نړۍ

د ترکيې په ګڼو ځنګلونو کې اور لګېدنه؛ «داسې ښکاري، لکه جنګ ځپلې سيمه»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ زمري، ۱۴۰۰ل): له تېرې يوې اونۍ راهيسې د ترکيې په ګڼو ځنګلي سيمو کې لګېدلی اور تر اوسه هم نه دی قابو شوی او اوس هوټلونو، د چکر ځايونو او د عامو خلکو د اوسېدو کورونو ته نږدې شوی دی.

د سیمې خلک وايي، اور په لږه شېبه دومره ډېرې سيمې لاندې کړې، چې ټوله ځمکه او اسمان يې تک سور کړ او د تودوښې درجه يې هم ډېره لوړه کړه.

د ترکيې روم بحيرې او ايچين ساحلونو پر غاړه د مرمريس او شاوخوا ولايتونو په ځنګلونو کې تر سلو زياتو ځايونو کې اورونه لګېدلي، چې له امله يې تر اوسه ۸ تنه وژل شوي او سلګونه نور خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي.

An overview of the wildfires near Oymapinar. [Handout/Maxar Technologies via Reuters]په مرمريس ولايت کې د سکاټ لينډ هېواد يوې ښځينه ښوونکې ايمي هچنسن رسنيو ته ويلي، په يوه شنه ځنګلي سيمه کې ژوند کوي، خو تېره پنجشنبه يې د اور لګېدو له امله خپل کور پرېښود او کله، چې وړمه ورځ د خپل کور لېدو لپاره ورغله، نو د دې اپارټمان سره لا هم اور لګېده.

د مېرمن ايمي په وينا دا سوځېدلي ځنګلونه اوس داسې ښکاري، لکه جنګ ځپلې سيمه.The fires have burned down forests and forced the evacuation of thousands of people. [Erdem Sahin/EPA]

د سيمې اوسېدونکو پر حکومت نيوکې کړي، چې د اور په قابو کولو کې پاتې راغلي دي.

د ځايي خلکو په خبره هر کال په دغو سيمو کې اور لګېږي؛ خو سږ کال نږدې پنځوس زره هکټاره ځمکه د اور خوراک شوه.

ترکي چارواکي وايي، د لومړنيو معلوماتو له مخې دغه اور د ماشومانو د بې پرواهۍ له امله لګېدلی، خو دوی په دې اړه نورې څېړنې هم کوي، چې نور لاملونه يې څه دي.

Flames rise as a wildfire burns near the village of Ziria, near Patras, Greece, July 31, 2021. REUTERS/Costas Baltas

د چارواکو په وينا په ځينو ځايونو کې په قصدي ډول اور لګول شوی او په دې تور يې تر اوسه يو تن نيولی هم دی.

د ترکيې حکومت د دې اور د مړه کولو لپاره له ازربایجان، ایران، روسيې او اوکراين څخه هم مرسته غوښتې ده.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د دفتر د عامه اړيکو مسؤول فخرالدين التن ويلي، د هېواد په ۱۲۹ ځايونو کې اور لګېدلی ؤ، چې تر اوسه ۱۲۲ ځايونو کې قابو شوی دی.

اروپايي ټولنې هم ترکيې ته خپل مرستندویه ډله لېږلې، چې له تېرې يوې اونې راهيسې لګېدلي اور په مړه کولو کې مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x