نظــر

له کابله تر هراته د خيال په نيلۍ

عبدالوحيد وحيد

د خيال نيلۍ مې زين او د هوا په اوږه والوتم. د خپل هېواد د ښکلا ننداره مې وکړه.  ښکلې هوا زړه راښکونکي سيندونه. زر خېزه ځمکو ته خوشحاله شوم، خو خلکو بيا هم ويل چې وچکالي ده. ولسونو د فقر له کرښې لاندې ژوند کاوه.
په هره سيمه، هر کلي او هر ښار کې حالت ماتمي و. ژړاګانې فريادونه او واويلا وه. هلته يو اوږده مجهوله مرموزه او پيچلې نيابتي جګړه څو لسيزې وړاندې پيل شوې او لاهم روانه وه.

ځوانانو سوله نه پيژنده، له خندا سره يې بلديت نه درلود. په دښتو کې ميلې نه وې، د چنارو لاندې بانډارونه نه وو. ګودرونه او په ګودر کې د پيغلوټو د منګوټو کتارونه نه وو. خندا نه وه او سندرې نه وي.

د غره په لمن کې د کوچيانو کيږدۍ نه وې،  غټې رمې  او شپانه نه وو. هغه پخوانى له ستورو ډک تک شين اسمان نه وو. د شپې په مهال په سپينه سپوږمۍ کې د شپانه د شپېلۍ ساز نه تر غوږه کيده.  د ميږو د سرکښ د ګونګړي د شرنګهار ساز غږ نه تر غوږو کيده. د اوبو ځوږ او د ونو د پاڼو موسيقي او اواز نه اوريدل کيده. د ډول غږ او اتڼ شتون نه درلوده.

د ميدان وردګو د سالارو په سيمه تيريدم، باغونه وو، ميوې وې، خو هاغه پخواني خوړنځايونه د مسافرو ځوږ او شور نه و.  د ناهيلۍ په حال کې مې الوت ته دوام ورکړ. په کليو کې ځوانان نه و، خبرې کيدې چې هغه ځوان د ايران عسکرو سيند ته واچاوه. هغه نور يې په واوروه کې ووژل. هغه نور د ترکيې په پوله پراته دي، نور يې انساني قاچاقبرانو برمته کړي دي او ځينې د جګړو په ليکو له يو او بل لوري سره په خپلمنځي جګړو کې لتاړ وو. پلونه او پلچکونه ويجاړ او سرکونه ټوټه ټوټه وو. د خپل ولس په ماتمي حالت مې وژړل او الوت ته مې دوام ورکړ.

د غزني په هوا کې تم شوم. مال، د بهلول، سنائي، غزنوي او نورو اتلانو زيارتونه به وکړم، خو لاندې خلک له توپکو راکټونو او پيکاو سره ګرځيدل. په شلګر اندړو او واغظ را وڅرخيدم. هغه ډول، اتڼونه او د اندړو سندرې نه وې. يوازې د باروتو د اور اوازونه تر غوږو کيدل. کنډوالې وې، ويجاړ ښوونځي سوځيدلي کلينيکونه او کنډ کپر سرکونه وو. هغه څه مې وليدل چې په هيڅ ډول د يوې اسلامي متمدنې ټولنې ننداره يې نه وړاندې کوله.

د ولس فرياد ته غوږ شوم. په جګړه کې د يوه وژل شوي ځوان مورکۍ د خپل چيت پيت صندوق سر پرانستى و. په ګوتو باندې جوړه شوې غاړه يې راپورته کړه. په چيغو چيغو کې يې وويل زويه! زما د کونډتوب د ناکراره ژوند ټوله هيله او اميد خو ستا ځواني ليدل، تا ته ناوې راوړل او په واده کې د سندرې ويل وه. غوښتل مې چې د واده په ورځ دغه غاړه ستا په تن کې ووينم. بس رب به زما په برخه همدغه د تيارو ژوند ليکلي وو.
زويه تاهم لکه د پلار په شان نيمه خوا پريښودم. پلار خو بيا هم ته راته پريښودې تا راته څوک پريښودل؟ داسې ښکاري چې دې له پلار سره په ترسره کړې ژمنه کې پاتي راوستم.  له ټول احتياج زحمت پردۍ مزدورۍ او د خلکو خبرې مې وزغملې خو ته مې ولې د جګړو له دغه سوځوونکي اور څخه ونشواى ژغورلاى؟ اوس به پاتې عمر ستا له دغه غاړې سره تيروم.

