نظــر

زیارت کې بنډارہ دہ خورې ته ھم پکې را ځه/طنز

حفيظ الدين پيرزاده

نوټ: ھیله دہ طنز ته د طنز په سترگو وگورئ!

د فساد فکر مې نشته خدای حاضر دی
خپل ساعت به تیرومه وخت آخر دی
ستر خوشال بابا
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

تر دې د مخه چې وھابي حضرات مې د بدعت پر ټاپه ونازوي، و به وایم چې دا بنډار په زیارت کې نه بلکې په لندن کې و.

زہ یې ورتگ ته زړ‎ہ نا زړ‎ہ وم، خو د رحیم لغماني صیب زیري د مرحوم اجمل خټک ھغه شعر چې وایي:

اوس راځئ چې د ملا دروغ مالوم کړ‎و
دی وایي ھلته د مستۍ انتظام ھم شته

په لږ‎ داسې تحریف چې:

اوس راځئ د لندن میشتو دروغ مالوم کړ‎و
دوی وایي ھلته د ډوډۍ انتظام ھم شته
را په زړ‎ہ کړ‎!

نور نو زړ‎ہ نا زړ‎ہ پاته نشوم، د پلو او کبابونو بویونو مې د ورتگ څخه مخکې د عقل مورچه تسخیر کړ‎ې وہ.

که خیال د فکر او تعقل په مانا واخلو، نو دا بیا داسې خیال پلو و چې خیال پکې کم او اخرہ خاتمه یې په پلو وہ.

په ھر حال، پر ټاکلې نیټه ( یکشنبه د اگست ۱ / ۲۰۲۱ ) ذاکري صیب، لغمانی صیب او زہ ھلته ورغلو.

دا بنډار د سولې تر نامه لاندې د حضرت عمر زاخیلوال ټلوالې چې د نجات حرکت او که د حرکت نجات نومیدہ، را غوښتی و. ماته داسې بریښیدہ لکه له شوروي سرہ د جھاد پر مھال چې د مجاھدینو د درې گونې اتحاد په کومه غونډہ کې ناست یم.

ھغه درې گونۍ اتحاد کې د مرحوم مولوي محمد نبي حرکت اسلامي، د فقید مجددي نجات ملي چې خلکو به نجاست ملي باله او د مرحوم پیر صیب محاذ ملي تنظیمونو ونډہ لرله! که زاخیلوال ھم د ھماغه درې گونې اتحاد پیښې کوي نو د خپل نجات په حرکت پورې دې د محاذ کلیمه ھم ور غوټه کړ‎ي!

ما د غونډې په پیل کې له ځان سرہ ویل: ځه یرہ! د زاخیلوال د ببولالو تحمل پر یوہ خیټه پلو ارزي خو ھلته راته جوته شوہ چې؛ دا د پټي سر دی، پټی بیخ کې سور ور دی!! د غونډې نور لندن میشتي گډونوال او د زاخیلوال اشرباڼي به ھم له کابل څخه نیغ په نیغه ویناوې کوې!

ما د غونډې له منتظمینو څخه د دې مجلس د جوړ‎ولو موخه وپوښتله، ټولو د سولې راتگ ته گوتې لکې کړ‎ې.

دلته یې د وینا لومړ‎ۍ موکه د غونډې داسې یو گډونوال ته ورکړ‎ہ چې ان تخلص یې ھم جانبدار و، ما له ځان سرہ ویل؛ اوس یې خوند وکړ‎، سوله په بې طرفو کسانو راځي، دلته خو له آرہ جانبداران دي.

جانبدار صیب پخپلو خبرو کې روانه غمیزہ د سترو قدرتونو لخوا ډیزاین شوې و بلله. د ھغه په اند د لوبې اصلي کرکټرونه نور دي، موږ‎ ھغه څه کوو چې اصلي لوبغاړ‎و راته په پلان کې نیولي، تر ھغې اخوا، موږ‎ ھیڅ نه شو کولای، موږ‎ ھیڅوک نه یو!!

