افغانستان

اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ایران ته لاړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ زمري، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت مشر ډاکټر محمداشرف غني نن سهار د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی دی.

ټاکل شوې ده چې نوموړی به ددې سفر په ترڅ کې د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډاکټر سید ابراهیم رئیسي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

ویل کیږي چې اشرف غني به ددې ترڅنګ له ایراني چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان په روان وضعیت هم خبرې او بحثونه وکړي.

ایران چې د افغانستان ګاونډی او د سیمې یو مهم هېواد دی، تیره میاشت د طالبانو او افغان سیاستوالو د یوې ګډې ناستې کوربه ؤ. یاد هېواد دغه راز هڅه کوي چې له طالبانو او د کابل حکومت مشرانو سره د اړیکو له لارې په افغان سولې بهیر کې خپل فعال رول ښکاره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم

په کندهار کي په یوه غونډه کي اشرف غني د صفویانو پر ضد د میرویس نیکه پاڅون د هغه لخوا د عربستان علماوو څخه د صفوي شیعګانو (چي جعفري شیعګان وه) د تکفیر فتواوو د راوړلو عمل ستایلی وو. د ایران دا نوی مشر به نه سي په خبر چي هلته ښه خرې ګ..ي ورکړي

قیامت دی

سیاست ورخخه زده کری تاغوندی بی خبره نه دی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x