افغانستان

هلمند: طالبانو د سباوون خصوصي راډیو تلویزیون خبریال خوشې کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ زمري، ۱۴۰۰ل): طالبانو په هلمند ولایت کې د سباوون خصوصي راډیو تلویزیون خبریال میوند میړنی چې دوه ورځې وړاندې د هلمندـ کندهار پر لویه لاره نیولی ؤ، له پلټنو وروسته بیرته خوشې کړی دی.

د سباوون خصوصي راډیو تلویزیون په خپلې فیسبوک پاڼې ددې خبر د تایید ترڅنګ د هغه د خوشې کېدو لامل د طالبانو نیک نیتي ښودلې ده.

په هلمند کې د طالبانو ولایتي ویاند حافظ راشد هلمندي هم نن د چهارشنبې په ورځ په خپلې ټویټر پاڼې د خبریال میوند میړني یو غږیز کلیپ خپور کړی، په کوم کې چې نوموړی د خپلې روغتیا او خوشې کېدو په اړه د طالبانو ولایتي ویاند ته ډاډ ورکوي.

نوموړي خبریال دغه راز په تیرو دوه ورځو کې له هغه سره د طالبانو د ښه چلند او د حافظ راشد هلمندي له هڅو څخه مننه کړې ده.

باید وویل شي چې طالبانو تردې هم په مختلفو مناسبتونو د پیغامونو له لارې ټولو آزادو خبریالانو او د رسنیو مسئولینو ته ډاډ ورکړی وو، چې د هغوی تر کنترول لاندې سیمو کې به هیڅ راز ستونزه ورته نه ایجادوي، بلکې په اړونده چارو کې ورسره لازمه همکاري کوي.

دوه ورځې وړاندې د هرات ولایت مرکز ته څېرمه «پُل مالان» سیمه کې د سلام وطندار خبریال شکیب شمس او د پژواک خبري آژانس سیمه ییزه خبریاله ستوری کریمي چې د نوموړي میرمن کېدله، د جګړې په لومړۍ کرښه کې طالبانو ونیول، چې له شلو دقیقو پلټنو وروسته او د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د منځګړیتوب پایله کې یې بیرته خوشې کړل.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان خبریالان د جګړې په ډګر کې نیسي؛ خو له پېژندلو وروسته یې بیرته خوشې کوي، بلکې تردې وړاندې یې هم په ګڼو ولایاتو کې خبریالان او د رسنیو همکاران د جګړې په ډګرونو کې نیولي؛ خو تر پېژندلو او پلټنو وروسته یې بیرته خوشې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کندهار کې د ملي امنیت ریاست له خوا د ملت غږ راډیو مشر بسم الله وطندوست او د یادې راډیو دوه نور خبریالان قدرت الله سلطاني او محب الله عبیدي او د شینوا خبري آژانس خبریال ثناءالله صیام له تیرو لسو ورځو راهیسې وروسته له هغه بندیان کړي،  چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې د قومي وژنو په تړاو تحقیقي راپور لپاره هلته سفر کړی وو.

که څه هم له پېښې څو ورځې د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي یاد خبریالان له طالبانو سره په همکارۍ تورن کړل او وه یې ویل چې هغوی یې د لا زیاتو څیړنو په خاطر مرکز کابل ته را انتقال کړي؛ خو تردې د مه یې له طالبانو سره د همکارۍ په هکله اسناد او شواهد نه دي رسنیز کړي.

په افغانستان کې د خبریالانو څخه د ملاتړ ادارې(نی) او ګڼو بشري سازمانونو له کابل حکومت نه د هغوی د خلاصون غوښتنې کړي او دا کار یې د بیان د آزادۍ د «زیندۍ» کولو په معنی بللي؛ خو لاهم دغه خبریالان د کابل حکومت په زندانونو کې شپې ورځې سبا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

حتمآ به یی له کوم # ملا سره ارتباط درلود کنه طالبان او دومره انسانیت؟ د لشکرګاه له ښار څخه مو څه جوړ کړم ښایسته ښار مو واخیسته په کنډاولی مو بل کړ. آیا دا معضله په خبرو نه حل کیږی؟ طالب ثابته کړه چی د قدرت لپاره جنګږی او هغوی ته انسانی کرامت او عزت هیڅ معنی نلری. حکومت خو هسی ستاسو په خبره مفسد او فاسق تاسو خو ځانو ته د دین طالبان وایی، مسلمانان داسی زشت کارونه او وژنه نکوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x