګر ېې د رحمت استازی دی، الله تعالی په قرآن کريم کې د مدرسې د لومړني استاذ په اړه داسې فرمايي: وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ (۱۰۷). الأنبياء

او مونږ ته د مخلوقاتو لپاره يوازې د رحمت په توګه استولی ېې!

هو، رسول الله صلی الله عليه وسلم چې د مدرسې لومړنی بنسټګر دی، د رحمتونو څلی ؤ، نو بيا کله شوني ده چې د رحمت څلی، لارښود او استازی دې داسې لارښوونې او پيغامونه خپاره کړي چې د وحشت، ظلم او ډار څرک پکې وي؟! بلکې د رحمت د استازي؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ښايي چې داسې شخصيتونه وروزي چې هغوی نړۍ او نړېوالو نه د رحمت ستوري وي، لکه څنګه چې نبي أکرم عليه السلام همداسې ستوري وروزل او دا حقيقت تاريخ په خپلو پاڼو کې ډېر ښه راڅپړلې دی.

مدرسه ځکه رحمت دی چې د هر ډول کفر، ظلم، باطل، ناروا او فساد په خلاف پياوړي مبارزين پکې روزل کېږي او يقينًا چې دا شيونه يعنې هر راز ظلم او فساد د نړۍ د بربادۍ، تباهۍ او له مينځه تلنې سبب ګرځي، خو يوازې مدرسه او د سپيڅلي اسلام نور مرکزونه لکه اسلامي پوهنتونونه او نور دي چې نه پرېږدي دغه نړۍ تباه کوونکي او قيامت راوستونکي وايرسونه په نړۍ کې خپاره شي.

مدرسه ځکه رحمت دی چې په دنيوي ښيګڼو سربېره د اخروي نېکمرغۍ، برياليتوب او همېشنۍ خوشالۍ لارې چارې پکې خلکو او زده کړيالانو ته ښودل کېږي او خلک له هر راز عيبونو، عذابونو او زيانونو څخه د ژغورنې لارو ته پکې ځير کېږي.

مدرسه ځکه رحمت دی چې د حق او عدالت د حاکميت لپاره هڅاند او تاند شخصيتونه چې شپه او ورځ ېې د مبارزې پدې سپيڅلي ډګر کې په ځان يوه کړي وي ولسونو ته وړاندې کوي، د حق او عدالت واکمني بيا هغه نعمت او رحمت دی چې ډېرې سترګې ېې په ليدلو پسې ړندې شوې او ډېر نظرونه ېې په انتظار پسې ستړي شول او ان شاء الله تعالی چې مدرسه او د دين نور مرکزونه به د داسې ارمان لرونکو زړونه ددې او دېته ورته نورو ارمانونو په تحقق د الهي مرستې په مټ يخوي. دا هسې لاپې او صرف ښه ګومان نه دی، بلکې دا هغه څه دي چې د اسلامي کتابتون په ښکلو او زرينو کرښو کې انځور شوي دي او دا هغه قضيه ده چې مسلمانو پرګنو په باربار په ثبوت رسولې ده.

مدرسه ځکه رحمت دی چې د رحمت پيغامونه پکې تدريسيږي، د رحمت ويناوې او کړنې ترېنه خپريږي او د رحمت بلندويان پکې روزل کېږي. نن هم چې د مسلمانو وګړو په زړونو کې د رحمت کوم غرونه ولاړ دي، دا د همدې ديني مرکزونو د شتون برکت دی، خو ددې برعکس هغه کسان چې د مدرسې سره ېې د دښمنۍ توغ په دواړو لاسونو کې نيولی دی، نه يوازې دا چې د رحمت، رحم او شفقت کوم اصل نه پېژني، بلکې هغه خو لاڅه چې د رحمت هومره ماده چې لږ تر لږه بايد په يوه انسان کې موجوده وي هم په هغوی کې ختمه شوې ده.

مدرسه ځکه رحمت دی چې غواړي انسانان خپل اصلي فطرت ته بوځي، د توحيد سپيڅلې عقېده خپره کړي، انسانانو ته د خپل پيدايښت موخې څرګندې کړي او د بې ځايه ژوند تېرولو څخه چې د الهي قهر و غضب سبب ګرځي، خلک د باهدفه ژوند لور ته وهڅوي، تر څو د الهي رحمت، نعمتونو او پېرزوينو جوګه شي او ټول په ګډه د الهي رحمت په سيوري کې سره راټول شي.

