افغانستان

طالبانو افغانستان ته د الوتکو د تیلو په وارداتو بندیز لګولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ زمري، ۱۴۰۰ل): طالبانو په افغانستان کې د هوايي بریدونو څخه د مخینوي په موخه د الوتکو د تیلو په وارداتو بندیز لګولی دی.

که څه هم تردې وړاندې رسنیو خبر ورکړی وو چې طالبانو د هرات ولایت په تورغنډۍ بندر کې د الوتکو د تیلو په واردولو بندیز لګولی؛ خو طالب ویاند بیا وايي، چې یوازې په تورغنډۍ نه بلکې په ټولو بندرونو کې یې دغه بندیز پلی کړی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د نن ټکي اسیا د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب ویلي چې دا بندیز یې له دې امله لګوی چې د کابل حکومت الوتکې په طالبانو او عام ولس بمباري کوي.

د (TC1) تیل چې د جنګي الوتکو، څرخکو او ملکي الوتکو ترڅنګ د لوړ معیار موټرونو کې هم کارول کیږي تردې مهاله افغانستان ته د حیرتان او تورغنډۍ بندرونو له لارې واردېدل، چې په تورغنډۍ کې د طالبانو لخوا له بندیز وروسته اوس یوازې د حیرتان بندر له لارې دغه تیل را واردیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل حکومت او امریکايي الوتکو په دې وروستیو کې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو باندې پرلپسې هوايي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې ګڼو ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اووښتو ترڅنګ په زیات شمېر کې عامه تأسیسات، کلینیکونه، ښوونځي، جوماتونه او آن یو شمېر پوهنتونونه نړېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اورتور

دغه خودی پر بند کی ، دمځکی اور ئې لا بس ندۍ ، چی دآسمانه ئې لا هم پر اوروی .

استاد دوکتور عبدالله

نر کار يې کړی دی .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x