نظــر

زور قالب ندارد!!!

حفيظ الدين پيرزاده

امریکه په دوحه کې له طالب مشرانو سرہ کیناسته.
معاهدہ یې وکړ‎ہ چې له افغانستان څخه به وځي.

توافق د نړ‎یوالې ټولنې په حضور کې وشو. په ملگرو ملتونو کې رسماً ثبت شو او د ځواکونو وتلو ته ضرب الأجل ھم و ټاکل شو، خو چې وخت نژدې شو، امریکا پخپلې سرتمبگۍ پخپل سر وخت د روان کال تر سپتمبرہ وغځاوہ! دا کار د نړ‎یوالو قوانینو او سترو معاھدو د اصولو مطلق خلاف و، خو ھیچا د اعتراض گوته پورته نه کړ‎ای شوہ!

دا ولې؟!!
دا ځکه چې: زور قالب ندارد!!!!

د دوحې په تړ‎ون کې طالبانو ژمنه وکړ‎ہ چې د افغانستان خاورہ به د امریکا او د ھغه د متحدینو پخلاف نه کاریږ‎ي، ھمدا راز امریکا به ھم د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي!

امارت ټولو ھغو کسانو ته عمومي عفوہ اعلان کړ‎ہ چې له بھرنیانو سرہ یې د ژباړ‎ن او یا کومه بله دندہ تر سرہ کړ‎ې وي خو بیا ھم امریکا ھغه کسانو ته ویزې ورکوي چې له افغانستان څخه ووځي!

دې کسانو ته که طالبانو عفوہ کړ‎ې وي نو بیا یې له افغانستان څخه ایستل څه مانا؟!
او که لا ھم د طالبانو دښمنان وي نو لکه څرنگه چې افغانستان د امریکې دښمن پخپله خاورہ نه شي ساتلی، ھمدا راز باید امریکا ھم د امارت یا افغانستان دښمن پخپله خاورہ نه و ساتي او نه پناہ ورکړ‎ي!

د دې کسانو له افغانستان څخه ایستل د افغانستان په چارو کې غیر قانوني او بربنډہ لاسوھنه دہ!
خو آیا داسې څوک شته چې جرئت وکړ‎ي له امریکا وپوښتي، ولې داسې کوي؟!
نه!
ولې؟!!
ځکه چې: زور قالب ندارد!!

د امریکې لوړ‎ پوړ‎و چارواکیو په کراتو اقرار کړ‎ی چې طالبان سخت جنگي او وطن دوسته خلک دي، پرون یې ھمدا خلک تروریستان او د بشر ضد جنایاتو مرتکبین بلل! خو ان د امریکا ولس له خپلو چارواکیو پوښتنه و نکړ‎ای شوہ چې که طالب ترورست و، نن څرنگ ښه سړ‎ی شو او که ښه وي، پرون دې ولې ترورست باله!
دا پوښتنه ھیڅوک نه شي مطرح کولای!
دا ولې؟!
دا ځکه چې: زور قالب ندارد!!

نن سبا ښه او بد، روا او ناروا، حق او باطل خپله فطري مانا له لاسه ورکړ‎ې!
ھر ھغه څه ښه، روا او حق دی چې امریکا یې ھمداسې و بولي او ټول ھغه شیان بد، ناروا او باطل دي چې امریکا یې د بدو اعمالو په کتار کې راولي!

دا یواځې زموږ‎ چارواکي نه دي چې امریکا ته په دې منزلت قایل دي بلکې زموږ‎ گاونډیان، د دریمې نړ‎ۍ نور مشران او ان غټ خیټي عربان ھم په دې مرض اخته دي!

ھیڅ مسلمان چارواکي په دې اړ‎ہ سوچ و نکړ‎ چې په داسې عمل سړ‎ی له ایمان څخه خلاصیږ‎ي، دا کار صریح شرک دی!

دلته د دا ولې ځواب دا نه دی چې زور قالب ندارد، بلکې دا دی چې: حماقت قالب ندارد!!

افغان ملحدینو، سیکیولرانو او کمونستانو د اشغالگرو سرہ یو ځای د افغان ولس پخلاف شل کاله جگړ‎ہ وکړ‎ہ، تر پرون پورې یې قبله پر کاڼو ویشته، د زور منطق یې کاروہ، د سر او سنگر وھلو لاپې یې وھلې خو چې بادار یې مات شو، د طالب گړ‎ندیو بریاو ترې وار پار خطا کړ‎ اوس ھغوی ھم وایي: الله اکبر !!
پوہ نشوم چې دا ولې؟!!
دا ځکه چې: زور قالب ندارد!!

ببین کرامتی بت خانه ی ما را ای شیخ!
اگر خراب کنید خانه ی خدا گردد

دوستانو!
داسې نور په لسگونو او سلگونو دا ولې شته چې ځواب یې یواځې ھمدا کیدای شي چې: زور قالب ندارد!!
ھو، د زورور اوبه په برہ ځي!
منطق، دلیل او استدلال د کمزورو د لاس اله دہ!
زورور ورته اړ‎تیا نه لري، ځکه چې: زور قالب ندارد!!

ټولو ته درناوی

حفیظ الدین پیرزادہ
د اگست ۴/ ۲۰۲۱ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

افغان ملحدینو، سیکیولرانو او کمونستانو د اشغالگرو سرہ یو ځای د افغان ولس پخلاف شل کاله جگړ‎ہ وکړ‎ہ، تر پرون پورې یې قبله پر کاڼو ویشته، د زور منطق یې کاروہ، د سر او سنگر وھلو لاپې یې وھلې خو چې بادار یې مات شو، د طالب گړ‎ندیو بریاو ترې وار پار خطا کړ‎ اوس ھغوی ھم وایي: الله اکبر !! پوہ نشوم چې دا ولې؟!! دا ځکه چې: زور قالب ندارد!! پیر زاده صیب بلا دې ورکه شه همداسي خبره ده لکه تا یې چې څو مثاله لیکلي عراق یې لوټې لوټې که د صدام حکومت او جوړ نظام… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

پیرزاده صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ ښکلی لیکنه مو لیکلی تر توافق هم زیات توافق ورسره لرم او دعاګانی درته کوم الله ج دی اجرونه درکړی قران عظیم الشان ایه مبارکه کی فرمایی [ ژباړه: خلکو ته نصیحت کوی او ځانونه مو هیر دی ] ستا په لیکنه کی تر ټولو مهمه جمله : : : [ افغان ملحدینو، سیکیولرانو او کمونستانو د اشغالگرو سرہ یو ځای د افغان ولس پخلاف شل کاله جگړ‎ہ وکړ‎ہ ] تاسی په دی جمله ثابتوی چه د کابل ناوړه ، غلامه او فاسده اداره سربیره پردی چه ناوړه، غلامه او فاسده ده… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x