افغانستان

سرپل: هغه ښوونځی چې دولتي عسکرو سنګر پکې نیولی و، طالبانو تصفیه کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ زمري، ۱۴۰۰ل): د سرپل ولایت‌ په مرکز کې طالبانو پر هغه ښوونځي‌ ولکه ټینګه کړې، چې دولتي‌ عسکرو سنګر پکې نیولی و.

د طالبانو ویاند «قاري‌ محمد یوسف احمدي» وایي، طالب جنګیالیو تېره شپه د سرپل ولایت د مرکز اړوند آسیا آباد، یکاب دشت، القاني خورد، دنګلنګ، زرتیپه، جرغان اباد او القاني خانه سیمې له دولتي عسکرو نیولې دي او د قومندان ظاهر په ګډون یې پنځه تنه عسکر هم وژلي دي.

د احمدي په خبره، د اسیا اباد لیسه چې دولتي‌ عسکرو پکې سنګر نیولی و، د‌ طالبانو تر واک لاندې راغلې او حکومتي عسکر له یاد ښوونځي‌ ایستل شوي.

Image

ورته مهال دولتي‌ الوتکو بیا د اسیا اباد سیمې په مربوطاتو کې هوایي‌ بریدونه کړي، چې له امله یې یو مسجد په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

هر سوک چی دا وطن ورانوی خدای پاک دی په دینا او اخرت کی وشرموی نور سه می وس کی نشته.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x