الله تعالی چې د ټولو مخلوقاتو رښتينی خالق او معبود دی، پر مونږ دا حق لري چې يوازې د هغه ستر ذات عبادت وکړو او خپله اړيکه ورسره غښتلې وساتو، خو که څوک د الله پاک سره شريک نيسي او يا د هغه سره د دښمنۍ ډګر ته راووځي، نو ددې کس د دواړو جهانونو د تباه کېدو او برباديدو وېره ده، لدې کبله مدرسه رحمت دی چې انسانان د خپل محسن رب سره اړيکو ټينګولو ته رابلي، تر څو له يوه لوري د الله تعالی حق څه ناڅه ادا شي او انسان په خپل ځان له ظلم کولو څخه بچ شي او له بل لوري نړۍ د هلاکت څخه وژغورل شي، دا ځکه چې که چېرې په ټوله دنيا کې هيڅ الله الله ويونکی پاته نه شي، نو بيا د الهي قانون پر بنسټ ددې دنيا او دنياوالو عمر پوره شوی دی او هر څه به د مرګ او نشت په خوب ويده کېږي.

مدرسه ځکه رحمت دی چې انسانان د الله پاک پر رسۍ (قرآن کريم) باندې منګولو لګولو ته تشويقوي، د انسانانو د يو موټی کولو په پار ګړندۍ هڅې کوي، خلک د يو قانون منلو او پيروۍ ته رابلي، تر څو د زنځير د کړيو په شان له يو بل سره پيوست او وتړل شي او يو قوت ترې جوړ شي، داسې قوت چې هيڅ شيطان او شيطاني دام ېې ونه شي غولولی او نه ېې د زيان، عذاب او تباهۍ پر لور بوځي.

مدرسه ځکه رحمت دی چې انسانان د خپل مينځي اړيکو پاللو ته دعوتوي، کله چې انسانان له الله تعالی سره غښتلې اړيکه ولري او همداراز د هغه د مخلوق او په خاصه توګه د انسانانو حقوق هم ادا کوي، نو په سر دنيا ېې جنت ګټلی دی، دا دنيوي جنت خپل ځان د يو خاص سکون، ارام او ډاډ په بڼه ښکاره کوي، چې په نتيجه کې مينه، وروري او يووالی د خلکو په زړونو کې ځای مومي او هر ډول نفرت او کرکه دوه خپلې او دوه پردۍ کوي او په خپله مخه ځي.

مدرسه ځکه رحمت دی چې په جسماني روغتيا سربېره روحي، اخلاقي، اجتماعي، سياسي او اقتصادي روغتيا ته هم پوره پاملرنه لري او خپل مينه وال ورته بلي. مدرسه د نړۍ او د نړۍ د اوسيدونکو هر اړخيزه روغتيا غواړي او د همدې هر اړخيزې روغتيا لور ته په پوره جرئت او صراحت خلک دعوتوي. مدرسه خلکو ته د ارام او روحي او هر اړخيز سکون لارې چارې ښايي او ناارامو زړونو باندې د ارام او راحت جامونه څښي. د مدرسې لومړني او رښتيني زده کوونکي هغه ستوري دي چې د نړۍ د هراړخيزې اصلاح، سمون او رغون علمبرداران دي.

مدرسه ځکه رحمت دی چې نړۍ ته مينه او محبت وړاندې کوي، خلک له نفرتونو او کرکو منع کوي او د هغې بدې پايلې ورته بيانوي، تر څو د مدرسې مينه وال ترې ډډه وکړي. د مدرسې رښتينی زده کوونکی ځکه رحمت دی چې هغه د هر ډول نفرت او کرکې په خلاف داسې پاڅون کوي، لکه څنګه چې د نورو ګناهونو او د انساني فطرت ضد کارونو په خلاف راپاڅيږي.

