ټکنالوژي

د واټس اپ «یو ځل وګورئ» ځانګړتیا، عکس او ویدیو له یو ځل کتلو وروسته اتومات حذفيږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۰ل): د واټس اپ د نوې ځانګړتیا له مخې به کاروونکی کولای شي یو کس ته په پيغام کې عکس یا ویدیو په داسې حال کې واستوي چې له یو ځل کتلو وروسته په اتومات ډول بېرته حذف شي.

د ټولنیزو رسنیو مشهور پیغام رسوونکې شبکې واټس اپ دا بدلون د تېرې سه شنبې په ورځ په خپل نوي اپډيټ کې وړاندې کړی، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د کاروونکو له لوري په پراخ ډول وستایل شو.

دا یوه داسې ځانګړتیا ده چې له مخې به یې یو کاروونکی چې بل ته عکس یا ویدیو لیږي، د «یو ځل وګورئ view once» ځانګړتیا غوره کړي، کله چې دوهم کس استول شوی عکس یا ویدیو یو ځل وګوري، نو له هغه وروسته به په اتومات ډول به دغه فایل له منځه ولاړ شي.

په دې سره به د ترلاسه کونکي له لوري ویدیو او عکس ګالري کې نه ساتل کیږي، په اصطلاح چې کله تاسې ددغې ځانګړتیا له لارې عکس یا ویدیو ترلاسه کړئ، له یو ځل کتلو وروسته به یې بیا د کتلو وړ نه وئ.

  • تاسې نشئ کولی دغه عکس یا ویدیو بل کس ته وړاندې فارورډ یا ولیږئ، که تاسې په ۱۴ ورځو کې دغه عکس ونه ګورئ په اتومات ډول به حذف شي.
  • که غواړئ ددغې ځانګړتیا له لارې چاته عکس یا ویدیو واستوئ، نو باید «یو ځل وګورئ» اختیار به د عکس له لیږلو وړاندې هر ځل غوره کوئ.
  • خو که چیرې ترلاسه کونکی ستاسې د استولي عکس یا ویدیو څخه سکرین شاټ واخلي یا په هغه ساعت ویدیو ثبت کړي، په داسې حال کې تاسې ته هیڅ خبر نه درکول کیږي.

څرنګه «یو ځل وګورئ» ځانګړتیا له لارې عکس او ویدیو استولی شئ؟

د یوه ملګري یا ګروپ چیټ پرانیزئ، هغه عکس یا ویدیو چې تاسې یې لیږئ انتخاب کړئ، د «۱» آپشن چې د چیټ پرمخ کوچنی څرګندیږي کیکاږئ او بیا یې واستوئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x