د سرک تر غاړه ناست يوه ځوان چې دوه ماشومان هم ورسره وو ودريدم. پوښتنه مې ورڅخه وکړه چې ماشومان چېرته بيايي؟

هغه راته کيسه پيل کړه: واى دواړه مې زامن  دي. زه د چا دهقاني کوم. دوى له ځان سره بوځم. مورکۍ يې څو کاله مخکې د ورور ناوې راوړه چې په موټر يې ماين وچاوديده. په موټر کې سپرې ښځې شهيدانې شوې. د پيژندګلوي نه وو. زما د ميرمنې يو لاس مو وپيژنده. هغه هم له لستوڼي راته معلوم شو چې زما ميرمن ده. کور کې څوک نلرم. اولادونه مې ويريږي، نو له ځانه سره ځمکو ته بوځم.

والوتم کندهار ته، په ارغنداب کې ميلې نه وې، غېږې ايستل نه وه. سندرې اتڼونه نه وو. بس هره خوا چيغې سلګۍ اسويلي أهونه او ماتمونه وو.

په يوه کنډواله کې ميشت يو فاميل ته ښکته شوم. ماشومان يې وږي وو. له مورکۍ څخه يې ډودۍ غوښته. پلار يې له کلي څخه د راوتلو په مهال په ښي مټ د هاوان چره خوړلې زخمي وو.

ميرمن يې ورته د لاس ببوزی (پکه) واهه. د کڼډوالې په سر يې يو زوړ ترپال اچولى و چې له ګرمۍ څخه ځان وساتي. دغې تور سرې ته د نجات پرښته ښکاره شوم خو متأسفانه ما هيڅ مرسته ورسره نشواى کولاى. يوازې اوښکې مې ورسره توی کړې.

زخمي ځوان راويښ  شو. راڅخه يې وپوښتل طالبان کوم ځای ته رارسيدلي دي؟ حکومت به زما د مات لاس درملنه وکړي؟ زمونږ د کور احوال به څوک راوړي چې د هاوان مرمۍ کومه خونه ونړوله؟ سوله به کله راځې؟

د هلمند په لوري مى الوت ته دوام ورکړ. هلمند کې د توپکو باروتو نشه يي توکو، وسلو مارکېټونه ښه ګرم وو. ښونځي روغتونونه کلينيکونه او سرکونه نه وو. يوازې د لښکرګاه ښار لږ غوندې جوړ وو خو هلته هم جګړو زور اخيستى و. په هلمند کې غټه بوختيا جګړه وه، د مړو جسدونه خښول وو، تابوتان وو او د هجرتونو لړۍ وه. هر څوک له خپل فاميل سره ځينې لا يبلې پښې له کورونو څخه په تيښته وو.

څوک روان وو، څوک په ورانو ويجاړو ښوونځيو او څوک هم په دښتو کې پراته وو. د غمونو سيلۍ را الوتې وه. د بورو ميندو کونډو خويندو او يتيمانو فريادونه وو. د سرک په منځ کې د وژل شوي ماشوم مورکۍ ته مې لږ ساه واخیسته. دغه مورکۍ هيڅ خبره نه کوله. خلکو ويل چې زبون وهلې شوې ده خو ما ته داسې ښکاريده چې په ټول انسانیت باندې يې باور له لاسه ورکړی و. په تندي باندې يې ډيرې پوښتنې ثبت وې خو په ما کې يې د لوستلو انرژي نه وه. سترګې مې ورڅخه واړولې.

په لښکرګاه کې داسې ړنده جګړه روانه وه چې نه روغتون خوندي وو، نه روزنتون، نه پوهنتون خوندي وو نه ميلمستون. دواړه خواو په ملکي ځايونو کې د خپلو مټو زور سره معلوماوه. په سيمه کې پاتې فاميلونو ته مسلسل خبردارى ورکول کيده چې د پراخو جنګي عملياتو له پيل څخه مخکې دې ژر تر ژره خپل کورونه پريږدي.

د تاريخي هرات ننداره مې وکړه. هرات مې جګړو ځپلى و، شهيدانو ته مې لاسونه پورته کړل. د حال په ژبه يې پوه کړم چې د هغوى توى شوې وينه به سولې ته لاره پرانیزي. د هغوى ارواګانې به د سولې ترانې وايي. د هغوى مات شوي هډوکي به هرات بيرته ورغوي او د هغوى د يادونو څلي نور هم هسک او ځلاند شي. هرات مې هغه پخوانۍ ښکلا بايللې وه. د خلکو په زړونو کې هغه پخوانۍ مينه نه وه. دښمن څه چې په دوست يې باور بايللى و.

