افغانستان

میدان وردګ: د سیدآباد ولسوالۍ ولسوال په کابل کې ترور شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ زمري، ۱۴۰۰ل): د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ لپاره د کابل حکومت لخوا نومول شوی ولسوال امیرمحمد ملکزی په کابل ښار کې ترور شوی دی.

سیمه ییزې سرچینې وايي، ناپېژاندو وسله والو لږه شېبه وړاندې د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند خوشحال خان سیمې «سپین کلي» په څلور لاره کې د سیدآباد لپاره د کابل حکومت تش په نوم ولسوال باندې برید وکړ.

سرچینې زیاتوي، په دغه برید کې د سیدآباد لپاره نومول شوی ولسوال امیرمحمد ملکزی ځای پرځای وژل شوی او بریدګر په ناڅرګند لوري تښتېدلي دي.

د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالي تیره میاشت طالبانو په بشپړه توګه ونیوله؛ خو ولسوال یې کابل ته تښتېدلی ؤ او لاهم د کابل حکومت په تشکیلاتو کې د یادې ولسوالۍ په نوم امتیازات ورکول کېدل.

باید وویل شي چې په تیرو دوو میاشتو کې کابو ۲۰۰ ولسوالۍ طالبانو نیولي؛ خو کابل حکومت لاهم ددغو ولسوالیو په نوم ولسوالان لري او د پوره ولسوالۍ امتیازات په داسې حال کې ورکوي، چې په یادې ولسوالۍ کې یوه لویشت ځمکه هم په اختیار کې نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

دا ترور کیدای سي چي د شورا نظار لخوا ترسره سوی وي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x