شعـــــرونه

زه یو ستړی لاروی د یوه کاروان یم/ کاروان

پير محمد کاروان

زه یو ستړی لاروی د یوه کاروان یم
په واورینه شپه په اوښ پسې روان یم

چې د لمر په شغلو دواړه سره پټ شو
د یوې داسې شوخې ورځې په ارمان یم

دا کمی دی چې موسکا ته دې مخ نه یم
زرغو ټال به وم نری نری باران یم

زنده ګي د یوې غمجنې لنډۍ خور ده
اخ نَښَتی په مرۍ کې یاقربان یم

د ګاونډ سلوک، سلوک د اسراییل دی
فلسطین یمه که خاوره د افغان یم

د اتوم بټۍ زما په وینو جوړې
زه لوېدلی اوښکه اوښکه یمه وران یم

د خپل ورور تندي ته تکه توره تیږه
پردې ګوتې ته غمی د بدخشان یم

که عسکر یم که طالب یمه چې مرمه
د افغانې خور و مور چیغې فغان یم

خدایه ته مې کاروان واړوې په ګټه
دغه نیمه پېړۍ کېږي په تاوان یم

۱۲ اسد ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x