نړۍ

کابلوف: په افغان سولې کې د ایران نه شموليت دا بهیر ټکنی کولی شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ زمري، ۱۴۰۰ل): افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوټين ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي، روسيه اندېښمنه ده، چې د واشنګټن او تهران د اختلافاتو له امله ایران د افغان سولې بهير برخه‌وال نه دی.

د ښاغلي کابلوف په وينا که ایران د افغان سولې بهیر کې شامل نه شي، نو دغه بهیر به ټکنی او له ستونزو ډک وي.

دغه روسي ډيپلوماټ زياته کړې، چې پاکستان او ایران د افغانستان اغېزناک ګاونډي هېوادونه دي او د سولې بهير کې مهم رول ادا کولی شي.

ضمیر کابلوف د روسيې په پلازمېنې مسکو کې د افغانستان روان وضعیت په اړه يوې ناستې ته د وينا پر مهال وويل، چې د افغانستان د سولې بهير کې د ایران ګډون اړين دی؛ خو د تهران او واشنګټن تر منځ د سياسي او ايډيالوژيکي اختلافاتو له امله ایرانيان تر اوسه دې ته نه دي حاضر، چې د ستونزو د حل لپاره له امريکايانو سره پر يوه مېز کيني.

نوموړي ويلي، اړينه دا وه، چې د افغانستان د سولې بهیر کې د امريکا، چين، پاکستان او روسيې سربېره ایران هم برخه‌وال وای؛ خو بدبختانه ایران د دې بهیر غړی نه دی، چې له امله يې د سولې روانې هڅې ټکنی کېدای شي.
که څه هم ایران د افغان سولې بهير فعال غړی نه دی؛ خو ایراني چارواکي تل هڅه کوي، چې د افغانستان د ګاونډي په توګه د سولې بهير کې ځان فعال وښيي او د دې موخې لپاره د کابل حکومت چارواکو د سياسي ګوندونو له استازو او طالبانو سره اړيکې لري.

تېره مياشت هم ایران د افغان سياسي ډلو او طالبانو تر منځ د يوې ناستې کوربه و.
امريکا د دې ناستې هرکلی کړی و او هيله يې ښکاره کړې وه، چې د افغان سولې بهير کې بايد د ایران د هڅو پایلې تر سترګو شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زه نه پوهیږم چه کابلوف به فارسی هم روانی خبری کوی او نوم یی هم د رحمان اوف په شان کابل اوف دی کیدی شی کورنۍ یی له افغانستان څخه روسیی ته مهاجر شوی وی، استعماری قدرتونه د هر هیواد د باره د هماغه هیواد سړی کاروی لکه خلیلزاد خو په شکاره د افغانیت ړعوی هم لری او افغان وو مګر اوس یی په نوم او کړنو او کړنو افغانان شرمیږی . به هر ضورت ، د کابلوف دا خبره ( چه ایران هم باید افغان سوله کی فعاله ونډه ولری ) له خیر او شر ډکه خبره ده د… نور لوستل »

قیامت دی

بیانزیه !!! کریدت سه معنی !!! دا اوس دطالب مشران کورونه په ایران کی نسته؟ په سل هاوو کورونی ایران کی اوسی. ایا طالب د ایران سره ارتباط کی نه دی ؟ بلکی دی. ګوره خلګ خبر دی چی سه روان دی نو خبره داده چی تول سره ګد شی او اجماع جوره سی که یو باسی بل خارجوی دا پخپله هغه لمسول دی. ګوره زه دسیاست د نظره وایم نه ګیدی او هوا.

ملا جانان

د صلحي بهیر اوس هم ځکه ټکنی دی چي د کابل ادارې په چوکاټ کي ایران راښکیل دی. که شانګهای تړون په خپل صف کي افغانستان د یوه فعاله لوبغاړي په توګه لیدل غواړي نو باید د ایران حدود د هغه تر سرحدونو پوري په رسمیت ومني. په افغانستان کي ایران هیڅ نفوذ نلري او ښلیلتیا ته یې اړتیا نسته. دا د چاغوري، بامیان او دایکنډي بوچپزو که د صلحي په لاره کي خنډونه جوړول بیا نو مجبوره دي چي اوړه او بوره پر خپلو بامونو باندي وکري او د خپل ژوند ټوله پاته برخي د همدې سیمو په درو… نور لوستل »

قیامت دی

جنابه ته بیده یی ژوره مطالعه نلری هسی احساساتی لګیا یی. ایران نفوذ نه لری دا ته سه وایی؟؟؟ ولی یی نه لری فاطمیون سوک دی؟ محقق خلیلی دانش سوم حمایه کوی؟ دا فرهنګی مراکز سوک جوروی؟ هسی د زانه خبری مه کوه. ایران اوس په سیمه کی نفوذ لری موژ باید له دی نفوذ خخه استفاده وکرو

ملا جانان

محترمه! زه به شاید بیده یم یا به ژوره مطالعه هم نه لرم، خو ته د متن څخه د مفهوم اخیستلو په برخه کي ضعیف یې. ما لیکلي دي چي د کابل ادارې په چوکاټ کي راښکیل دی، یعني فاطمیون، محقق، خلیلي، دانش، فرهنګي مراکز دا ټوله د کابل ادارې په چوکاټ کي لري. دا چي د امریکا د یرغل څخه وړاندي طالبانو د ایران پلوه ملیشو ټولي سیمي ونیولې او د حزب وحدت یوه ډله ورسره یوځای هم سول او پر اسلام قلع بندر باندي راجمع سوي ۳ لکه ایراني لښکر پر ضد یې ۲۵۰۰۰ ځواکونه هم واچول دا… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx