نړۍ

د ليبيا د ملي انتقالي شوری مشر د فوټ بال يو پياوړی لوبغاړی وه

نن ټکی اسیا: (العربیة نت) د جزائر د فوټبال د لوبډلې استاذ او پالونکی (عبد الحمید زوبا) ویلي دي چی: (مصطفی عبد الجلیل) د ليبيا د اوسني ملی انتقالي شوری مشر د ليبیا په سطحه د فوټ بال له تکړه او پياوړو لوبغاړو څخه وه.

(الجزائر ټایمز) ورځپاڼې نن د زوبا څرګندونې خپرې کړي چې نوموړي د څرګندونو په ترڅ کې ويلي: ((مصطفی عبد الجلیل د (الأخضر) لوبډلې سره وو، چې د دې لوبډلې نسبت پخواني پايتخت «البیضاء» ښار ته کيده،  او ما پخپله عبد الجلیل ته له 1977 کال نه را پديخوا درې کاله درس او ټريننګ ورکړی، او هغه په منځنۍ برخه (سنټر) کې ډير ښه لوبه کوله، او د خپل ټيم کپټاني يې هم کړې ده، او له دې سره يو نړيوال لوبغاړی هم وو)).

نوموړي زياته کړه: ((عبد الجلیل د حقوقو زده کړه هم کوله، چې بیا قاضي او ورپسې د عدليې وزير شو. عبد الجلیل د ډيرو ښه صفاتو او غوره اخلاقو لرونکی دی او له خپل وطن سره ډيره ژوره مینه لري، هغه یو مثقف او د ښکاره موقف څښتن دی او کولای شي چې ليبيا مخ په ښو ورځو بوزي)).

زوبا (81 کلن) د «جبهة التحریر الوطنی» د تاریخي لوبډلې یو لوبغاړی ګڼل کيږي، او لکه څرنګه چې د الجزائر د لوبډلې پالونکي او استاد څو ځله هم پاتې شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x