نړۍ

د هند په مشرۍ د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان په موضوع ځانګړې ناسته کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ زمري، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو امنيت شورا سبا د جمعې په ورځ د افغانستان په موضوع ځانګړې ناسته کوي.

هند د امنيت شورا پړاويزه مشري پر غاړه لري او دغه ناسته به هم په ملګرو ملتونو کې د هند دايمي استازي ټي ايس ټيرمورټي په مشرۍ جوړيږي.

په ملګرو ملتونو کې د هند استازي په خپل ټويټ ويلي، چې  سبا د جمعې په ورځ د اګسټ په ۶مه به د افغانستان په موضوع ځانګړې ناسته جوړه شي.

https://twitter.com/ambtstirumurti/status/1423087607844573185

دا معلومات په داسې حال کې خپاره شوي، چې وړمه ورځ د کابل حکومت د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر له خپل  هندي سيال اېس جې شنکر سره د افغانستان پر روان وضعيت او سولې بهیر په اړه ټيليفوني خبرې کړې وې.

د کابل حکومت د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې ويناپاڼه کې ويلي، چې اتمر او شنکر د جګړې روان شدت، د بشري حقونو ساتنې او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړي دي.

اعلاميه زياتوي، چې اتمر له خپل هندي سيال سره په خبرو کې پر طالبانو تور پورې کړی، چې له بهرنيو وسله‌والو ډلو سره اړيکې لري او دغه موضوع بايد د امنيت شورا په غونډه تر بحث لاندې ونيول شي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پړاويز مشر ويلي، چې د دې شورا ټول غړي هېوادونه د افغانستان پر روان وضعيت اندېښمن دي او غواړي، چې دې وضعيت ته د پای ټکی کېښودل شي.

ټي ايس ټيرمورټي زياته کړې، چې هېواد يې د افغانستان سولې او ثبات لپاره د هر ګام ملاتړ کړی دی او کوي يې.

د امنيت شورا ځانګړې ناسته په داسې حال کې جوړيږي، طالبانو له تېرو دوو مياشتو راهيسې د هېواد په شمال، مرکزي ولايتونو، ختيځ، جنوب او جنوب لويديځ کې له دوو سوو زياتې ولسوالۍ او سلګونه پوځي مرکزونه نيولي او زرګونه پوځيان هم ورته تسليم شوي دي.

طالبان او د حکومت د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب دواړه وايي، چې دغه ولسوالۍ او پوځي مرکزونه له جګړې پرته نيول شوي دي.

د دغو پرمختګونو پر مهال طالبانو ته تسليم شوي عسکر له جايزو سره بښل شوي دي؛ خو يو شمېر چارواکي او حکومت پلوې رسنۍ پر طالبانو د ټولوژنو تورونه لګولي، کوم چې طالبانو په خپلو تکراري څرګندونو او اعلاميو کې رد کړي دي او د بې پرې پلټنو غوښتنه يې کړې ده.

هندوستان په داسې مهال د افغانستان د موضوع په هکله د کابل حکومت په غوښتنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې ناسته رابولي، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تیره شپه د یو ټویټ په کولو سره کابل حکومت تورن کړ، چې یو شمېر هندي خبریالان یې د بګرام هوايي اډې زندان ته بوولي او هلته یې یو شمېر پخواني پاکستاني بندیان ورته په دې نوم ښودلي، چې ګواکې تازه یې له طالبانو سره د جګړې په ډګر کې نیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

ښه خبره ده چي د دې غونډي مشري د هند په غاړه ده. لږ تر لږه دومره خو به و نورو ګډونوالو ته ووایي چي په کندهار او هلمند کي هندي پیلوټانو ځانونه او خپلي طیارې سره وشلولې خو د طالبانو د پرمختګ په مخنیوي کي پاته راغلو. د غنو بدمعاش نامشروع واکمني نور په هوایي ملاتړ نه سي ساتل کیدای.

الحاج استاذ بیانزی

کفر ملت واحد او اسلام ملت واحد دی ، په ځانګړی ډول په یوویشتمه پیړی کی چه د مجموعی ژوند د څنکدن شیبی دی، دجالی سیستم خپل اوج ته رسیدلی د ترصد ، پلټنو او وژنو هر ډول وسلی او وسیلی لری او کاروی یی میدیا یی هم په واک او ځواک کی ده د اسلامی نړی سیاسی ، مالی ، نظامی ، تبلیغاتی او استخباراتی قدرت یی تر لاسه کړی اسلامی نړی یی د غریبی او سواد له سری کرښی ښکته ساتلی چه په اسانی یی مغزونه پریمنځی او په کمو معاشو او اسانی مسلمانان په مسلمانانو وژنی او…….… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x