افغانستان

طالبانو د نیمروز کنګ ولسوالي‌ نیولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ زمري، ۱۴۰۰ل): طالبان وایي، د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ مرکز او ورسره تړلي ټول دولتي تاسیسات یې نیولي‌ او په زیاته پیمانه وسلې او مهمات لاسته ورغلي.

د طالبانو ویاند «قاري محمد یوسف احمدي» پر ټویټر لیکلي، چې تېره شپه طالب جنګیالیو د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ، د استخباراتو مرکز او ټول ملحقات تر خپل کنټرول لاندې راوستل.

د احمدي په خبره، د ولسوالۍ په نیول کېدو سره ډیره وسله او مهمات د‌ طالبانو لاس ته ورغلي او ګڼ شمېر عسکر هم ورته تسلیم شوي‌ دي.

حکومتي‌ مسئولینو تر دې دمه د طالبانو په لاس د کنګ ولسوالۍ د نیول کېدو په تړاو څه نه دي‌ ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

وه دی نیولی بیا ورانوه مه سری زوی شه. ارام پکی اوسه ولی ورانوی وه ظالمه.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx