
شکوه او جواب شکوه- قاري سعید
شکوه
بیا مو تړمې اوښکې تویې په غزې شوې
بیا مو جوړې له سلګیو انګازې شوې
څه خبر په څه ګناه یو خدای نیولي
چې قدغن د رحم واړه دروازې شوې
نه رحمت نه د نجات لسیزو خلاص کړو
نه شفیع مو د اطفالو جنازې شوې
سږ مو بیا د خولې د وینو ذائقه وه
سږ مو بیا مکروه له وینو نه روزې شوې
د قسام په وطن سره اورونه ګرځي
په کې دود د یاسیني قبر خازې شوې
نه پوهیږو ولې سر په دې حالت شوو
تېرې هیرې مو د فتحو آوازې شوې . .
ځواب
(د اقصی بچوړو خود به مو دا حال وي
چې مو مټې و هیکل ته کوازې(۱) شوې )
ـــــــــــــــــ
۱-کوازه – هغه لرګي چې دودانۍ دجوړولو لپاره د دیوال څنګ ته درول کیږي ترڅو کارګر ورباندې ودریږي او دیوال پورته کړي
سعید
دير عالي دير شه جواب
سعيد صيب به فكر مو بركت
مونز ورته خوازه وايو