مدرسه ځکه رحمت دی چې د خلکو زورونه، رټنه، ربړونه او ناروا وژنه غندي، نه ېې زغمي او د چليپا علامه پرې راکاږي. د مدرسې رښتينو زده کوونکو په نړيواله کچه د رحمت، مېنې او الفت ريکارډونه جوړ کړي دي. د مدرسې اصلي بچيو د مدرسې د مخالفينو په څېر د وژنو، زورونو او ربړونو په ريکارډ جوړولو لاس نه دی پورې کړی. اوله نړېواله جګړه، دوېمه نړېواله جګړه او نور جنګونه چې په نړيوال تاريخ کې د وژنو، ظلمونو، ستم او فساد بې ساري مثالونه دي، نه د مدرسې کوم طالب العلم کړي دي او نه د مدرسې سره کوم مينه کوونکي… بلکې دا او دېته ورته وحشتونه هغه چا کړي دي او لا ېې هم کوي چې نه يوازې دا چې د مدرسې او د مدرسې د رښتيني زده کړيال سره د زړه له تله کرکه لري، بلکې ددې سپڅلو نومونو او فکرونو په خلاف د مبارزې ډګر ته راوتلي دي او تل په همدې هڅه کې دي چې څنګه مدرسه له منځه يوسي، مدرسه بدنامه کړي او څنګه د خلکو له زړونو د مدرسې تقدس، درنښت او عزت وباسي… .

د حيرانتيا ځای خو دادی چې سره ددې چې مدرسې تر اوسه پورې نه کوم بم جوړ کړی دی، نه ېې د راکټ اختراع کړې او نه ېې کومه معاصره ژوند ختموونکې وسله جوړه کړې، د اتوم بم جوړول خو لا لرې خبره ده، خو بيا هم ورته ځيني په بده سترګه ګوري، پداسې حال کې چې د مدرسې دښمنان له يو بل سره د وسلو په جوړولو او په خاصه توګه د اتوم بمونو په لا زياتو جوړولو کې چې ولسونه تباه کوي، سيالۍ کوي او ورځ تر بلې د نويو وسلو او انسانيت او نړۍ ختموونکو توکو په جوړولو لګيا دي، خو سره ددې بيا هم نه چا هغوی د وحشت خپرونې مخکښان وګڼل او نه هم چا د هغوی دا کړنې يو غير انساني کار وګاڼه.

کاش په نړۍ کې داسې باانصافه کسان پيداشي چې له هر ډول تعصب او بې انصافۍ پرته دا خبره سپينه کړي چې د رحمت، مينې او الفت استازي او سرلاري څوک دي؟ او ددې پر خلاف د وحشت، ترور او ظلم علمبرداران څوک دي؟!

مدرسه ځکه رحمت دی چې د نړۍ لپاره د مادي او معنوي پرمختګ په وړاندې کولو کې بې سارې مخينه لري. کوم اوښتون چې د نړۍ په مادي او معنوي اړخونو کې د مدرسې بنسټګر؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم او د مدرسې رښتيتو روزل شويو زده کوونکو راوستی دی، تاريخ ورته د ساري له پيداکولو عاجز دی، دا لکه د لمر په څېر جوت حقيقت دی چې د تاريخ لوستونکو ته ښه په ډاګه شوی دی او تاسې هم کولای شئ دا حقيقت ځانته د مسلمانانو په تېر تاريخ، خدمتونو او د نړۍ د رغونې او سمون په هڅو کې ښه څرګند کړئ… .

هو، شکر دين مو رحمت، پيغمبر مو رحمت، قرآن مو رحمت او رب مو د بې شمېره رحمتونو راوروونکی دی، نو راځئ! لدې رحمتونو ګټه پورته کړو مدرسه هم چې د رحمت زانګو ده، وساتو او ننګه ېې وکړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

وقار صاحب د صفې په اړه تخنیکي معلومات ورکړي دي. الله ج دي اجر ورکړي، ښه به وو چي د صفې د اصطلاح په فلسفه هم لوستونکي پوه کړي. کله چي پر پیغمبر اکرم ص باندي لمړۍ وحي نازله سول چي اقراء! یعني لوست وکړه. دا لمړی امر پیغمبر ص ته او لمړی امر هر هغه مومن مسلمان ته دی چي پر الله تعالی ج باندي ایمان راوړي. د اسلام څخه وړاندي په ټوله عربو کي ۱۴-۱۶ کسانو لوست زده وو چي په هغوئ کي یو حضرت ابوبکر رض هم وو. کله چي د الله تعالی ج لخوا و مسلمانانو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx