نظــر

الله اکبر او یوه تاریخي خاطره

عادل عادل

د ۱۳۶۴لمریز کال په وروستیو او ۱۳۶۵ کال په لومړنیو میاشتو کې چې دا مهال زمونږ ګران هېواد د نن په شان د وخت د وحشي روسانو تر مستقیم اشغال لاندې و او د افغانستان ګوټ ګوټ کې د ولس مقاومت زور اخستی و چې په جنوبي ولایاتو کې د روسانو یوه فوځي هیليکوپټر چې روسي جنرالان او فوځي مشاورین پکې سپاره وو او د یوه نظامي ماموریت په خاطر ډیورن کرښې ته څېرمه د سروې لپاره راغلي وه د مجاهدینو تر برید لاندې راځي او په یوه غرنۍ سیمه کې بیړنۍ ناسته کوي، د هلیکوپټرې روسي سپرلۍ په تېښته لاس پورې کوي او مجاهدین یې تعقیبوي تر څو یې ژوندي ونیسي خو هغوی د ډیورنډ کرښې هاخوا قبایلي سیمو ته په تېښته بریالي کیږي او د مجاهدینو له تعقیب سره هم مهاله د پاکستاني فوځیانو له لوري روسي جنرالان د مجاهدینو له منګولو ژغورل کیږي او په خپل کنټرول کې یې اخلي.

زه چې دا وخت د مجاهدینو په راډیو کې په رسنیز جهاد بوخت وم له یادې پېښې څخه سیمه يیزو مجاهدینو خبر راکړ تر څو له پاکستاني مقاماتو سره اړیکه کې شو او د مالوماتو غوښتنه ځینې وکړو، مونږ له پاکستاني مقاماتو سره اړیکه ټینګه کړه او د پېښې جزیات مو ترې وغوښتل هغوی په ځواب کې یو فلم راته وسپاره چې د روسي جنرالانو د نیولو سیمه او د کونړ د مجاهدینو له لوري د روسي جنرالانو د تالاشۍ لنډه صحنه پکې عکاسي/ریکارډ شوې وه.

عجیبه صحنه خو دا وه چې د افغان مجاهدینو له خوا د تحقیق او تلاشۍ پر وخت د روسي جنرالانو په جیبونو کې د یاسین شریف یوه یوه جیبي نسخه موندل کیږي.

له دوی څخه مجاهدین د پاکستاني ترجمان په مرسته پوښتنه کوي چې تاسو څرنګه یاسین شریف په جیب کې ګرځوئ، په داسې حال کې چه تاسو د قرآنکریم له پیروانو سره په جګړه بوخت یاست؟ دوی په ځواب کې وایي چې “دا خو الله اکبر دی”مجاهدین پوښتنه ترې کوي چې تاسو خو په الله اکبر عقیده نه لري! دوی په ځواب کې وایي چې “دا الله اکبر له بزمچیانو (مجاهدینو) سره وي او کله چه موژ په بزمچیانو برید  کوو د مخامخ کیدو په حالت کې بزمچیان الله اکبر وایي او ددې نارې په اوریدو سره موږ خپل مورال له لاسه ورکوو او په نتېجه کې له درنې مرګ ژوبلې سره مخامخ کیژو”

روسي جنرالان زیاتوي چې “موږ په افغانانو هیڅ رحم نه دی کړی، موږ په نظامي لحاظ ټول فورمولونه او تکتیکونه کاروو ،موږ هدفي سیمه د هوایي ځواک په مټ بمباروو، بیا یي د ټانکونو په مټ په توپونو  ولو، په دې تخمین او دقیقه محاسبه چې هلته نور بزموچیان څه چې هېڅ ژوی (زیروح) ژوندۍ نه دی پاته، وروسته پلي (پیاده) عسکر سیمې ته داخلوو تر څو د قتل شوو کسانو وسلې راټولې کړو خو کله چې سیمې ته داخلیږو سپیره سپیره کسان له کنډوالو څخه سرونه راپورته کوي، الله اکبر وایي او په مونږ بریدونه کوي چې دا کار د ټولو نظامي فورمولو مخالف عمل دی، په نظامي لحاظ هیڅوک هلته باید ژوندي نوي پاته ولې ګورو چې ژوندي وي او په موږ بریدونه کوي، یاد وضعیت مونږ په حیرت کې اچولي او هومره اندېښمن یو چې  د اعصابو په رنځ یې اخته کړي یو چې دا څرنګه ممکنه ده چې دا کسان دې ژوندي پاته وي”

دوی زیاتوي چې “موژ له خپلو کمونستو افغان ملګرو پوښتنه وکړه چې دا الله اکبر څه شی او څوک دي؟”
روسي جنرالان وایي“موږ ته کمونستو افغاني ملګرو وویل چې مجاهدین په الله اکبر باور او عقیده لري او د ضرورت په وخت کې خپل خدای ته د الله اکبر په نامه غږ کوي او مرسته ورنه غواړي” نو دوی وایي چې“موږ له خپلو افغاني همکارانو وغوښتل چې مونږ ته هم دا الله اکبر پیدا کړي هماغه و چې دا واړه واړه کتابګوټي یې راته راوړل او مونږ یې په جیبونو کې ګرځوو تر څو د بزمچیانو (مجاهدینو) له بریدونو  بچ پاته شو”

دا دقیقاً هغه مهال و چې په پاکستان کې افغان مهاجرین او مجاهدین د پاکستاني پولیسو څخه تر پوزې راغلي وو او غوښتل یې افغان مهاجرین له پاکستان څخه وشړي، د پا کستان په هره برخه کې پولیسو د افغان مهاجرینو تنګول زیات کړي و، هر ځای به پولیسو افغان مهاجرین درول، جیبونه به یې ورباندې تالاشي کول د چاسره به چې څه روپۍ وي، هغه به یې ورڅخه واخیستې او که به یې له چاسره څه پیدا نه کړل نو هغه به یې په موټرو کې اچول او تاڼو ته به یې وړل.

