
ترینکوټ ښار کې د ماین چاودنې د اربکیانو مهم قوماندان وژلی
نن ټکی آسیا(پنجشنبه، زمري۲مه، ۱۳۹۳ل): د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د اربکیانو یا سیمه یېزو پولیسو ځايي قوماندان د ماین د شنډولو پر مهال په چاودنه کې ځای پر ځای وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپيان شوي.
د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر محمد اسلم د پېښي پخلی وکړ.
نوموړي وویل، چې دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا نهه بجې د ترینکوټ ښار د سرمرغاب په سېمه کې رامنځته شوه.
سرچینې زیاته کړه، چې چې د يادې سيمې پر لاره د پوليسو د پوستو قوماندان دويم څارن موسى کريم د طالبانو له خوا خښ شوى يو ماين شنډاوه، چې چاودنه پرې وشوه.
په چاودنه کې قومندان وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپيان شوي.
بل پلو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یاده سېمه کې د را منځته شوې چاودنې مسؤلیت پر غاړه واخیست.
د ښاغلي احمدي په وینا، سهار ۹ بجې د ترینکوټ ښار د ساد اډې په سېمه اربکی قوماندان «حاجي تورجان»د ماین په چاودنه کې ځای په ووژل شو او دوه ساتونکي یې ټپيان شول.
نوموړی وایي، قومندان څو شیبې مخکې پر پولیسو د شوې یو بلې چاودنې د نوعیت او څرنګوالي د معلومولو لپاره سېمي ته راغلی و.
ویل کېږي، چې د پولیسو یاد قومندان د څلورو امنیتي پوستو ترڅنګ د سرمرغاب حوزې مشري هم پر غاړه لرله
باید وویل شوي، چې له دې پېښي سره په یوه وخت کې د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د اربکیانو مشر ملک نواب له خپل مرستیال او څو نورو ساتونکو سره یو ځای د یوه سرتېري برید په پایله کې وژل شوی.