ورزش

نیوزیلاند کرکټ لوبډله ۱۸ کاله وروسته پاکستان ته د لوبو لپاره سفر کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۰ل): د پاکستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د نیوزیلاند کرکټ لوبډله به راتلونکې میاشت د شل اوریزو او یو ورځنيو لوبو لپاره له ۱۸ کلن ځنډ وروسته سفر وکړي.

د پاکستان کرکټ بورډ اجرائیویه مشر وسیم خان ویلي چې د سپتمبر له ۱۷مې د اکتوبر تر دریمې نیټې به درې یو ورځنۍ او پنځه شل اوریزې لوبې ترسره شي.

دا به له ۲۰۰۳م کال وروسته لومړی ځل وي چې نیوزیلاند کرکټ لوبډله پاکستان ته له ۱۸ کالو وروسته د نړیوالو لوبو لپاره سفر کوي.

د یاد سیریز له مخې به لومړی د کرکټ سوپر لیګ درې یو ورځینو لوبو لوبلړۍ د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د سپتمبر په ۱۷مه ۱۹مه او ۲۱مه نېټه ترسره شي، په داسې حال کې چې د پنځه شل اوریزو لوبو لوبلړۍ په لاهور ښار کې د سپتمبر په ۲۵مه، ۲۶مه، ۲۹مه، د اکتوبر په لومړۍ او ۳مه نېټه ترسره شي.

Story Image

بل لوري ته د پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د کرکټ نړیوال ټیسټ چمپین شيپ اتلوله لوبډله نیوزیلاند به راتلونکی کال د ټیسټ لوبو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.

د یاد کرکټ بورډ اجرائیویه مشر وایي، زه ډیر خوښ یم چې نیوزیلاند کرکټ بورډ زموږ د دوه اضافي شل اوریزو وړاندیز ومانه، دا به نه یوازې دواړو هېوادونو ته د نړیوال جام چمتو والي کې مرسته وکړي، بلکې نیوزیلاند ته به اجازه ورکړي چې پاکستان کې اضافي وخت تېر کړي، زموږ کلتور سره اشنا شي او له میلمه پالنې خوند واخلي.

د نوموړي په وینا، په راتلونکې نږدې میاشتو کې به انګلستان، ویسټ انډيز او استرالیا هم د پاکستان سفر وکړي، چې په دې سره به په بشپړ ډول نړیوال کرکټ دغه هېواد ته راوګرځي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۹م کال کې د پاکستان په لاهور ښار کې په سریلانکا لوبډله ترهګریز برید وشو او په پایله کې يې یو شمېر لوبغاړي ټپيان شول، چې له هغې وروسته د ناسم امنیتي وضعیت له کبله په دغه هېواد کې نړیوالې لوبډلې وځنډول شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x