روغتیا

نړۍ کې د کرونا مثبتې پېښې له ۲۰۰ ملیونو پورته شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۰ل): د کرونا وبا له پېل راهیسې په ټوله نړۍ کې مثبتې پېښې په داسې حال کې له ۲۰۰ ملیونوڅخه پورته شوي چې یو ځل بیا دغه ساري ناروغي د نړۍ په ځينو برخو کې د چټک خپریدو په حال کې ده.

د کرونا ویروس د احصائیو ویبپاڼې Worldometres د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د کووید-۱۹ ناروغۍ مثبتې پېښې له ۲۰۰ ملیونو پورته شوي دي، په داسې حال کې چې له یادې وژونکې ناروغۍ څخه ۴ ملیونه او ۲۵۹ زره ناروغان مړه شوي دي.

د یادو پېښو له مخې تر ټولو زیات د امریکا متحده ایالتونو هېواد اغیزمن شوی چې ۱۸ سلنه ناورغان له یاد هېواد څخه دي، په دوهم نمبر هندوستان دی چې د کرونا ناروغانو مجموعې څخه ۱۵ سلنه ناروغان په دغه هېواد کې اغیزمن شوي دي، خو د مړو لحاظ سره برازیل ډیر اغیزمن شوی چې له ۶۸۰ زرو زیات کسان یې وژلي دي.

په تېرو څو ورځو کې جاپان، تایلنډ، امریکا، انګلستان، ایران، چین او ځینې نور هېوادونه یو ځل بیا د کرونا مثبتو پېښو نېولي دي، د حیرانتیا خبره داده چې دغو هېوادونو تر ټولو زیات خپل نفوس واکسین کړي دي.

خو د انګلستان روغتیا وزارت وړمه ورځ ویلي وو، په هغو سیمو کې چې خلک یې بشپړ دوه دوزه واکسین شوي د کرونا مثبتې پېښې ۶۰ سلنه کمې شوې دي. د امریکا ولسمشر جوبایډن هم اعلان کړی و چې هر هغه امریکایي چې واکسین ولګوي سل ډالره جایزه ورکوي.

که څه هم د نړۍ په شاوخوا کې د کرونا ضد واکسین په چټکۍ روان دي، ددغې ساري ناروغۍ بېلا بېلې بڼې دغه بهیر ټکنی او له ستونزو سره مخ کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي هغو کسانو ته خبر ورکړی چې د کرونا واکسین یې بشپړ کړي وي، باید واټن مراعات کړي او ماسک وکاروي، ځکه چې دوی هم د ویروس په انتقال کې مرسته کولی شي.

ددوی په وینا د کووید-۱۹ ډیلټا بڼې پر وړاندې د یو شمېر واکسینو اغیز کمزوری دی، او ددې مخنیوي لپاره باید هغه خلک چې کمزوري واکسین یې لګولي وي دریم دوز هم ولګوي.

د یادونې ده چې د کووید-۱۹ ناروغۍ څخه د روغ شویو کسانو شمېر له ۱۸۰ ملیونو زیات دی، او اوسمهال شاوخوا (۱۶) ملیونه خلک له دغې ناروغۍ کړیږي.

د ارقامو له مخې، امریکا کې تر دې دمه له ۳۶ ملیونو زیات خلک له کووید-۱۹ ناروغۍ څخه اغیزمن شوي، او ۶۳۰ زره مړه شوي دي، دغه راز په هند کې د مثبتو پېښو شمېر نږدې ۳۱ ملیونو ته رسیږي او ۴۱۰ زره کسان د مرګ خوراک شوي، په داسې حال کې چې برازیل کې ۱۸ نیم ملیونه مثبتې پېښې او ۶۸۰ زره کسان مړه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x