د دې ښاغلي وینا وال د خبرو لُب او لُباب د کمونستانو د ھغه مشھور شعر پر مفھوم را څرخید چې ویل به یې: دا د تاریخ جبر دی او جبر نازولی دی!

ای کاش! ماته چا فرصت راکړ‎ی و چې ورته ویلي مې وای:
ستا د تاریخ جبر موږ‎ له پیله څملولی دی

او یا ھم د مرحوم استاد الفت دا شعر مې ورته ویلای وای:

موږ‎ ھغه وخت مات کړ‎ی استعمار د فرنگیانو
چې نورو په دوہ لاسه خراجونه ورکول

د جانبدار صیب خبرو ماته د لغمانیانو کیسه را یادہ کړ‎ہ. دروغ بر گردن راوي، وایي څو لغمانیان د جمعې په لمانځه ور برابر شول. ھغوی ھم څادرونه وغوړ‎ول او کیناستل. ملا صیب پخپل تقریر کې وویل:
ای مسلمانانو! کوښښ وکړ‎ئ پخپلو نورو مسلمانو ورونو چل و نه کړ‎ئ! ځکه څوک چې پخپل مسلمان ورور چل کوي، جنت ته نه ځي!

لغمانیانو یو بل ته وکتل او و یې ویل: موږ‎ نو بیا ھسې لمانځه ته راغلي یو! راځئ څادرونه و څنډو او لاړ‎ شو!!

که دا ھر څه د جانبدار صیب په قول ھمداسې ډیزاین شوي وي او موږ‎ پکې ھیڅ نه شو کولای نو د سولې تر نامه لاندې غونډې څه مانا؟!!

په دې غونډہ کې د یو څو محدودو ویناوالو په استثنا د نورو ټولو ویناوالو تر منځ دوہ مشترکې نکتې وې؛ لومړ‎ۍ: ټول په ھمدې اند ول چې دا لوبه نورو ډیزاین کړ‎ې او موږ‎ پکې د ھیڅ شي اختیار نه لرو.
مانا دا چې دې بیچارہ گانو په ذھني لحاظ دومرہ صدمه لیدلې، دومرہ پردیو ایډیالوژیو تحقیر او توھین کړ‎ي چې اوس ځان ورته ھیڅوک نه ښکاري! د خپل حیات او ممات کریډت ھم د سترو قدرتونو ډیزاین بولي! خو ھیڅکله د یوہ میږ‎ي په اندازہ ھمت ھم نه شي کولای! میږ‎ی په لامبو نه پوھیږ‎ي خو چې کله اوبو ته ولویږ‎ي، لاس او پښې وھي، میږ‎ی د ژوند تر اخري پړ‎اوہ له مسلطو حالاتو سرہ مقابله کوي، دا ھیڅکله نه وایي چې ھر څه نورو ډیزاین کړ‎ي او باید ورته څملي! د میږ‎ي ھمدا لوړ‎ ھمت ډیری وخت د ھغه د بچ کیدو لامل گرځي!

داسې فکر پخواني کمونستان او د ھغوی پاتې شوني په شعوري توگه او ځینې نور یې د ناپوھۍ څخه کوي!
کمونستان چې د تیر څلویښت کلن ناورین اصلي عاملین دي، ځکه دا ھر څه له مخکې ډیزاین شوي او د تاریخ جبر بولي چې دوی ته څوک د پړ‎ې گوته و نه نیسي، د روسانو اشغال ھم د تاریخ ډیزاین شوی جبر و بولي او دوی د دې ستر خیانت رښتیني مجرمین و نه گڼل شي!!

دویمه: ۹۵ سلنه ویناوالو د خپلو خبرو پیل پر بسم الله الرحمن الرحیم و نه کړ‎!!

