نړۍ

ملګري ملتونه: دوسلوالو شخړو له امله هره ورځ ۱۵۰۰ خلګ وژل کیږي

انفجار في انقرة (سبتمبر 2011)نن ټکی اسیا: ملګروملتونو ویره ښودلي ده چی نړي کی هره ورځ بی شماره خلګ دوسلوالو شخړو له امله وژل کیږی.

ملګرو ملتونو په جینوا کی دسویس هیواد او ددغي اداري له لوري راغوښتل شوی غونډه کی دخبرو پروخت وویل چی نړي کی دوسلوالو وژنو بازار ګرم دی، هره ورځ بی شماره خلګ دوسلوالو شخړو له کبله  وژل کیږي، دغی اداري ویره څرګنده کړه چی کیدای شي دغه وژني دوخت په تیریدو سره نوري هم زیاتي شي

دغه غونډه چی ورته له ۸۰ هیوادونو څخه له ۴۰۰ څخه زیات استاځي ورته راغلي وو، وویل هره ورځ نړی کی له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان په وسلوالو پیښوکی وژل کیږی.

دسویس هیواد دبهرنیو چارو وزارت له لوری په ورکړل شوی راپورکی ویل شوی دي، په نړی کی دتاو اوتریخوالی پیښي، دډلو اشخاصو او تنظیمونو ترمنځ جګړو څخه رامنځ ته کیږي.

همدارنګه ملګري ملتونه وایی هغه وژني چی دوسلوالو پیښو له کبله په غیرمستقیم ډول رامنځ ته کیږي هغ هم مخ په زیاتیدو دي،  دملګرو ملتونو اداره همدارنګه وایی په نړی کی بیکاری، مسکنت او دنړي ثروت او دارایی دڅو محدودو کسانو لاسونو کی لویدل او په ډیره اسانی دوسلو پیرودل اوترلاسه کول هم دوژنو دزیاتوالی لامل ګرځیدلی دي.

راپور وایی چي ددغو وژنو څلورمه برخه دنړی په ۱۴ هیوادونوکی رامنځ ته شوی ده، او هرکال دوسلوال تاو اوتریخوالي لپاره ۱۶۰ ملیارډه ډالره لګول کیږي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x