
پاکستان کې په پرلپسې دوهمه ورځ هم له یو ملیون زیات کسان واکسین شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د کرونا پر وړاندې د عملیاتو ملي مرکز (NCOC) وایي چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې یې له یو ملیون زیات کسان واکسین کړي دي.
که له یوې لورې په دغه هېواد کې له تېرو درې اونیو راهیسې د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي او د مثبتو پېښو اوسط کچه له ۷ سلنې پورته شوې، خو بل لوري ته د واکسینو بهیر هم چټک شوی دی.
د ان سي او سي احصائیې له مخې، تېره ورځ ۱ ملیون ۱۳۹ زره او ۵۸۰ کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق شوي، چې دا په ملي کچه نوی ریکارډ دی.
Vaccine Statistics:
Vaccine administered across Pakistan on 3 Aug: 1,139,580
Total vaccine administered till now: 33,059,676— NCOC (@OfficialNcoc) August 4, 2021
تېره ورځ هم دغه هېواد کې له یو ملیون پورته کسان واکسین شوي دي.
د پاکستان په بېلا بېلو ایالتونو کې سلګونه د کرونا واکسینو مرکزونه پرانېستل شوي چیرته چې خلکو ته امریکایي او چینایي واکسین تطبیقیږي، چې ډيره برخه یې د چین سینوفارم او سینو واک واکسینونه دي.
تېره یوه میاشت کې د کوواکس بهیر له لارې پاکستان سره امریکا د ۸ ملیونه کرونا مودرینا واکسینو مرسته کړې، دغه راز چین هم د سه شنبې په د ۲۰۰ زره دوزه واکسین ورکړي دي.
په روغتیایي چارو کې د پاکستان لومړي وزیر ځانګړي مرستیال فیصل سلطان ویلي چې ددغه هېواد ۳۳ نیم ملیونه نفوس ته د کرونا یو دوز او شاوخوا ۵ ملیونو ته دوه دوزونه لګول شوي دي.
د واکسین نه لګولو پرمهال پاکستان په دولتي او غیر دولتي کارمندانو یو شمېر بندیزونه لګولي چې له مخې یې معاش نه ورکول، د سیم کارت بندول او یو شمېر اسانتیاو ته لاسرسی نه لرل دي.