په جانبدار صیب پسې یوہ بله اغلې جانبدارہ صاحبه سټیج ته ور وغوښتل شوہ. ھغې له پیله پخپله انگریزي ځپلې پاړ‎سي کې وویل چې د سولې په اړ‎ہ څه ویل نه غواړ‎ي. ما په زړ‎ہ کې له ځان سرہ ویل چې د سولې تر نامه لاندې جوړ‎ې شوې غونډې ته د سولې په اړ‎ہ څه ویل نه غواړ‎ې نو دلته څه کوې؟! ته دې وادہ ته د ھلک خیلو لخوا راغوښتل شوې یې که د ناوې خیلو لخوا؟!

ھغې د خبرو پیل کې د مجلس حاضرینو ته پیغور ورکړ‎ خو خدای شته پر ما یې پیغور بد و نه لگید.
ھغې وویل: داسې مجالسو ته چې زموږ‎ افغانان لاړ‎ شي، ډوډي وخوري او نور ھر څه له یادہ وباسي او خپلو کورونو ته ستانه شي! دلته ھم تاسې کبابونه او پلونه نوش جان کړ‎ئ خو د غونډې موخه له یادہ مه باسئ!
پر ما د دې آغلې پیغور ځکه دروند تمام نه شو چې د مکلفې غرمنۍ زیری پکې نغښتی و!!

په ھغې پسې ځینو نورو گډونوالو ھم خپلې ویناوې واورولي؛ زموږ‎ یو سیک ھیوادوال په انسانیت خبرې وکړ‎ې او بیا یې ناستو حاضرینو ته د اسلام له نظرہ جھاد تشریح کړ‎! ما اخوا دیخوا کتل او د پښتو د مشھور کومیډین اسماعیل شاھد ھغه جمله مې چې ویل به یې: یه خدایه! دا دې کومې زمانې ته پاته کړ‎و، په سر کې تاویدہ را تاویدہ!!

له کابل څخه د غونډې د ویناوالو لومړ‎ی پور ښاغلي ستار سعادت پرې کړ‎، ورپسې د جعیت اصلاح مشر ښاغلي ډاکتر عبد الصبور فخري د اصلاحیانو دریځ روښانه کړ‎!

ډاکتر صیب وویل: موږ‎ باید پخپل ټول زور د حکومت تر شا ودریږ‎و او چاته اجازہ ورنکړ‎و چې زموږ‎ حکومت ړ‎نگ کړ‎ي. که اصلاحیان بل چاته ھم اجازہ ورکوي تر څو دوی اصلاح کړ‎ي نو زہ به د محترم فخري صیب سر د حکومت او نظام تر منځ او یا د حکومت او دولت تر منځ پر توپیر ور خلاص کړ‎م! غالباً د ډاکتر فخري مراد له حکومت څخه نظام و! و الله اعلم!!

په ھر ترتیب، د ډاکتر صیب موخه چې ھر څه وہ، وہ به خو دا یوہ خبرہ جوته شوہ چې تر دې پس اصلاحیان صاحبان ځانله سیاست څخه لیرې او بې طرفه نشي گڼلای!!

په فخري صیب پسې زاخیلوال خبرې وکړ‎ې، دلته دوہ ستونزې وې؛ لومړ‎ی د انټرنیټ د کنکشن ستونزہ وہ چې موږ‎ به کله د کابل خیلو خبرې اوریدې او کله به قطع کیدلې، بله ستونزہ د مجلس په سالون کې وہ.
په دې سالون کې غالبا د شپې د موسیقۍ کوم پروگرام نیول شوی و. ډمان یې د پردې تر شا له خپل ډھول او ډمبق سرہ موجود و او تمرین یې کاوہ!

