افغانستان

حکومت په هلمند کې بُست خصوصي پوهنتون بمبار کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ زمري، ۱۴۰۰ل): حکومتي الوتکو د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې بُست خصوصي پوهنتون بمبار کړی دی.

په ټولنیزو رسنيو هغه انځورونه خپاره شوي، چې د بُست خصوصي پوهنتون له ودانۍ لوګي پورته کيږي.

ځايي اوسېدونکي وايي، حکومتي الوتکو د پوهنتون ودانۍ بمبار کړې، خو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

وړمه ورځ هم حکومت په لښکرګاه ښار کې اريانا افغان تخصصي روغتون بمبار کړی و.

حکومتي چارواکو تر اوسه پر بُست پوهنتون د بمبارۍ په اړه څه نه دي ويلي، خو پر اريانا افغان تخصصي روغتون د بريد په اړه يې ویلي و، چې هلته طالبان پټ وو، خو د روغتون څښتن او کار کوونکو د حکومتي چارواکو ادعا رد کړې وه او ويلي يې و، چې هلته هېڅ طالب نه و موجود.

په ملي شورا کې د هلمند د خلکو استازي، مدني فعالان او ځايي اوسېدونکي هم وايي، حکومتي الوتکې په ړندو بمباريو کې د ښځو او ماشومانو په شمول ملکيان وژني او له تېرو څو ورځو راهيسې يې سلګونو کسان وژلي او ټپيان کړي دي.

په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازي او د امنيتي او د دفاعي کميسيون مشر هاشم الکوزي ويلي، چې حکومتي الوتکې پر ولسي خلکو ناتاره ړندې بمبارۍ کوي او ټول قربانيان يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي دي.

سناتور الکوزي له شمشاد ټلويزون سره د مرکې پر مهال ويلي، د هلمند ټولې څوارلس ولسوالۍ او د مرکز لښکرګاه لس يا يوولس امنيتي حوزې سقوط شوي دي، اوس د دوو حوزو ځينې برخې، د ولايت مقام، امنيه قومندانۍ، محبس او پر ملي امنيت رياست جګړه روانه ده.

ښاغلي الکوزي زياته کړې، چې حکومت ناکام شوی دی، د اشرف غني او د هغه د حکومت له لوري ولس په اور کې سوځي او غوښتنه يې کړې، چې اشرف غني بايد حکومت پرېږدي او شرم وکړي.

په ولسي جرګه د هلمند د خلکو استازي غلام ولي افغان هم د حکومت پر روانو بمباريو او عملياتو نيوکې کړي او ويلي يې دي، چې د حکومتي چارواکو د ناسمې قومندې له امله لسګونه کومانډو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ نور طالبانو ته تسليم شوي دي.

غلام ولي افغان او هاشم الکوزي له حکومته غوښتي، طالبانو ټولې ولسوالۍ نيولي او اوس په لښکرګاه ښار کې د جګړې پر ځای بايد شوراب ته ووځي او هلته يې له طالبانو سره معلومه کړي.

خو په هلمند کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال سميع سادات ويلي، دوی په ښار کې له طالبانو سره د جګړې هوډ لري او له خلکو يې غوښتي، چې له خپلو کورونو ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

دا ولی بمبار شوی سه پکی وه ؟ خو طالب ورختلی دهغه زایه ویشتل کوی او حکومت بمبار. ایا حکومت فقط دیدن وکی؟ ی#####. دولت خو هسی بیغرته دی او وه

قیامت دی

نور نه پوهیزم خو طالبه !!!! دیر فکر دی وی جی په هیخ پاکستانی باور ونکری. د اسلام په نامه هم تاسو استعمالوی او هم خپل کار کوی. ګوره که مکتب ، پلچک پوهنتون، د برق خده، سرک او نور عام المنفعه زایونه یی ورانول بس سر خلاص کره دا جاسوس، خایین او دوشمن دی او ستاسره په جامه کی استفاده کوی. شه یی تععقیب کره او پوشتنی تری وکره چی دکوم زای یی او ولی داشیان ورانوی؟؟؟؟

قیامت دی

د نشر په انتظار بیا سه معنی خو نشر یی کری دا ولی داسی سست یاست؟

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x