د هيواد په ترينګلي حالت، د خپل ملت په مرګوني وضعیت د چارواکو په بې حسۍ او خپله بيوسۍ مې سلګۍ ووهلې، اوښکې مې وبهولې او  را والوتم کابل ته. په کابل کې د هيواد په لر او بر کې روان ناورين ته د سياست له کړکيو کتل کيدل، چا د شپږو نورو مياشتو د زغم غوښتنه کوله او چا هم جګړه خپل مسئوليت او ناورينونه يې په تقدير پورې تړل. وجدانونه ويده وو. ايمانونه ککړ شوي وو. ماديت په معنويت باندې دروند شوي وو، په چارواکو کې د خپل ولس د درد د درک وړتيا نه وه. هغوى ته ولسونه پردي ښکاره کيدل.

له خپل خيالي نيلي څخه راکوز شوم. هاخوا ديخوا مې وکتل. راته جوته شوه چې مونږ د نړۍ د پرمختګونو له کاروان څخه خورا زيات وروسته پاتې ملت يو. نړۍ مو ويني چې مونږ خپل وروڼه وژنو او خپل هیواد ورانوو. مونږ خپل افتخارات پلورو، مونږ د هغو هېوادونو په خيرات چليږو چې مونږ يې زمونږ د مټو په زور مات شوي او يا فتحه شوي هيوادونه ګڼو. مونږ د انسانيت په عروجي سفر او  پرمختګونو کې هېڅ ونډه نه لرو، مونږ د نړيوالې سيالۍ په ډګر کې د نورو پر اوږو پروت بار يو. مونږ د نړيوالې تربګنۍ په کلي کې هسکه غاړه نشو ګرځېدای.

ماښام مې په کابل کې د ژور بدلون احساس وکړ. هغه بدلون چې هراتيان يې  نوښتګر وو. دغه نوښت د الله اکبر چيغې وې. کابل يې وخوځاوه. ولسونه راويښ شول. کابليان دې ژوندي وي. د هرات د ولس نوښت يې ښه بدرګه کړ. په جنګي ذهنيت يې خاورې واړولې. سوله يې وځلوله. د الله اکبر چيغو داسې لاهوتي او ملکوتي ځوږ جوړ کړى وو چې جنګي فکر يې کوڼ او وارخطا کړى وو. نه پوهيدل چې توپان له کوم ځای څخه سرچینه اخلي. زه له خوښۍ په جامو کې نه ځايېدم. په ځان نه پوهيدم. ټول جهان د تکبیر چيغې وهلې. ټول ولس سوله غوښته. ماهم ورسره چيغې کړي ما هم د الله اکبر ملکوتي غږ بدرګه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

,وحید صاحب ، ستاسی لیکنی لولم ساده کی ګلداره دی، یعنی کله ورسره توافق لرم او کله یی نه لرم ، دی لیکنه کی هم په دی اړه ده چه د کومی زاویی نه یی ارزیابی کوی زه به په عمومیاتو څه ولیکم او بیا تاسی په هغه عمومیاتو کی وګوری چه د کوم اړخ سره ملتیا لری . افغانستان کی خلک په څلورو لویو ډلو ویشل شوی : ۱ ـ د کابل غلامه ، ناوړه او فاسده اداره. اسلامی او غیر اسلامی ګوندونه او د هغو باداران ۲ــ طالب مجاهدین چه مقابل کی یی جهاد شر وع کړی غواړی… نور لوستل »

وحيد

استاد محترم بيانزى السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته له نيوکې مو نړئ مننه. له دى هم بيا مننه چې نيوکه مو اقلاً په علمي او ادبي چوکاټ ده. زه ستاسو دريز او نظر ته د درنښت او احترام په سترګه ګورم. قدر يې کوم د يوه باشعوره افغان نظر يې ګڼم خو دا هم په زغرده وايم چې راځئ مفتيان او قاضيان نه بلکې داعيان جوړ شو. د کفر نفاق واجب القتل مباح الدم ډيرې فتواوې ورکړل شوي. ډيرو افغانانو چې يقيناً مسلمانان وو ووژل شول او قتل يې مونږ او تاسو ته خورا ستر زيانونه راوړل. زه مفتي نه… نور لوستل »