کله به د کوم ویناوال د خبرو په جریان کې د مستې موسیقۍ تیز اوازونه پیل شول، د غونډې منتظمینو به په منډو منډو ځان ور ورساوہ، سر به یې ورته سرتور کړ‎، عذر به یې ورته وکړ‎ چې د موسیقۍ تمرین څه وخت پس پیل کړ‎ي تر څو د مجلس د اخلال لامل نه شي، ھغوی به یوہ شیبه غلي و، بیا به یې طاقت و نه شو او ډھول ته به یې ډنگ ورکړ‎! د مجلس منتظمینو صاحبانو به بیا د پیشۍ او موږ‎ک لوبه پیل کړ‎ہ او تر ھغې به روانه وہ تر څو به چې د ډھول یا کوم بل ډبلي آواز غلی شوی نه و!

له کابل څخه د غونډې اخري ویناوال استاد مزمل و چې پر لیدلو یې ماته د رحمان بابا دا شعر را په زړ‎ہ شو:

و ھر چاته پخپل شکل څرگندیږ‎م
آینې غوندې بې رویه بې ریا یم

ما د استاد ډیرې لیکنې لوستي، ډیر څه مې ترې زدہ کړ‎ي او د زړ‎ہ له تله ورته احترام لرم خو که دا ھر څه ھمداسې پر ځای پریږ‎دو او لږ‎ شاته لاړ‎ شو نو و به وینو چې قدرمن استاد د شوروي د یرغل پر مھال د اخوانیانو په دین کې د گلبدین په مذھب و. اوس کله د سیکیولرانو، کله د کمونستانو او کله د مجاھدینو مجالسو کې را ښکارہ شي، له طالب سرہ ھم سر خوځوي نو ځکه خو د رحمان بابا شعر پر صدق کوي!!
او یا ښایي محترم استاد ھم زما پشان ټولو ھغو غونډو ته تشریف وړ‎ي چې د مکلفې ډوډې احتمال پکې د یقین تر حدہ وي!!

استاد د افغانستان په سطحه معروفه او مشھورہ څیرہ دہ، ھر څوک یې له نوم څخه پر استفادې خپلې غونډې ته ور غواړ‎ي، خو که د استاد موخه رښتیا ھم ډوډۍ وي نو زما ورته د یوہ کشر په توگه مفته مشورہ دہ چې دا رنگ مجالسو ته تر تگ مخکې دې د ډوډۍ مینو ځان ته ور غواړ‎ي، که ډوډۍ یې مفشَنه، مُرَغَنه او د استاد په طبعه برابرہ وہ، ورځي دې او که نه وہ، نه دې ورځي.

د استاد د خبرو په پیل کې یو ځل بیا له کابل سرہ اړ‎یکه غوڅه شوہ. د غونډې منتظمینو یې پړ‎ہ پر انترنیټ اچوله خو زما په شمول ځینو ملگرو د منتظمینو دې خبرې ته د شک په سترگه کتل، ځکه موږ‎ پوھیدو چې ھغوی ته په مجلس کې د استاد اشتراک مھم و، نه د ھغه وینا! نامِ رستم بھتر از رستم بود!!
د استاد د خبرو پر قطع کیدو مجلس ختم شو او موږ‎ ټول د ډوډۍ خوړ‎لو لپارہ پر خوړ‎نځای ھجوم ور وړ‎!

خوړ‎نځای ته پر لارہ او د ډوډۍ خوراک پر مھال مې د ځینو ھغو مسائلو په اړ‎ہ سوچ کاوہ چې په سر کې مې لاینحله پاتې وې، د بیلگې په توگه:

۱- غونډہ د سولې تر نامه لاندې را بلل شوې وہ خو ویناوالو د سولې په اړ‎ہ څه نه ویل؛ بلکې ټولو له حکومت او نظام څخه د دفاع بگتۍ غږ‎ولې

۲- د مجلس منتظمینو ځانونه د جمھوریت او دیموکراسۍ پنډتان بلل. د دیموکراسۍ تر ټولو ستر اصل د بیان ازادي او د بل نظر اوریدل دي خو د دې پنډتانو د دیموکراسۍ چرگ پر یوہ پښه ولاړ‎ و. دوی خپله ویله او د بل یې نه اوریدہ. د مجلس گډونوالو د پوښتنو اجازہ نه لرله

