افغانستان

مجاهد: الله اکبر د امریکا د «غلامانو» او «سیکولرانو» شعار نه دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ زمري، ۱۴۰۰ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د الله اکبر شعار د امریکا د غلامانو او سیکولرانو شعار نه دی، ځکه افغان مسلمان ملت له «درواغجنو» شعار ویونکو څخه ویره نه لري.

ذبیح الله مجاهد د کابل حکومت د ځینو چارواکو لخوا پرون او تیره شپه په هرات، کابل او ځینو ولایاتو کې د دولتي عسکرو په ملاتړ د الله اکبر نارو وهلو کمپاین ته په اشارې په یو ټویټ کې ویلي، چې طالبانو تیر شل کلونه تر همدې شعار لاندې د امریکا له «کفري یرغل» سره مبارزه او جهاد کړی او همدا د طالبانو شعار دی.

مجاهد داسې لیکلي: «داسلامي امارت مجاهدینو دالله اکبر ترشعار لاندې شل کاله له امریکايي کفري یرغل او غلامانو سره يې جهاد کړی. دا زموږ شعار دی، دا دامریکايي غلامانو اوسیکولرانو شعار ندی. زموږ ویاړلی او مسلمان ملت له دروغجنو شعارونو څخه ویره نلري، له غلامانو سره به د الله لپاره حساب کتاب کوو.ان شاءالله»

باید وویل شي چې پرون شپه د هرات ښاریانو په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو په هیله د الله اکبر نارې پورته کړې، چې دولتي چارواکو دغه شعار ته د دولتي عسکرو د ملاتړ کمپاین ووایه او تیره شپه یې دکابل په ګډون ځینو ولایاتو کې هم د ورته شعارونو د پورته کولو غوښتنه وکړه.

د طالبانو ترڅنګ د ټولنیزو رسنیو ګڼو فعالانو او ملي شخصتیونو هم د کابل حکومت د چارواکو لخوا د الله اکبر شعار پورته کول یو نمایشي عملل دی.

د فعالانو په خبره د کابل رژیم مشران چې شل کلونه یې د امریکا په ملګرتوب ویاړ او حساب کاوه، اوس د امریکايي مرستو څخه د ناهیلۍ له امله یې د الله اکبر شعار ته مخه کړې، چې هیڅ ګټه نه ورته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

الله تعالی ج په قرآن شریف کي فرمایي چي ایا تاسي به داغسي پریښودل سئ او وبه نه آزمویل سئ. هم دا کانه د کابل رژیم په تاجک مافیا باندي سوې ده. هلته مشران یې نړیوال کافران خپل ملاتړ ته ننګوي او په افغانستان کي د ددوئ ۲۰ کلنو لاسته راوړنو (د کفري قانون او دود ترویج) د حفاظت لپاره خپل هوډ ورته شفیع کوي چي موږ په افغانستان ته ستاسي لخوا راوړي کفر د بقاء تضمینونکې یوازینۍ ډله یو. بلي خوا ته یې هوا داران د خپلو کافرو رهبرانو په ملاتړ د افغانستان د مومنو مسلمانو مقاومتګرو پر ضد… نور لوستل »

احمد

متل وایي ( بعد از ګ ، و ، ز ، زدن چار زانو شیشتن . دا هغه بې حیا څېرې دي چې په هیڅ نه شرمیږي

ګل احمد

دا جمیعتیان او شورانظاریان ډیر بیغیرته خلګ دي. په داسي شرایطو کي که دوئ د الله اکبر شعارونه ورکړي فوراً د خدای په قهر اخته کیږي. دوئ لکه د مدینې منورې منافقن د ژبو حرکت ته تغیر ورکوي او مشابه الفاظ راباسي. مثال: نانه کبیر په داسي ډول ووایي چي نور خلګ یې داسي واوري چي ناره تکبیر. دا نور په جواب کي ورته وایي آله یک بار. اوریدونکي داسي فکر کوي چي الله اکبریې وویل. دا شل کاله د افغانانو د توی سوو وینو حساب درته ګوري، تاسي هم پوهیږئ. ځکه مو د وارخطایي دې ډرامو ته لاس اچولی… نور لوستل »

جاوید

دا محترمین لکه چې اوس پوه شول چې د الله اکبر شعار بې ګټې نه دئ نو یې اوس ورته مخه کړه.
خو بیاهم هر څوک چې هرکله پخپلو بدو پښیمانه شي لا وخت دی او په ګټه به یې وي.

