افغانستان

تخار: د بهارک ولسوالۍ امنیه قومندان په تالقانو کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ زمري، ۱۴۰۰ل): د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په مرکز تالقانو کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د بهارک ولسوالۍ امنیه قومندان نورمحمد اسماعیلي وژل شوی دی.

د تخار امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر ددې خبر په تایید سره ویلي، چې قومندان نورمحمد اسماعیلي تیره شپه د تالقانو اړوند «بولک اورته بز» سیمه کې د طالبانو تر برید لاندې راغلی دی.

نوموړی زیاتوي، په دغه برید کې قومندان نورمحمد وژل شوی دی او یاد کلی هم طالبانو نیولی دی.

په ورته مهال د تخار د ولایتي شورا غړو رسنیو ته ویلی، چې د طالبانو له برید سره سیمه ییز پاڅونوال له «بولک اورته بز» او «آس» کلیو څخه مرکز تالقانو ته تښتېدلي او یاد کلي د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ددې خبر د تایید ترڅنګ ویلي، چې قومندان نورمحمد یې له ۷ ساتونکو سره یوځای د ماین په چاودنه کې وژلی دی.

باید وویل شي چې د تخار ولایت بهارک ولسوالۍ یو میاشت مخکې طالبانو نیولې، چې له هغې ورځې راهیسې یې ولسوال او امنیه قومندان د تخار د ۱۶ نورو ولسوالیو د پرسونل په څېر تالقانو کې اوسیږي؛ خو په دولتي تشکیل کې لاهم د برحاله ولسوال په څېر امکانات ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جاوید

سیمه ایز پاڅونوال یا د غلو نوی ټبر؟

مجاهد

زه هم دا وایم چه غلو او وحشی اربکیانو ته ( که څه هم په نظامی یونیفورم کی نه وی ) د (سیمیز پاڅونوالو ) سبیڅلی نوم ورکول د دوی وزن زیاتوی ( وحشیان سپک عناصر دی ) او پاڅون تل مثبت اړخ لری لکه د طالب مجاهدینو ملی پاڅون او داسی نور کفار تل هڅه لری چه زموږ د اسلامی او ملی سپیڅلو اصطلاحاتو ناوړه ګته واخلی هم دغه اصطلاحات خیرن خچن کړی او هم پری خلک خطا باسی د وحشی داعشیانو له جوړولو وروسته یی هغوی ته د خلافت نوم خولو کی ورکړو چه دوی د خلافت غوښتونکی… نور لوستل »

قیامت دی

اربکیان لکه طالبان په ظلم کی یی چندان فرق نشته دی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x