افغانستان

کابل کې د دفاع وزارت د سرپرست پر کور تر چاودنې وروسته جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ زمري، ۱۴۰۰ل): د کابل ښار په لسمه امنیتي حوزه کې د دفاع وزارت د سرپرست «بسم الله محمدي» پر کور درنه چاودنه شوې او وسله وال کسان د نوموړي کور ته ننوتلي دي.

د کورنیو چارو وزارت که څه هم د پېښې په اړه ډير جزئيات نه ورکوي؛ خو دا مني چې نن ماښآم اته بجې شاوخوا د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند «شيرپور» سیمه کې چاودنه شوې او د کورنیو چارو وزارت ټيمونو سیمې ته ځان رسولی دی.

ورته مهال د طلوع نیوز خبریاله چې د چاودنې سیمې ته تللې وایي، موټربم برید د د دفاع وزارت د سرپرست «بسم الله محمدي» پر کور شوې او وروسته وسله وال بریدګر د نوموړي کور ته ننوتلي دي.

تر دې دمه چا د چاودنې مسئولیت نه دی منلی او نه هم د اوښتو تلفاتو په اړه کره معلومات شته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

دا واقعه د امرالله صالح پر دفتر سوي برید سره ډیر ورته والی لري. کیدای سي دا برید بسم الله حمدي خپله پلان کړی وي. که چیري د کورنۍ نیژدې خپلوانو یا ده ته مرګژوبله پکښي اوښتې وي نو بیا د ده د ښکیلتیا امکانات پکښي کمیږي. اسلامي تحریک باید په کابل کي خپل د چریکي عملیاتو ظرفیتونه پیاوړي کړي. په شمال کي د شورا نظار او جمیعت ګوند اوباشان د سقاویانو مرکزي هستې دي. د اسلامي نظام د تاسیس په لاره کي همدا منافقین تر ټولوستر خنډ دي. د دوئ ځپل د صلحي او امنیت د ټینګښت په معنا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x