افغانستان

سر له سبا څخه د سپین بولدک لاره د هرقسم تګ راتګ پرمخ تړل کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ زمري، ۱۴۰۰ل): طالبان وايي، د سوداګرو او ځايي خلکو د ستونزو د حل په موخه به سر له سبا جمعې ورځې څخه د سپین بولدک سرحدي لاره د هرقسم تګ راتګ او سوداګریزو موټرونو پرمخ بندوي.

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو د کمیسارۍ مسئولین وايي، چې دغه پرېکړه یې د خپلو مشرانو په حکم ترسره کړې، ځکه یې له خلکو څخه غوښتنه کړې، چې تر بلې خبرتیا پورې هلته له ورتګ څخه ډډه وکړي.

طالبان وايي، تر هغو چې پاکستاني چارواکي ورسره د وخت زیاتول، د افغانانو لپاره په تذکرې او مهاجر کارت د تګ راتګ او د دروازې د واړو غاړو غریب کاره خلکو لپاره د کاروبار زمینې برابرول او سوداګرو ته د آسانتیاوو په شمول شرایط ونه مني، تر هغو به د سپین بولدک ولسوالۍ د ویش دروازه تړلې وي.

د ویش لارې په دغه بندیز کې به د دروازې دواړو غاړو څخه پلی او د بار وړونکو موټرو تګ راتګ هم بند وي.

پاکستاني چارواکو تراوسه د طالبانو ددې پرېکړې په هکله غبرګون ښودلی نه دی.

باید وویل شي چې د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ او د ویش بندري دروازه یوه میاشت مخکې طالبانو ونیوله چې هلته یې د پیاده رو څخه د سیمټي موانعو د لرې کولو، د منتظرینو لپاره د سیوري او سړو اوبو برابرولو په ګډون د مسافرو د آسانۍ لپاره ګڼې آسانتیاوې رامنځته کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x