مولوي زاده

په دغو «الله اکبر» ويونکو کي امر الله صالح او ده غوندي ځيني نور هم وه، دوی که رښتيا د موري زامن دي د جګړې په ډګر کي دي د طالبانو په وړاندي ودرېږي.

طوطی

پرون د اشغال خبره وه اوس خلکو ته نباید اجاره ورکړل شی چی د الله اکبر ناره پورته کړی. دا الله اکبر خاص د طالبانو ## لپاره الله نازله کړی. اوس ټول پوهیږی چی دا جنګ د قدرت د حاصلولو لپاره دی کابل، هرات، کندهار او نورو ټولو ښارونو کی الحمدالله خلک ټول مسلمانان دی جوماتونه آباد او لونځونه پکی کیږی نو الله اکبر هم د همدوی حق دی چی ویی وایی. هغو کسانو سره چی خارجیان، ازبکان، چیچنیان، عرب او پنجابیان دی او د جهاد په نوم خلک تیر باسی نور دا حق نلری چی د الله اکبر کلمه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزیn

د تیرو شلو کلو په اوږدو کی خو د امریکا په واسطه جوړی شوی ، تمویل شوی،تجهیز شوی او له امریکا او ناتو قومانده اخستونکی غلامی اداری خو د (( امریکا اکبر )) شعارونه زمزمه کول ، همدغه امرالله ناصالح خو د امریکایی بادارانو د باور او ملاتړ ترلاسه کولو د پاره اسلام یو خیالی او موهومی دین یاد کړو یعنی د (( امریکا اکبر )) شعارونه یی تکرارول، تر دی چه د فرعون به شان د هلاکت کندی د لویدو حالات ورته ځلیږی اوعملی بڼه کی یی ګوری اوس له امریکا اکبرځخه الله اکبر ته سټیرنګ کږوی؟؟ د ځڼکدن… نور لوستل »

طوطی

د طالب تحریک لا جوړ شوی نه وه چی د کابل خلکو هغه وخت پر ضد د روسانو په دریم د حوت پر بامو راووتل او د الله اکبر ناره یی وکړه. د الله اکبر ناره د هر متجاوز او اشغال پر ضد کیږی. اوس چی امریکایی اشغال نشته نو د پنجابی اشغال پر ضد خلک سره متحد شوی او د الله اکبر ناری وهی. د افغانستان په ټولو لویو ښارونو کی دا ناره د خلکو لخوا جګه شوه اوس هغه وخت ندی چی طالب فکر کوی چی خلک ټول له دوی څخه حمایت کوی طالبان باید ځان پوه کړی… نور لوستل »

عبدالرقیب

اصلاً د الله اکبر دا نعرې د کابل رژیم د بدمرغه سیوري لاندي د کاذبي ډیموکراسي او د بیان د ازادي ناوړه وضیعت و افغانانو او ټولو نړیوالو ته څرګندوي. ددې نعرو څخه په اثبات رسیږي چي په کابل او هرات کي یوازي تاجک مافیا (شورا نظار + جمیعت + ستمیان) د سیاسي فعالیتونو اجازه لري، پر بل چا باندي د بیان ازادي او سیاسي فعالیت حرام دی. ځکه چي په دې ښارونو کي چي کله هزاره ګانو لاریونونه وکړل، قتل عام سول، کله چي پښتنو لاریونونه وکړل، قتل عام سول. یوازي همدا خلګ دي چي کله د وسلو سره… نور لوستل »

قیامت دی

یو وخت می یو غت د حکومت بلا ته وویل چی پر دا فلانی زای مو ولی د کرزی نوم کیشود؟ ده راته وویل په همدی کی مو ګته وه. اوس هم خبره د اسلام او د الله اکبر د اهمیت نه ده بلکی خبره دقدرت ده . د امرالله صالح چی په زرهاوو پشتانه ی قتل، بندیان یا امریکا ته په لاس ورکرل الله اکبر عظیمه کلیمه دی ظالم ته بل کم ارزشت ولری. داه هغه مردار مخی دی چی هسی د پاکستان په ضد شعار محضی اولس غولوی. طالب پاک نه دی دا هم هسی د غلام چیچی… نور لوستل »

Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx