ټولنیزه برخه

د مور او پلار اطاعت

سيد الرحمان بهير

د انسان لپاره په دنیا کې تر ټولو غټ نعمت مور او پلار دي او تر ټولو زیات حق هم د مور او پلار دی. د اولاد روزنه او پالنه یوه لوی ذمه واري ده دا ځکه چې مور او پلار له خپل شخصي ارام او اسایش نه بې پروا او د خپلو ماشومانو خیال ساتي. اګر که مالي حالت یې هر څنګه وي اولاد ته ښه خوراک او لباس برابروي.

که د داسې غمخوارو حق اداء نشي نو د اولاد لپاره د ډیر افسوس خبره ده. ګرمي وي که یخني مور او پلار خپلو اولادونو ته ښه نه ښه سهولتونه برابروي. تعليم ورباندې کوي او په ټولنه کې ورنه د یو کامیاب انسان جوړولو هڅې کوي.

یو څوک په یوه ښځه باندې مین وو خو د هغې ښځې دغه کس ته وویل زه به هغه وخت تاسره مینه وکړم چې ته د خپلې مور زړه ما ته راوړې. هغه کس همداسې وکړل د مور زړه یې راوویست او هغې ښځې ته یې ورووړ.
کله چې دی په لاره روان و، په لاره کې یې د څه شي سره ډغره وخوړه په دغه وخت کې یې د مور د زړه نه دا اواز راغی چې بچیه ژوبل شوی خو به نه یې؟
وګورئ د مور شفقت ته چې په داسې حال کې هم د خپل اولاد غم ورسره دی. اګر چې دې ظالم ددې زړه هم د سینې نه را ویستلی دی.

په اولاد باندې فرض دي چې د مور او پلار اطاعت وکړي. الله تعالی په قرآنکریم کې داسې حکم کوي:
د مور او پلار سره ښه سلوک کوئ کله چې زاړه شي د هغوی په مخ کې اف قدرې هم مه کوئ هغوی ته تکلیف مه رسوئ.

همدا رنګه په سورت لقمان کې الله پاک انسانانو ته د شکر ایستلو تاکید کړی همدارنګه یې د مور او پلار سره د ښه سلوک کولو تلقین او د هغوی په حق کې ددعا کولو هدایت هم کړی دی.

حضرت محمد صل الله علیه وسلم فرمايي:
جنت د مور او پلار د قدمونو لاندې دی.

مور او پلار د بچیانو په روزنه او پالنه کې څه نه کوي. پلار ټوله ورځ خواري کوي چې بچیان ښه وخوري، ښه واغوندي. مور له پیدايش نه نیولې تر اخر عمره د اولاد خیال ساتي. مور او پلار د اولاد لپاره لوی نعمت دی ددې په قدر هغه څوک پوهیږي چې ددې نعمت نه محروم وي.

په هر حال دا زموږ مذهبي، اخلاقي او انساني وظیفه ده چې موږ د مور او پلار اطاعت وکړو، د هغوی هر حکم ومنو هغوی خفه نه کړو. د مور او پلار په اطاعت دنیا او اخرت ښائسته کیږي. هغه اولاد به څومره خوش نصیب وي چې د مور او پلار اطاعت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد مجاهد همدرد

تاسو ته دې الله اجر ىركړي واقعا ستاسو لیکنې راپورونه او نور مطالب موږ ته تر ډېره تعقیبوو، او پوره ګټه ترې اخلو

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx