نړۍ

امريکا: پاکستان دې افغان کډوالو لپاره خپلې پولې پرانيزي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ زمري، ۱۴۰۰ل): د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي، چې د نوو افغان کډوالو لپاره خپلې پولې پرانيزي.

د امريکا حکومت له ترکيې هم غوښتي، چې کومو افغانانو له بهرنیو مؤسسو، رسنيو او بهرنيو پوځيانو سره کار کړی، هغو ته څوارلس مياشتو لپاره پر خپله خاوره د اوسېدو اجازه ورکړي او تر هغه وروسته به امريکا ته بيول کيږي.

د ترکيې حکومت د امريکا دغه وړانديز رد کړی دی.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي: «موږ د امريکا هغه پرېکړه نه منو، چې د کډوالو په اړه يې زموږ له مشورې پرته کړې ده او دې سره به زموږ په هېواد کې د کډوالو ستر بحران رامنځته شي.»

د ترکيې حکومت له امريکا غوښتي، که دوی څوک غواړي، نو د مستقيم پرواز له لارې دې بوځي او پر نورو هېوادونو دې بوج نه راولي.

امريکا او نړيوالې رسنۍ له تېرو څو مياشتو راهيسې داسې خپرونې کوي، چې د طالبانو په راتلو په افغانستان کې تاوتريخوالی او ناامنۍ زياتېدای شي، چې له امله به يې لکونو افغانان له هېواده تښتېدو ته اړ شي.

د کارپوهانو په وينا د کډوالو منلو لپاره ایران او پاکستان اسانه ځايونه دي، خو دا، چې ایران له امريکا سره ډيپلوماټيکې اړيکې نه لري، امريکا له پاکستانه غوښتي، چې خپلې پولې د کډوالو لپاره پرانيزي.

پاکستاني چارواکي وايي، هېواد يې د نورو کډوالو منلو لپاره تيار نه دي.

د پاکستان د ملي امنيت شورا سلاکار معيد يوسف وړمه ورځ په واشنګټن کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې هېواد يې د نورو کډوالو بوج نه شي زغملی او غوښتنه يې کړې، چې د افغانستان په خاوره دننه دې، د بې ځايه شوو کډوالو لپاره پنډغالي جوړ شي.

طالبانو د امريکا له لوري افغان کډوالو بهر ته د وتلو تشویقول د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده.

طالبانو په خپلې رسمي اعلاميه کې ویلي، دوی پر خپلې کړې ژمنې ولاړ دي، چې د بهرنيو پوځيانو ترجمانانو او نورو کارکوونکو ته هېڅ ډول ستونزه او ګواښ نه شته او هېڅوک دې له هېواده د وتلو لپاره زړه نه ښه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

هرسه ستاسو دواره ظالمانو د لاسه راپیش دی.

عظيمی

بلی هو بايد خاصي کي ۔ چه امريکا ۔ هندوان او ددوی کډاګي ریژيم ښارونه د خاورو سره برابر کړی ۔ اطراف خو يي لا پخوا خراب کړی دي ۔ اوس د ښارو نوبت دي۔ دا په پښتنو ډک ښارونه بايد لوټي لوټی سي۔ ولی دا خپل ګوډاګيان دي ته نه مجبوره وي چه د ملت د خرابی لاس په سر سی۔دری لکه ترجمانان او د کور غړی يي در غواړی, او دا نورو ته دومره کفایت کي چه خبري يي کي يا خپلو پاسپورټي ملکو ته ولاړ سی که نه پاسپورټونه يي مسادره کیږی, کفایت کوي نه به ښارونه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x