ورزش

بنګلدیش د استرالیا پر وړاندې لومړۍ تاریخي بریا ثبت کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۰ل): د بنګلدیش کرکټ لوبډلې په خپل کور کې د استرالیا لوبډلې پر وړاندې د پنځو شل اوریزو لوبو سیریز په لومړۍ لوبه کې تاریخي بریا ثبت کړه.

د بنګلدیش په شیر بنګله لوبغالي میرپور کې ترسره کېدونکې لومړۍ لوبه کې بنګلدیش استرالیا ته د ۱۳۲ منډو کم هدف وټاکه، چې د استرالیا ټوله لوبډله یوازې د ۱۰۸ منډو په جوړولو وسوځېده او د کمو منډو دفاع یې په اسانۍ سره وکړه.

دا د بنګلدیش شل اوریزو کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یاده لوبډله استرالیا ته ماتې ورکوي.

استرالیا غوره توپ اچونه وکړه او د بنګلدیش لوبډله یې په شلو اورونو کې یوازې تر ‍۱۳۱ منډو وساتله، ددوی له لوري شکیب الحسن ۳۶ او محمد نعیم ۳۰ زیاتې منډې وکړې، په ځواب کې د استرالیا توپ اچونکو له لوري جوش هیزلوود ۳ او مچل سټارک ۲ ویکټې واخیستې.

د هدف په تعقیب کې استرالیا پرلپسې ویکټې له لاسه ورکړې، او یوازې د مچل مارش (۴۵) پرته هیڅ لوبغاړی په زیاتو منډو جوړولو ونه توانېده، چې په پای کې يې د ۲۳ منډو په توپير ماتې ومنله.

د بنګلدیش له لوري نسوم احمد ۴، شرف الاسلام او مستفیض الرحمن ۲-۲ ویکټې واخیستې، نسوم احمد په ښه کارکردګۍ د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د یادونې وړ ده چې استرالیا لوبډله به د کوربه بنګلدیش پر وړاندې د پنځو شل اوریزو لوبو لوبلړۍ ترسره کوي، ددوی دوهمه لوبه نن د چهارشنبې په ورځ د اګست په ۴مه نېټه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x