شعـــــرونه

الله اکبر/ پير محمد کاروان

پير محمد کاروان

طالبان یو که عسکر
ځئ چې جوړ شو یو لښکر

یو الله مو دی خالق
محمد مو پیغمبر

ځئ چې خلاصې کړو مرۍ
د پردیو له خنجر

او سودا به نه کوو
د وطن د مور په سر

خزانې به د وطن
راته پرانیزي ټټر

تر آسمان به رسوو
غږ د الله اکبر

الله اکبر، الله اکبر
*
که کافر وي که مسلم
ظلم زور یې نه منو

چې اوبه مو سوځوي
هغه اور یې نه منو

بس د بم د توغندي
شغ او شور یې نه منو

چې مو سترګې ړندوي
سپین او تور یې نه منو

چې کوترې رانه خوري
تور منګور یې نه منو

پر وطن به رپوو
د هُما مارغه وزر

الله اکبر، الله اکبر
*
دی وطن یې رانه ړنګ
همدې نیمې پېړۍ جنګ

توغندي ویشتی اذان
شین ګودر په وینو رنګ

د جلکیو ګوتې پرې
د منګیو غلی ترنګ

پر مکتب اورونه بل
شرنګ یې سوی دی د زنګ

دی له ژونده مرور
که پاچا دی که ملنګ

نو تر څو به وي خزان
دا د سرو ګلو ټبر

الله اکبر، الله اکبر
*
لمبوو به په رڼا
تورې شپې تږې بېدیا

د وطن غمجنه مور
مروره په ژړا

ځئ چې پرې یې وزو په پښو
ځئ چې بیا یې کړو پخلا

ترې به غېږې تاوو
کړي به غېږه راته وا

ښکلوي به مو په ناز
شو به کټ کټ په خندا

کړو به زړونه سره ګډ
شي به ژوند شیر و شکر

الله اکبر، الله اکبر

۱۲ اسد ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x