افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد: که طالبان د زور له لارې واک ونیسي، نړیواله ټولنه به یې په وړاندې ودرېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۱۲ زمري، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، که چېرې طالبان د زور له لارې افغانستان ونیسي، نو نړیواله ټولنه به یې په وړاندې اپوزیسیون جوړ کړي.

خلیلزاد له امریکا غږ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې طالبان باید په افغانستان کې د جګړې له لارې د واک د نیولو هڅه ونکړي او که چېرې هغوی واک ونیسي، نو حکومت به یې، منزی او د نړیوالې ټولنې له مرستو بې برخې وي‌ او نړیوال به یې په وړاندې د اپوزیسیون په څېر ودرېږي.

ده وړاندې ز یاته کړې، چې د جګړې ښکېل لوري‌ باید د سیاسي جوړجاړي‌ لپاره هڅې چټکې کړي او مذاکرات له اوسني حالت څخه چې پرمختګ پکې ډير کم دی، وباسي.

د خلیلزاد په اند، نه حکومت طالبان له منځه وړلای شي او نه هم طالبان کولای شي، چې د زور له لارې د افغانستان واک تر لاسه کړي.

خلیلزاد زیاته کړې، چې طالب مشران له دوی سره د ناستو په مهال د افغانستان د قضیي‌ په سیاسي حل ټینګار لري، خو ځیني نظامي قومندانان ښایي د زور له لارې د واک د تر لاسه کولو په هڅه کې وي.

د نوموړي‌ په خبره، امریکا ویره لري‌ چې هسې نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان د نوییمو لسیزو سره ورته حالت ته ورستون شي‌ او کورنۍ جګړې پیل شي؛ نو ځکه دده له قوله، امریکا د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته هم په افغانستان کې ښکېله پاتې کېږي او له افغانستان سره خپلې همکارۍ روانې ساتي.

د خلیلزاد پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبان دمګړۍ د افغانستان تر نیمایي‌ په زیاتو ولسوالیو واکمن دي او شاخواو ۸۵ سلنه خاوره یې تر واک لاندې ده.

طالبان په تېرو دوو میاشتو کې توانېدلي، چې څه باندې دوه سوه ولسوالۍ د حکومت له ولکې وباسي‌ او تر خپل واک یې لاندې کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
تور سپین

خپله تاسى خپلى مداخلى او رزالت په افغانستان کى بند کړى بيا به دي د خپل فاسد نماينده حال وګورى. مذاکرات خو دا فاسد او لاسپوڅى ارګ والا نه کوى. خپلى سرى کرښى باسى او د بل سپينى کرښى نه وينى. تاسى لاهم دى حکومت بدنامه او تور مخى کړى ياست. دا ګوډاګيان نه جمهورى نه ديموکراتان دى بلګه جاه طلبه، قدرتطلبه، خودخواه، د صلح ضد او دافغانانو او مسبيب د خاجى قوواو د قتل دى. نه پوهيږم چه تاسى د دى حکومت پر کم ځاى مين ياست? اصلا تاسى د امريکا د ماليى د ډالرو غله ياست. راباسى سل… نور لوستل »

قیامت دی

طالبانو فکر مو وی دا دیر غت غدار دی او شیطان دی

ملا جانان

نړیواله ټولنه شرم نلري چي داسي احمقانه خبري کوي. د طالبانو پر ضد د نړیوالي ټولني اپوزیسیون د یوه ۸ کلن ماشوم پر ضد د ۱۸ کلن ځوان د تقابل په معنا ده. صحي ده چي زور لري، خو عقل، منتق او اخلاقیات هم یو شی دی. خلیلزاده تا ګرسره مکتب ویلی دی؟ نړیواله ټولنه اوس تر دې اندازې سپینسترګې او بې حیاء سوې ده چي د یوه برحقه ولسي پاڅون پر ضد د نړۍ د اوم فاسد دولت ملاتړ کوي؟ د نړۍ رهبري د بې کفایت ترینو او بداخلاقه ترینو انسانانو په لاس کي ده. خدای دي دوئ په… نور لوستل »

جاوید

نړیوالې ټولنې؟؟!! خو لا اوس خپل پرتوګ ډک کړ (د درنو لوستونکو څخه ډیر معذرت غواړم) نو په راتلونکې کې به څه توره وکړي.
همدې تش په خولې او چټلې ټولنې د نړۍ اسلامي او حتی مرفه هیوادونه په وینو کې لت او پت کړل او لا اوس هم خبرې کوي.
یو څو چټل مخونه یې د حقوق بشر؟؟؟ ملل متحد؟؟؟ سوله ساتي!!! (اصلا جنګ راوړونکي) په نامه هاخوا دېخوا کینولي او معاشونه ورکوي او خپله ډنډوره غږوي.
افسوس د هغه چا په حال چې ددوي دا شرارت اوس هم نه مني.

مجاهد

جاوید جانه ورخ له بلی ښه کیږی الله ج دی وکړی تر اخری کچی ښه شی څومره چه طالبان ولسوالی او ولایتونه فتح کوی ستاسی دریز هم ښه کیږی مننه او ستاینه یی کوم خدای وکړه چه دا دریز دی تر اخره همداسی وی او همداسی شی

جاوید

مجاهد صاحب مننه!
یو څه چې په ریښتیا را ته خوندور نه تمامیږي بیځایه تعصبات، تیز تلل او د معیارونو ماتول دي، هغه که د هر چا لخوا او تر هر نامه لاندې وي. حق ته به حق وایو او باطل به باطل بولو او د سل سلنې ډغرې به نه سره وهو. او انشاالله چې همداسې به مې مومې.

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x