۳- غونډہ د سولې لپارہ را غوښتل شوې وہ خو زہ تر اخرہ پوہ نشوم چې دا سوله به له چا سرہ کیږ‎ي؟
که له طالب سرہ د سولې ھڅه وہ نو د امارت ھیڅ استازی غونډې ته نه و ور غوښتل شوی او که دا سوله د کابل ادارې اوسني او پخواني چارواکي پخپلو کې سرہ کوي، ھغه بیا جلا خبرہ دہ

موږ‎ د ډوډۍ له خوړ‎لو پس له کوربنو څخه اجازہ واخیسته.
بیرون پر سړ‎ک شیعه گانو تورې جامې اغوستې وې د نعرې حیدري، یا علي، یا حسین او نورې چیغې یې وھلې! ځینو ځوانانو یې کمیسونه ایستلي و او ځانونه یې وھل!

ماته مې ھم زړ‎ہ ویل چې د اکاړ‎ې منځ ته ور ټوپ کړ‎م، کمیس و باسم او په ځان راباندې کړ‎م!
که ذاکري صیب یا لغماني صیب وپوښتلم ولې ځان وھم؟ نو ورته به کړ‎م چې: شیعه نه یم خو نن مې ډیرہ سترہ غلطي کړ‎ې، خپل ځان ته سزا ورکوم. دا ډوډۍ د درې ساعتونو په ضائع کولو نه ارزیدہ!! که تاسې ھم زما پشان خپل راتگ اشتباہ بولئ نو کمیسونه وباسئ او په اکاړ‎ہ کې زما ملگرتیا ته را دانگئ!

خیر دا ھر څه به کیږ‎ي خو اوس ما سرہ دا ویرہ دہ چې ھسې نه د دې اوږ‎دې پرپړ‎ې لوستونکي دا د وخت ضائع وبولي او پر ځانونو را باندې کړ‎ي!!!!!
______________

حفیظ الدین پیرزادہ
د اگست دویمه ۲۰۲۱ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

پیرزاده صاحب

ستاسو خبرې طنز نه بلکه د غونډې حقیقی تصویر دی.

له کمونستانو او مفسدینو خو هسې ګیله نشته،، خو افسوس د شیطان په هغو وروڼو (منحرفو اخوانیانو) چې له راوا او ټولو چپي عناصرو سره یې خپل مصالح غوټه کړي او غواړي د طالب د فاتحانه موجونو مخه په شګلنو هڅو ډب کړي.

الهي عبادالشیطان او د شر او فساد مفسد عناصر ذلیل او شرمنده وګرزوې او زمونږ په هېواد کې سوله او امن قایم او دایم کړې.

نور بیا….

طاهر ثابت

تاسو خو دکابل تلویزونونه هم وګوری. په ټول افغان کی زما ګیلی ثبت سوی. له تاسو نه می زده کړه چه دنوبتی جنګ ډایلاګونه دنمکحلالی له رویه ندی بلکه دتاریخ دجبر له مذاق سره سمه رابطه لری.

احسان

محترم پیرزاده صاحب!
الله دي جنت در کړي، یو خو دي په غونډه پوه کړو، او بل دي په غونډه کې په دې پوه کړو، چې د سولي له نارې اوس خلک ځان او خپل ګوند لپاره ګټه اخلي، سوله يې بیخي په مفهوم کې لا شنډه کړې ده.
او تر ټولو مهم دي محترم دروند استاذ ډیر ښه راته تعبیر کړ، نن سبا لږ متنازع شخیصت ترینه جوړ شوی دی، خو زه به کله حیران شوم، چې دا نو ولي.
خو اوس پوه شوم
یو ځل بیا مننه

نعمت الله

پیرزاده صاحب دستانت پر برکت الله جل جلاله شرمنده دنیا و آخرت نه گردانید بسیار وقت بعد از خواندن یک متن لذت حاصل کردم .

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x