په دې وخت کې د پاکستان د سیاسي احزابو دریځ د مهاجرینو په وړاندې له خورا نفرت او کینې څخه ډک و، نشنلیانو او چپي پاکستاني ګوندونو د خاین او کمونست نجیب # په لمسون د “All Parties Conference” د ټولو سیاسي ډلو د کنفرانس د دایرولو په کوښښ بوخت و تر څو یې په مټ داسې یوې پرېکړې ته لاره هواره کړي چې نور افغان مهاجرین نشو زغملای او باید مهاجرین زموږ له خاورې څخه ووځي او اساسي علت یې هم دا و چې دا وخت د کابل د لاسپوڅې ادارې مشري د نجیب # په غاړه وه او د نننۍ پښتونخوا نشنلیان او ځینې نور چپي ګوندونه یې هڅول تر څو په پاکستان کې میشتو مهاجرینو ته جدي ستونزې جوړې کړي.

د رسنیز ډګر د مجاهدینو په نوښت یاد فلم په اردو او پښتو ژبو دوبله او د پاکستان د وخت ولسمشر ضیاءالحق ته ولېږل شو او غوښتنه ترې وشوه تر څو یاد فلم د “All Parties Conference” له لارې سیاسي تنظیمونو ته وښودل شي تر څو د افغان مهاجرینو او مجاهدینو له ځورولو لاس واخلي، پاکستاني ولسمشر له موقع څخه استفاده وکړه د ټولو سیاسي تنظیمونو غونډه یې راوبلله او د ګوډاګي نجیب او پاکستاني نشنلیانو هڅې یې په باد لاهو کړې.

همدا فلم ضیاءالحق ته وښودل شو، هغه د ټولو ګوندونو مشران راو غوښتل او د یوه کنفرانس تر نامه لاندې یې یاد فلم هغوی ته وښود، ددې فلم په لیدو سره هغه منفي نظر چې د مهاجرینو په هکله موجود و په مثبت نظر بدل شو او پاکستانیانو دا ومنله چې د افغانستان جهاد په حقیقت کې له پاکستان څخه دفاع هم ده او دا روسي جنرالان دې سیمې ته د چکر لپاره نه و راغلي بلکه دوی د سیمې د سروې لپاره راغلي وو تر څو خپل راتلونکي پروګرامونه هلته پلې کړي.

وروسته له دې جریان څخه پاکستاني ولسمشر د یوې تلویزیوني وینا په ترڅ کې پاکستاني ولس داسې مخاطب کړ:“غواړم یو حقیقت درسره شریک کړم د پاکستان نفوس ۱۴۰ ملیونه او په پاکستان کې د افغاني مهاجرینو شمیره د څلور ملیونو په خوا اوشاکې ده، که دا ټول مهاجرین د پاکستانیانو میلمانه شي نو هرو ۳۵ تنو پاکستانیانو ته یو تن میلمه په برخه رسي آیا دا به ډیره بې غیرتي نه وي چې۳۵ تنه یو تن میلمه ونشي پاللۍ همغه و چې وضعه په مکمله توګه بدله شوه او په مهاجرینو څه آسانتیا راغله”تقبله الله.

پورته تاریخي خاطره د کابل د ګوډاګۍ ادارې له خوا د الله اکبر تر رسنیز کمپاین پورې رایاده شوه او په دې توګه یې  له درنو لوستونکو په تېره بیا نوي نسل او ځوانانو سره شریکوم تر څو د الله اکبر اهل وپېژني او د یو درځن کمونستو، مفسدو، خاینو او شریرو عناصرو دوکه ونه خوري، فاعتبروا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

ضیا‌ءالحق شهید یودالله رحمت وودافغانانواومسلمانانودپاره نن یی جاهلان نه منی په کوټه کی محمودخان دپښتون خواپارټۍ مشر دوی هم ظاهری خپل ځانونه پښتانه بولی ولی کمونسټان منافقین دی، پرمهاجرویی داسی بدحال جوړکړۍ ووهمدغه رقم نیشل کمونسټانوپه پیښورکی که الله اسلامی ملک راوستۍ اوزه ژوندۍ وم داسی به یی داسلامی ملکوپاک کم له ایران چه توده ځنی ختمه که ،الله فرمایی:هرچیری چه یی پیداکۍ مرداریی کۍ چه فتنه ختمه سی.عبدالواحداڅګزۍ

مولوي نجیب الله زاهد

څومره له دینه ناخبره یو او څومره خپل ولس او خلکو ته سپک ګورو حتی مړو ته هم او نورو ته احترام وګوری ( د نجیب له نوم سره ګاو لیکو) او د ضیاء الحق له نوم سره (ولسمشر) لیکو د تاسف ځای دی د الله پیغمبر فرمایي (لاتسبواالاموات فانهم قد افضوا الی ماعملوا) ژباړه تاسو مړو ته بدرد مه وایی ځکه هغوی چې څه کړي ورته به ورسېږي. د الله رسول داسې وایي او عادل عادل صاحب داسې(نجیب ګاو) وایي نو خپله فکر وکړی چې څوک په حقه دي؟؟؟؟؟ او څوک په ناحقه؟؟؟؟؟؟ فاعتبروایااولي الابصار …………….. آیا د اسلام… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x