افغانستان

پنټاګان: د طالبانو خلاف د امریکا هوایي بریدونه دوام لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۰ل): د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت «پنټاګان» وایي، له افغانستان څخه د ګڼ شمېر عسکرو له ایستلو سره، سره لا هم دا وړتیا لري‌ چې د حکومتي‌ ځواکونو په ملاتړ د طالبانو خلاف هوایي‌ بریدونه وکړي.

د پنټاګان ویاند «جان کربي» په واشنګټن کې یوې خبري ناستې ته ویلی، چې امریکا د افغانستان پر روان حالت ژور نظر لر‌ي‌ او پوهېږي‌ چې هلته امنیتي‌ وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی؛‌ نو ځکه دده له قوله، امریکایي الوتکې د حکومتي عسکرو په ملاتړ او د طالبانو پر خلاف هوايي بریدونه کوي‌.

ده وړاندې زیاته کړې، چې امریکايي ځواکونه لا هم دا وړتیا لري چې د افغانستان په هره سیمه کې هوایي بریدونه وکړي.

نوموړي که څه هم دې پوښتنې ته له جواب ورکولو ډډه وکړه، چې امریکا د کومې ستراتیژۍ په اساس او د جګړې په کومو شرایطو کې پر طالبانو بریدونه کوي؛ خو زیاته یې کړه، چې دا هوايي بریدونه به له دولتي‌ عسکرو سره مرسته وکړي، چې د‌ طالبانو د پرمختګ مخه ډب کړي‌ او د طالبانو له لوري نیول شوې سیمې بیرته لاندې کړي.

د کربي په خبره، امریکا د دولتي‌ عسکرو له ملاتړ لاس نه اخلي او د وخت په تېرېدو سره به ښایي‌ د ملاتړ او مرستې کولو بڼې بدلې شي.

د پنټاګان د ویاند پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې طالبان د پرمختګ په حال کې دي‌ او توانېدلي چې د تېرو دریو میاشتو په دوران کې تر دوه سوه زیاتې ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي.

په تېرو څو ورځو کې د کندهار، هرات او هلمند په مرکزونو کې درنې جګړې شوې دي او نن طالبانو د هلمند امنیه قومنداني محاصره کړې.

ددې تر څنګ تېره شپه په کابل ښار کې د دفاع وزارت د سرپرست «بسم الله محمدي»‌ پر کور موټربم او ډله ییز وسله وال برید شوی او طالبانو یې مسئولیت منلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

د افغانستان د روان وضیعت څخه داسي ښکاري چي د ویټنام د بدنامي داغ هم داغسي په لوی لاس د پنټاګان فاسدو چارواکو او خاینو سناټورانو او کانګریسوالو د خپل ملت پر لمن ولګوی. دوئ په لوی لاس طالبان دې ته مجبوروي چي د شانګهای تړون سره یوځای سي او د روسانو څخه پرمختللي دفاعي سیسټمونه وغواړي څو د امریکایي بریدونو مخه ونیسي. او په دې ډول ایران تقویه سي چي د هرمز پر تنګي باندي خپل کنټرول قوي کړي. بیا دي نو سعودي او عربي نړۍ د افغانانو څخه ګیله نه کوي چي ولي د شیعګانو او پاړسیانو سره… نور لوستل »

جلال

الله اکبر

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x