
طالبانو په کابل کې د دفاع وزارت د سرپرست پر میلمستون د برید مسئولیت په غاړه واخیست
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ زمري، ۱۴۰۰ل): طالبان وایي، پر ولس او عامه تاسیساتو د بمبارۍ او د حکومت د نورو «جنایتونو» په غبرګون کې یې د دفاع وزارت د سرپرست پر کور برید کړی او دولتي چارواکو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
تېر ماښام اته بجې شاوخوا د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند «شیرپور» سیمه کې د بسم الله محمدي پر میلمستون لومړی موټربم برید وشو او تر هغه وروسته وسله وال میلمستون ته ننوتل او څه باندې څلور ساعته یې له دولتي عسکرو سره مقاومت وکړ.
د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه موټربم او وسله وال برید د څو تنو سرتېرو بریدګرو له لوري داسې مهال ترسره شوی چې د دفاع د سرپرست وزیر په کور کې مهمه غونډه روانه وه.
د اعلامیې له مخې په برید کې حکومتي لوري ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي.
د طالبانو د اعلامیې له مخې، یاد برید د عامه تاسیساتو او ړندو بمباریو غچ وو، او دوی به تر دې وروسته د « د اشغالګر او کورني دښمن د جنایاتو په وړاندې بې تفاوته پاتې نشي او پخپل ټول قوت به يې په وړاندې ودریږي.»
ورته مهال کورنیو چارو وزارت بیا که څه هم د پېښې په اړه ډير جزئيات نه وړاندې کوي، خو دا مني چې د تېرې شپې په برید کې اته تنه وژل شوي دي.
د کابل ادارې د دفاع وزیر په مقر او مهمه غونډه استشهادي برید دښمن ته درانه تلفات واړول https://t.co/mznuxmeaDZ pic.twitter.com/jGO80QKY1z
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) August 4, 2021
کورنیو چارو وزارت د بریدګرو شمېر څلور تنه یادوي او ادعا لري چې په یاد برید کې اته تنه وژل شوي او شل تنه نور ټپيان دي، چې ټول یې ولسي وګړي دي.
د کابل حکومت مشر «اشرف غني» یاد برید غندلی او د طالبانو جګړه یې «ناروا» بللې ده.
یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د تړون له لاسلیک وروسته دا لومړی ځل دی چې طالبان په پلازمېنه «کابل» کې موټربم او ډله ییز برید ترسره کوي.
ولاکه چي ولي دا د هري کاسې لاندي نیم کاسه راوخیژي. د نیم کاسي لاندي ښاغلی ذبیح الله مجاهد صاحب پټ وي. په دې خبره مو سرنه خلاصیږي
ګل احمد صاحب ستا نوری تبصری خو سمی وی دا ولی ناسمه او مبهمه معلومیږی تاسی بدل شوی او که د ګل احمد نوم هاک شوی بل څوک یی د نوم لاندی ګډی وډی لیکی ؟ په هر صورت ، لمړی مو د الله ج نوم په ( ولا ) بدل کړی چه کفر دی ( مګر هغه چه اشتباها وی ) ، دلته د کاسی او نیم کاسی خبره بی ربطه خبره ده او بیا مجاهد راختل څه معنی لری لکه خوب کی غیر ارادی او بی ربطه خبری کوی یوه ثانیه کی د غرونو او بله شیبه کی… نور لوستل »
دا یقیني خبر ده چې طالبانو له زغم او صبر څخه کار واخیست. خو اوس یی د انتقام وخت راغلی دی.
خبره دلته مشکوکه ده چي ټول وژل سوي وګړي لارویان دي. وسلوال ستره چاودنه کوي او کور ته یې داخلیږي په داسي وخت کي چي بسمک او د ده فامیل هم په کورکي نه وي او په ګاونډ کي یې فوزیه کوفي هم د خپله کوره وتلې وي او د ده د تعمیر ګارډان فقط سطحي زخمیانیږي. امارت باید خپل د کابل ښار د چریکي عملیاتو مسئولین ټوله یا د دندي ګوښه کړي او یا یې نورو سیمو ته تبدیل کړي. چي د هم نژاده او هم ژبي لحاظ کوي او د خپلو مشرانو په سترګو کي خاوري ښندي. په… نور لوستل »
تاجیک هوشاران دی دا زموز لا سری نه دی. خپل پشتون ورور درته وژنی. همدا اوس تاسو وګوری چی په چریک کی اکثریت پشتانه وژل کیژی. سرتمبه خلک یو. ## هم همداسی
قیامته وروره دلته خبره د هوښیاري نه ده د قرباني ده. #ځیني# تاجک که پردي پر ځان شیدا کوي، د خپلي مور، خور، لور او ماینې عزت ورته قرباني کوي. پردي خارجیان یې د موزو سره خپلو مسجدونو ته نه دعوتول او د کفر د نجاست سربیره یې قرآن ریفونه په لاس نه ورکول (ویډیووي یې اوس هم په یو ټیوب کي پرتې دي). موږ په خپل منځ کي یوه خوږه خبره هم بل ته نه کوو. په خوږه او مناسبه خبره خو د چا د جیبه څخه هم څه نه ځي. پښتانه یوه قبایلي ټولنه ده او د اتحاد… نور لوستل »
که دبشر دوښمنان او د بشر قا تلان په خپله وعده و نه دریږي طالبان د له کلیو څخه جنګ ښاروته بوزي !
ویل کیزی چی د بسم الله یوازی د ارګ د چمن د شنه کولو لپاره دیرش میلیونه افغانی تخته کری وی. کاش دغه ظالم مو ورک کری وای.