
پولیسو د مارجې ولسوالۍ ایمرجنسي روغتون تړلی او ډاکتران یې ګواښلي
نن ټکی آسیا(پنجشنبه، زمري۲مه،۱۳۹۳ل): د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې ايمرجنسي روغتون د پولیسو او د یاد روغتون روغتیايي کارکوونکو تر منځ تر لفظي شخړې وروسته تړل شوی دی.
د هلمند ولایت د عامي روغتیا ريیس ډاکتر عنایت الله غفاري پېښه تایید کړه او ویې ویل چې وړمه ورځ پولیسو د خپل يو ټپي ملګري د درملنې پر مهال روغتیايي کار کوونکي ګواښلي دي.
غفاري وویل، چې له دې وروسته ډاکټرانو د پوليسو له خوا د دغه سپکاوي له امله کاري اعتصاب کړى او د روغتون دروازه يې تړلې ده.
نوموړي وویل، پولیسو غوښتل د روغتون اړوند امبولانس هم د یاد کلینیک له مسوولینو څخه بوځي، خو دوی پرته له اړتيا چا ته د کلينيک له امبولانسه د استفادې اجازه نه ورکوي.
نوموړي ونه ویل، چې پولیسو د ټپي له ور رسولو وروسته امبولانس د څه لپاره بیوو.
د عامي روغتیا ريیس وايي، چې دغه ستونزه يې د ایمرجنسي د مرکزي روغتونونو له مسوولینو، د هلمند له والي او امنیتي چارواکو سره شریکه کړې، څو د حل لاره ورته پیدا کړي.
ده زیاته کړه، په هلمند کې امنيتي پېښي ډېرې دي او د ولسوالیو څانګې د ټپیانو لومړنۍ در ملنه کوي بيا يې د خپلو امبولانسونو په مرسته لښکرګاه ته رالېږي.
د مارجې ولسوال ډاکتر محمد شفیع سوله مل پژواک خبري اژانس ته ویلي، چې د دې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شوى او هيله لري چې ډېر ژر به دغه روغتون بېرته پرانيستل شي.
د ده په وينا، دا مسئله وروسته له هغه رامنځته شوه، چې د ماین په چاودنه کې يو ټپي شوى پولیس روغتون ته ور وړل شو او هلته يې ډاکټرانو ته بدې ردې وويلې.
ولسوال وویل: یو پولیس چې په پېښه کې څو ځایه ټپي شوی و او ورور يې هم په کې وژل شوى و؛ نو رواني تکلیف يې درلود او عصبي رشتي يې له لاسه ورکړی وې. د درمنلې پر مهال يې پر روغتیايي کار کوونکو سربېره خپل مشرانو ته هم بد رد ویلي دي.
نوموړي وویل، چې هغه پولیس اوس د لښکرګاه په ایمریجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د ایمریجنسۍ روغتون مسوولین په مارجه کې د خپل روغتون تړل مني، خو په اړه يې جزيات نه ورکوي.
د یادونې وړ ده، چې په هلمند کې پر مرکزي روغتون سربېره دوه کاله کېږي چې د لښکرګاه په ګډون په پنځو ولسوالیو کې د ایمرجنسۍ روغتون روغتيايي خدمات وړاندې کوي