افغانستان

لښکرګاه: د حکومت توپچي برید د زرګرانو سوپر مارکیټ ویجاړ کړی/ ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ زمري، ۱۴۰۰ل): په لښکرګاه ښار کې‌ د‌ طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ د جګړې په دوران کې حکومت په یاد ښار کې د زرګرانو په نوم یو سوپر مارکیټ په درنو وسلو ویشتلی.

سیمه ییزې سرچینې وایي، نن سهار د لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې دولتي عسکرو د زرګرانو په نوم یو ستر مارکیټ په درنو وسلو وویشت چې له امله یې د مارکیټ دننه اورلګېدنه رامنځته شوه او زیاته برخه یې له منځه ولاړه.

حکومتي مسئولینو که څه هم تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي، خو حکومتي الوتکو تېره ورځ په لښکرګاه ښار کې د بست خصوصي پوهنتون څنډې بمبار کړې او تر هغه وړاندې یې د اریانا په نوم یو خصوصي روغتون باندې هوایي برید وکړ چې له امله یې د یاد روغتون زیاته برخه ویجاړه شوه.

دغه بمبارۍ داسې مهال دي، چې په یاد ښار کې د طالبانو او حکومت تر منځ درنه جګړه روانه ده او طالبان توانېدلي چې د هلمند امنیه قومندانۍ ته ځان ورسوي.

دمګړۍ طالبان د امنیه قومندانۍ دننه له عسکرو سره په جګړه بوخت دي‌ او جګړه د ولایتي شورا ودانۍ ته په لنډه فاصله کې روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل احمد

د هلمند ځوانان په لاس په لاس جګړه کي غښتلي دي. انشاء الله پر ## دښمن باندي به بریالي دي. الله دي دوئ او عام وګړي په خپل امان کي وساتي

قیامت دی

د خدای بنده د مرتد حکم مه کوه اوس دواره مسلمانان دی. دواره د قدرت لپاره جنګ کوی البته مشران یادوم او تا غوندی بی چاره هسی نفس ختلای. مسلمانان سره وزنی کافر دی خپل دیدن کوی. خدای دی هدایت درته وکی. مه وژنی مه وژنی دواره مسلمانان یاست دواره ورونه یاست.

منیب احمدزی

شکر چې حساب او کتاب شته یوه ورځ به دا ټول ظالمان د الله حضور ته دریږي

الحاج استاذ بیانزی

امریکا په هره هډه په بیلونو خرڅ کړی او په ځانګړی ډول د باګرام په هده یی به بیلونو خرڅ کړی او لویه ساحه یی لاندی کړی وه لکه شارګوټی په کچه نظامی مجهزه هډه وه د باګرام هډی ستراتیزیک مرکزونه او ماشین الات یی ( د شلو کلو لاسته راوړنی یی ) کبار کړی . اوس د غلامانو به واسطه به فتح شوو ولایتو او ولسوالیو او یا هغه چه د فتح کولو حال کی دی د هوایی او توپچی قوو په واسطه هڅه لری چه د شلو کلو لاسته راوړنی ونړوی تر څو افغانان تری استفاده ونه کړی… نور لوستل »

قیامت دی

بیانزیه! د حکومت مه شوره هغه په فساد کی غرق دی. خبره د طالب کوه چی دی د سری زوی شی. خپل تاسیسات مه ورانوی. مکتبو ته اجازه ورکری، خلک مه وژنی، د خلګو پّ کورو مه ننوزی. ماته دواره سخت ظالمان شکاری زکه ددواره ظلم می لیدلی دی.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x