افغانستان

طالبان: په ښارونو کې د خپل ولس د «ژغورنې» لپاره له هرې ممکن وسیلې کار اخلو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ زمري، ۱۴۰۰ل): د هېواد په لویو ښارونو د امریکايي او دولتي الوتکو خونړیو بمباریو او د اشرف غني لخوا د جګړه ییزو اعلانونو په غبرګون کې طالبان وايي، چې د ولایاتو په مرکزونو او لویو ښارونو کې د خپل ولس د ژغورنې لپاره مجبوره دي له هرې ممکنې وسیلې څخه کار واخلي.

د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون مشر مولوي امیرخان «متقي» نن د سه شنبې په ورځ(۱۲ زمري) د هېواد وروستیو حالاتو په اړه خپاره کړي غږیز پیغام کې ویلي، سره له دې چې دوی د سولې پروسې د کامیابۍ «لویه حوصله» وکړه او د دوحې تړون له لاسلیک وروسته یې ۱۴ میاشتې په ولسوالیو او لویو ښارونو بریدونه وځنډول؛ خو په خبره یې مقابل «جهت» تل د جنګ خبرې کړي او د ټوپک په ژبه یې د سوله ییز حل پرضد او روحیې خلاف څرګندویې کړي دي.

نوموړی زیاتوي، له ۱۴ میاشتو صبر او حوصلې او د کابل حکومت له جګړه ییزو څرګندونو او اقداماتو وروسته چې کله د «فتوحاتو» پیل وشو او له ۲۰۰ زیاتې ولسوالۍ طالبانو ونیولې؛ خو د ولایاتو په مرکزونو یې عملیات ونه کړل، ترڅو که «مقابل جهت» د تفاهم لاره غوره کړي او د جګړې مخنیوی وشي.

ملا امیر خان متقي په دغه مرحله کې هم د کابل حکومت تورن کړ چې د تفاهم له دغه «چانس» څخه یې هم ناوړه ګټه پورته کړه او په ولسوالیو یې ناکام تعرضي عملیات پیل کړل، چې په خبره یې کومه ګټه یې هم ورته ونه کړه او د بیلګې په توګه یې په بولدک، دلارام او کروخ ولسوالیو جګړې یادې کړي.

متقي د کابل حکومت لخوا په ښارونو د خونړیو هوايي بریدونو او ملیشه سازۍ وروستۍ هڅې غندلي او څرګنده کړې یې ده، چې له دې اقداماتو داسې ښکاري چې د کابل رژيم چارواکي د تفاهم لاره نه خپلوي او نه هم د ملت او نړیوالو پرېکړې ته احترام لري، ځکه خو طالبان مجبوره دي چې د ولایاتو په مراکزو او لویو ښارونو کې د افغان ولس د ژغورنې لپاره هرډول ممکنه وسیلې په کار واچوي؛ خو دا یې نه دي ویلي چې دغه وسیلې به څه وي.

نوموړي  ددې غږیز کلیپ په یوه برخه کې د ولایاتو په مراکزو کې د طالبانو د دعوت او ارشاد مسئولین، قومی مشران او متنفذین هم هڅولي چې په ښارونو کې پاتې عسکرو او دولتي چارواکو ته په قناعت ورکولو سره هغوی له جګړې او «سرتمبګۍ» څخه منصرف کړي او د بې ځایه وینې تویېدنې مخنیوی وکړي.

ملا امیر خان متقي دغه راز ویلي، هغه ولسوالۍ او سیمې چې طالبانو نیولي له بشپړ امنیت څخه برخمنې دي، د تلفاتو کچه په کې صفر ته راښکته شوې، البته هغه تلفات چې د هوايي بریدونو له امله رامنځته کیږي مسئولیت یې «مخالفینو» ته متوجه ده.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي او دولتي الوتکو له تیرو څو ورځو راهیسې په کندهار، لښکرګاه، تالقان او هرات ښارونو کې د هوايي بریدونو پرمهال ګڼ ملکی اهداف په نښه کړي او خلکو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

تیره ورځ په لښکرګاه کې د آریانا افغان تخصصي روغتون او نن بیا د بست خصوصي پوهنتون هغه لویې عام المنفعه ودانۍ وې چې د هوايي بریدونو له امله د اور خوراک شوې او ترڅنګ یې لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله واووښتله.

د یوناما د راپور له مخې په تیرو ۳ ورځو کې یوازې په کندهار او لښکرګاه ښارونو کې له ۲۰۰ څخه زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون مشر مولوي امیرخان متقي په داسې مهال د کابل حکومت پرضد د هرډول ممکنه وسایلو په کار اچولو اعلان کوي، چې د دوه سوه ولسوالیو له نیولو وروسته طالبانو د ۱۲ ولایاتو مرکزونه کلابند کړي او همدا اوس په کندهار، لښکرګاه او هرات ښارونو کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ شدیدې نښتې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم

په ښارونو کي ستاسي د ولس د ژغورني یوازینۍ ممکنه وسیله موثره دفع هوا نظام دی. چي هغه ونه لرې نو څنګه یې ژغورې؟ درته وایو چي یوازي په هغو ښاري سیمو کي تهاجمي عملیات وکړئ چي د کابل ادارې د پلویانو کورنۍ پکښي میشتي وي. په روانو حالاتو کي د یوه مخه ښارونو نیول د لیوني او احمق غني په ډي سي توپونو او طیارو باندي د ولس د قتل عام کولو په معنا دي. لمړی هوایي ډګرونه او قول اردو ګاني تصفیه کړئ. دا پوستې، ولایتونه او د امنیې قومندانیاني خپله درته تسلیميږي. نور د ټوپک، سقیل او… نور لوستل »

قیامت دی

خدای بنده ولی یو بل سره سره کوی؟ صلحه ته یی را وبوله!!!! دا اوس د کوم مشر او غت خاین اولاد پکشی قتل کیزی هغوی وختی وتلی دی. مه د خدای روی دی خلک د جنګ پر زای صلحی او عفوی ته تشویق کره. ګوره په زوره د چا پلار هم نسی سره سمولای بلکی فقط مرداره به کری. طالب عجیب شه چانس پلاس کی دی هسی د صلحی او عفوی اعلان البته په شرایطو سره وکری. خدای دی وکری چی هر سونه حصه به ددولت خخه نه اخله خو یوازی حل اخر په صلحی کی دی او دا… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx