افغانستان

د ګل آغا شیرزي په مشرۍ کندهاري مشران په کندهار ښار کې د جګړې د بندولو هڅې کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ زمري، ۱۴۰۰ل): د کندهار ولایت یو شمېر قومي مشرانو او سیاسیونو د افغانستان او په ځانګړې توګه کندهار ښار له جګړې څخه د ژغورلو په خاطر مشورتي ناسته کړې ده.

دغه مشورتي ناسته چې تیره شپه د پخواني ولسمشر حامدکرزي په کور کې د نوموړي په بلنه ترسره شوې، په ترڅ کې یې د کندهار په روان سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې او بحثونه شوي دي.

په دغه ناسته کې پرېکړه شوې چې د ناستې ګډونوال به د ګل آغا شیرزي په مشرۍ کندهار ته ځي، له قومي مشرانو او متنفذینو سره مشترکې ناستې ترسره کوي او هغوی به طالب مشرانو ته د خبرو لپاره ورلیږي.

دوی به هڅه کوي چې د کندهار ولایت د خوندیتوب او جګړې څخه د ژغورلو په خاطر طالبانو سره خبرې وکړي او یو منځلاری حل ورته راوباسي.

دا په داسې حال کې ده چې په کندهار کې د طالبانو والي حاجي محمدیوسف وفاء تردې وړاندې هم د کندهار ولایت دیني  عالمانو او قومي مشرانو ته له جګړې څخه د کندهار ښار د ژغورلو په خاطر پوره واک ورکړی ؤ؛ خو د کندهار والي روح الله خانزاده د قومي مشرانو وړاندیز څخه غاړه غړولې وه او ټینګار یې کاوه چې په څو ورځو کې به د پوځي طاقت له لارې د کندهار ښار مسئله یو طرفه کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

د اولنو متل دی چي: نیستي سوه د سړو د اویا کلو ملک سو بلو وایي چيد ټوپکیانو په شپو کي چي دی ښاغلی د کندهار والي وو نو د یوه سړي ښځه د یوبل سړي سره وتښتیدل. د ښځي میړه والي صاحب چل آغا شیرزي ته عرض وکړ. نو والي صاحب هغه سړی هم راوغوښتی چي ښځه ورسره تښتیدلې وه. یوه ویل چي زما قانوني میرمن ده باید زه یې بوزم. بل ویل چي زما سره په رضا تللې ده. هغه د ده سره نه ده خوشحاله. شیرزي صاحب چي فکر وکړ چي دا خو خورا سخته قضیه ده.… نور لوستل »

تور سپین

بلدزره! که دى کندهار بيله جنګه او تخريبه تر سپين بيرغ لاندى راوستى او په خپل لاس دى سپين بيرغ پر ولايت ورپاوه نو دکندهاريانو سينه غټه ده ستا خطاوى او د اشغالګرو سره مرسته به هم در وبخښى او د امن کارت به تر لاسه کړى. او د خاڼى زادى د جنګ سورنا به هم بنده سى. او يوه سپينه کودتا په کندهار کى وکړى. او دا نسخه به نور ولاېاتونه هم کاپى کى.او کندهار به يو مثال سى. او د جنګ ټغر به ډير ژر ددى خاورى څخه ټول سى. الله پاک مو په دى کار کى مرستندويه… نور لوستل »

مولوي زاده

تر ګل آغا او کرزي لوي مردارخواره نسته او دا نور د دوی د ډلي کسان دي. دا کسان د کندهار خبره لا خرابوي. ښه داده چي د خلکو له اصلي مخورو، يعني بې طرفو علمای کرامو، د مساجدو سپین ږيرو او مشرانو او هغو پوهانو څخه چي د امريکې په ناولتياوو نه دي ککړ سوي د کندهار ولايت د اهل حل و عقد شورا جوړه سي. دوی چي څه لازمه ګڼي طالبان يې ورسره ومني او بيا په کندهار او کابل کي د حکومت د خلکو سره خبري وکړي او قناعت ورته ورکړي اولازمي کړني ترسره کړي والسلام

تور سپین

کرزيه او بلدزه يوه دکندهار کى زړه د نانواتو طريقه هم سته هغه دا چه لونګوټى په غاړه کى واچوى او د کندهار د صالحه علما او مشرانو سره ،( په دى چه تاسى دى خاورى او خصوصأ بيا کندهار ته دومره خيانت کړى دى چه د عفى نه ياست ، نو يو دى قرقلى او بل دى رخچينه په خوله کى و نيسي )يوځاى د امارت کندهار والى صاحب ته ورسى. د امن د کارت غوښتنه وکړى او نور مشران به د صلح خبرى ورسره وکړى. کږه غاړه څوک نه پرى کى.

الحاج استاذ بیانزی

زما نظر هم دا دی ، د هغه شیرزوی به لاس د قندهار د مخورو او مشرانو سره خبری کول چه کله دی د قندهار والی وو د هلک سره یی علنی واده وکړو او څو ورځی یی د واده میلمستیا دوام درلود او د امریکا د مشرانو یا لمړی درجه غلامانو کی دی یعنی د کرزی، غنی او داسی نورو سره یی نوم یوځای لیکل شوی. تر اخری کچی وحشت ییی کارولی هغه باید محاکمه شی مګر په دی واسطه شیرزوی دوه کاره کوی لمړی : که طالبان د بریا خواته روان وی د قندهار خلک هم طالبان خوښوی… نور لوستل »

طوطی

ښارونه باید چی ټول آرامه او اباد وساتل شی هم د حکومت لخوا او هم د طالبانو لخوا. خلک مجبورول هجرت دا بله ستره ګناه ده که حکومت یی د بمبارد په وسیله مجبوره وی او که طالب د هغوی په کورونو کی ځای نیسی او ههاجرت یی مجبوری وی فکر کوم چی دا خورا ضد اسلامی عمل دی. اوس چی اشغال ختم دی نو ولی دا وړې مسلی په خبرو نه حل کوی ځینی بی وجدانه هم په حکومت کی او هم په طالبانو کی خپل معشیت او ژوند په جنګ کی وینی باید د هغوی مخونه ور تور… نور لوستل »

عبدالرقیب

که د طالبانو د والي پر ځای زه سم او ګل آغا را ته ووایي چي راسه د کندهار ښار درته تسلیم کړم. زه به ورته ووایم چي اوس دي یو څو میاشتي لا د خانزاده په لاس کي وي د روژې په میاشت کي به بیا سره ګورو. دا ځکه چي کله طالبانو په تخته پل کي ده ته د کندهار ښار تسلیماوه نو د روژې مبارکه میاشت وه. چي کله د طالبانو چارواکي ورته راغلل، د ده لګیدلی سګریټ په لاس کي وو او د دوئ په مخ کي یې څکوئ. بیا یې په ښار کي د فاحشو… نور لوستل »

محمد نعیم

کیدای سي چي د خپل ورور جنرال ګلالي په نیابت د کندهار هوایي ډګر او قول اردو د کندهار ښار په بدل کي ورته وسپاري. طالبان چي د کندهار هوایي ډګر او قول اردو لاس ته راوړي. دا چارسو و څلور بازاره خو اوس هم د دوئ پر مخ خلاص دي. یو د بیرغونو خبره ده دا تور سور و زرغون بیرغونه په سپین رنګ واوړي نو ښار به هم یو څه ښایسته سي. یو پر ولایت باندي به هغه غټ بیرغ ورپریږدو چي هغه تیر والي خوارکي ډیره خرچه پر کړې وه (د جامع عمر پیسې یې پر وهلي… نور لوستل »

عبدالرقیب

ښآغلی چل آغا او موږک (تادین خااااااااااان) په ظاهره د کرزي پر کور د صلحي د هڅو لپاره راغونډ سوي وه خو اصلاً کندهار ته د غني د ایجنډا سره راغلي دي څو زړو ټوپکیانو ته نوي وعدې ورکړي او وسله وال اماده کړي چي سپین بولدک ونیسي. موږک و تخته پل ته هم تللی وو او هلته یې د بولدک د نیولو لپاره د ځینو خلګو څخه مرسته غوښتې وه. کرزی صاحب خو په کابل کي د فامیل سره د شورا نظار او امنیت ملی یرغمل دی. د هغه څخه نه موږ ګیله لرو اونه هم د کومي ښیګڼي… نور لوستل »

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x