نړۍ

اسراییلو خپل ۳ پوځيان د مالوماتو د افشا کولو په جرم نیولي

نن ټکی آسیا (پنجشنبه، زمري ۲مه ۱۳۹۳ل): د اسراییلي پوځ سرچېني خبر ورکوي، چې دوی خپل یو شمېر پوځيان او ولسي وګړي د معلوماتو د افشا کولو په تور نیولي دي.

پر نیول شویانو کسانو تور دی، چې تر رسمي اعلان وړاندې يې په وټس آپ او نورو ټولنیزو وېبپاڼو کې په غزه کې د ټپي شوو او وژل شوو اسراییلي پوځيانو عسکونه خپاره کړي دي.

اسراییلي حکومت کوښښ کوي چې د پوځ د روحیې د لوړولو لپاره خپل تلفات کم وښيي. له هغې وروسته چې اسراییلو په غزه ځمکني عملیات پیل کړي تر دې  مهاله د اسراییلو په وینا ۳۵ عسکر وژل شوي.

د وژل شویو اسراییلي پوځیانو کورنۍ وايي، چې دوی د رسمي اعلام مخکې د وټس آپ له لارې د خپلو خپلوانو پر وژل کېدو خبر شول.

په ټولنیزو وېبپاڼو کې د وژل شوو اسراییلي عسکرو د عکسونو خپریدل اسراییلي حکومت پریشانه کړی.

اسراییلي حکومت پریکړه کړې، چې نور به له هغو عسکرو سره چې د جګړې میدان ته ځي، مبایل پرې نه ښودل شي.

د ګلوبز اسراییلۍ خبري وېبپانې د راپور په اساس، نیولي شوي اسراییلي پوځيانو په شجاعیه کې د وژل شوو اسراییلي عسکرو نومونه او د دوی د تابتونو انځورونه په وټس آپ خپاره کړي وه.

اسراییل پوځ خپل عسکرو ته امر کړی چې په ټولنیزو رسنیو کې دې د وژل شوو عسکرو عکسونو له خپرولو ډډه وکړي.

بل پلو، د اسراییلو پوځ رادیو ویلي چې دوی ځينې ولسي وګړي هم په دې تور چې د مالومات یې افشا کړي نیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx