افغانستان

هرات: ناڅرګندو وسلوالو د یوې مسیحي موسسې دوې بهرنۍ ښځېنه کارکونکې وژلي

نن ټکی آسیا (پنجشنبه، زمري ۲مه ۱۳۹۳): د هېواد په لویدیځ هرات ولایت کې ناڅرګندو وسلوالو د یوې بهرنۍ مسیحي موسسې ۲ تنه ښځينه کارکوونکې وژلي.

سیمه ییز چارواکي وايي چې پېښه نن پنجشنه ۱۱:۳۰ بجې شاوخوا د هرات د دوهمې ناحیې اړونده سېمه کې رامنځته شوه.

د هرات والي سید فضل الله وحیدي د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د یوې بهرنۍ مسیحي موسسې دوه تنه ښځېنه کارکوونکې چې په یوه ټکسي موټر کې ناستې وې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا چې په موټر سایکل سپاره ول، وویشتل شوې.

د وحیدي په وینا برید کوونکي د پېښې د ځای څخه په تېښته بریالي شوي دي.

وحیدي زیاته کړې چې وژل شویو ښځېنه کارکونکیو د IAM غیر دولتي مسیحي موسسې سره کار کاوه.

IAM څوک دي؟

آی ای ایم بهرنۍ مسیحي موسسه ده چې له ۱۹۶۶ز کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.

دغه موسسه وايي چې دوی په ولایتونو کې بېلابېلې پرمختیايي پروژې مخ پر وړاندې وړي.

آی ای ایم په ظاهره هېواد کې د کونډو سره د مرستو، بالغانو ته د تعلیم او د روغتیا په برخه کې کار کوي.

خو د چارو کارپوهان وايي چې دوی د پردې تر شا مسیحیت ته دعوت کوي.

آی ای ایم په افغانستان کې ۵۰۰ کارکوونکي استخدام کړي چې د دوی له منځه ۵۰ یې مسلکي مسیحي داعیان دي.

په افغانستان کې اوسمهال لسګونه بهرنۍ موسسې د مرستو تر چتر لاندې مسحیت ته د تبلیغ چاره پر مخ بیایي.

ویل کیږي چې ددغو موسسو د پټو کارونو په پایله کې یو شمېر افغانان مسحیت ته اړول شوي.

د آی ای ایم مؤسسې په اړه دا هم ویل کیږي، چې لومړی بېچاره او له ستونزو سره لاس و ګریوان کسان په نښه کوي او بیا یې له ستونزو نه په سوء استفاده مسیحیت ته د اړولو لپاره ګټه پورته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زاهدزاده فراه رودی

داخوڅرګنده خبره ده چه په هیواد کی په لسګونو موسسات دخیرښیګڼی دکارونو ترنوم لاندی منسوخ عیسائیت ته زموږ داولس داړونی شومی هڅی کوی اکثردبیوزلو اوکم علمو کسانو نه استفاده کوی موږامید لرو چه زموږ علماء روحانیون او دټولنی باسواده قشر دی ستونزی ته توجه وکړی اودصلیبیانو داناوړی دسیسی شنډي کړی ترڅو مو خپل دینی او وجدانی مسولیت ترسره کړی وي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x