شعـــــرونه

زړه مې راته وایي/د قاري سعید نوی شعر

قاري عبدالستار سعيد

زړه مې راته وایي چې وزرې مې پیدا وای
هسې له دې ښاره د غربته په هوا وای

زړه مې راته وایي چې الوتی وای، له ښاره
تللی وای په منډه، ساه نیولی په تلېواره
چیرې؟ د خاپوړو د مستیو تر دیاره
هلته وای کینستی لکه زرک په کومه باره
غاړه مې تازه وای او بیا سر وای په کوکاره
مستې زمزمې مې غږولی په جار جاره
زړه مې وای څنډلی د غمونو له غباره

ګام ګام راکوز شوی په نازونو په ادا وای
هسې له دې ښاره د غربته په هوا وای

کلي ته ورګډ وای له خوښیو غرېو نیولی
مست یرغه له شنو ګڼو فصلونو تیریدلی
ځوځ مې د وطن لکه مرهم را لګیدلی
هلته هدیره کې، څو جنډې باد رپولی
لاس مې په سلام شهید آشنا ته ښورولی
ناڅاپه اوبو ته د کاریز وای رسیدلی
پروت وای پرې، څښلی مې او هیڅ نه اوبیدلی

ټول وای تنده تنده، تلوسه او تمنا وای
هسې له دې ښاره د غربته په هوا وای

تللی وای د کلي تر خټین ښکلي جوماته
تش زړه دریدلی، په لمانځه وای پاک الله ته
تللی تر رکوع وای، تر سجدې، تر بل رکاته
زړه مې وای را ډک له غرېو، شکوې او شکایاته
پړینګ په ژړا شوی، چغیدلی وای مولا ته
خدایه دغه څنګه زمانې ته شولو پاته
څو به افغان ځغلي د پردي دیوال پناه ته

جوش باندې راغلی چې کرم د پاک مولا وای
هسې له دې ښاره د غربته په هوا وای

بیا وای را سم شوی د شین کلي په سیلونو
ها چې هره لویشت یې کتابچه د یادګارونو
لارې دي، که پولې، که کتار د چینارونو
ونې دي، که ترخې، که څرۍ د ګلابونو
یو طرف د جوارو څڼې اوړي په بادونو
بله خوا غنم خرې خرې د درمندونو
هر څه یې په دید ارزي لائق د دیدنونو

شپون چې مال راولي ما یې کړې تماشا وای
هسې له دې ښاره د غربته په هوا وای

دوړې د وطن مې له هوا سره خوړلی
هسې ایسته دورې په کوڅو کې ګرځیدلی
ناڅاپه نوروز کاکا په مخه وای راغلی
مخ باندې مې ښکل وای، زه یې کور ته وای بیولی
ده راته د شل کاله محشر کیسې کولی
زه ورته غوږ غوږ وای په ځیر ځیر مې اوریدلی
کلکې پتاسې مو چې له چای سره ځبیښلی

کله څاڅکی اوښکه، کله شور مو د خندا وای
هسې له دې ښاره د غربته په هوا وای

لاړ وای د رودغاړې منظره مې پې نیولې وای
ناستې په اودونو مرغاوۍ مې کټولې وای
سرې ډکې سنځلې په ټول زور مې شڼولې وای
جیب مې ترې نه ډک وای او تر بسو مې خوړلې وای
تیږه مې راخیستې په اوبو کې مې ویشتلې وای
ګوتې مې غوږو ته وای، ټپې مې شرنګولې وای
چیغو مې راویښې د کڅ ونې خوبولې وای

پښو لاندې مې وچې ماتې پاڼې په ژړا وای
هسې له دیاره د غربته په هوا وی

ورکه نادرکه کلی ستا په انتظار دی
پوله که پټی دی، که سنځله که سپیدار دی
راشه، اتي راشه تیاره تېره شوه سهار دی
مات سر تښتیدلی د یرغل غربي ښامار دی
سپین دستار ځلیږي، نوی باغ نوی مالیار دی
خوښ دی او خوشاله دی که خان دی که خرکار دی
شور دی هیاهوی دی،کروندو کې وخت د کار دی

خدایه د سعید دغه ارمان دې چې رښتیا وای
هسې له دې ښاره د غربته په هوا وای
ـــــــــــــــــ
۱۴۰۰ هــ ش د زمري دوولسمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x