قیامت دی

ستا خبری یی توله صحیح !!!! ایا په طالب کی دا ظرفیت وینی چی د پاکستان د غلامی خخه زان خلاص کری؟ کوتکونه به ورکری کوتکونه!!! د کابل اداره باالکل فاسده ده اما طالب هم د سالم انسان نه دی. همدا اوس ددوی د لاسه افغا ناموس پر بادر بی عزته دی جی یو سرحد نسی کنترولولای نو به باچاهی په کوی. بادر یا سرحد ندی بلکی فرضی تپل سوی کرشه.

احمد

ښاغلیه شر پسنده او جنګ خوښي مونږ هم نه یو . هر هغه جنګ چې دنفس له غوښتنو سر چینه اخلي مونږ ته هم دمنلو نه ده .مګر هغه جنګونه چې اساس یې دین ټاکي هغه ورور وژنه نه بلکه عبادت دی . په یقین سره وایم چې هغه سپي ته به دې ته هم خواړه او اوبه ورنکړي چې د غله په ځای د کور د څښتن پایڅه راټینګه کړي . پس ته چې د یوه عقل څخه دفاقد حیوان دا کړنه نشي منی . نو له بل نه هم دا ګيله نده پکار چې د عقل او پنځه… نور لوستل »

قیامت دی

شر پسندی پر تندی نه وی لیکلی اعمال او کرنی مو د شر پسندی او غلامی دی. احمد جانه!!! کرزی عبدالله اشرف غنی او د دوی پیروان تولو ته معلوم دی چی زینی یی فاسد زینی ##، بعضی یی ز## شرابی، سوګ یی رشوت خور او….. . لیکن سوال د طالب جان او ستا غوندی شخص خخه دادی چی تر غنی او په تول کی د امریکا تر یرغل مخیکی ستاسو سرتمبګی او ظلم بی علمی، وحشت او ددین خخه لیریوالی اولس او موژ په سترګو لیدلی دی. دا ومنه طالب د وطن د کنترول ظرفیت نه لری همدا تیره… نور لوستل »

وحيد

مننه ورورکيه ستا دريز او نظر ته درنښت خو ماته خپل دريز په همهغه کچه د باور وړ ده څومره چې تا ته خپل نظر دروند ښکاري. زه د يرغلګر په وړاندې په مبارزه کې سپيڅلتيا او تقدس وينم. ما د يرغلګرو په وړاندې د مبارزې تاريخ پروت دى خرڅوم يې نه او نه په چا احسان اړوم. ما خپله فريضه ادا کړى ده. البته د کورنیو جګړو په مورد ښه ډير وضاحتونه او د اسلامي امت د علماو مختلف استدلالونه ماته بسنه کوي. يوازې خپل اړخ ته نه بلکې د مخالف اړخ استدلال هم اورم او بيا پريکړه کوم.… نور لوستل »

قیامت دی

زه نه پوهیزم چی ته دا چا سره بحث کوی وروره ګله. خلاصه اوسنی اوسنی جنګ نه د اسلام په ګته دی نه زموژ دهیواد. خارجیانو یرغل کری ظلم یی کری اوس وتختیدل. اوس باید داخلی جنګ په صلحه تبدیل شی. نه د طالب په مرګ خوشحاله یم نه د حکومت. باور په خدای وکری چی د بوش او ترمپ # ورور وی او شه انسان او مسلمان راته د قدر او ور او احترام یی پر زان لازم بولم. زما دشمنی او دوستی د اسلام له زاویی خخه ده. یوه خبره مهمه ده هغوی چی میلیادران شوی باید حساب… نور لوستل »

غوربندی

وحید صاحب ستاسو لیکدود او افاده جانبداره او د ملی مصالحو سره په پسته دښمنۍ بناء ده.

داعیان باید رجال واوسی، وینا او لیکنې یې له دروغو او د مفاهیمو له تحریف څخه منزه وي.

تاسو مهم دینی او ملی مفاهیم د عاطفې په لښتو وهلي او غواړی په پسته ژبه یې تحریف او بیا تقبېح کړی.

په لیکنه کې مو د رښتیاوو مالګه په نشت حساب ده،،

وحيد

تعجب شوم ستاسو سرټمبه قضاوت ته.

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x