ورزش

د مالي ستونزو له کبله میسي د برسلونا کلب پریښود

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۰ل): د فوټبال مشهور ارجنټایني ستوري په داسې حال کې د برسلونا کلب پریږدي چې د نوي تړون لپاره موافقې ته رسېدلي وو، خو د تړون نوي کولو مالي او ساختماني خنډونو دغه تړون لغوه کړی دی.

د برسلونا کلب له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، «که څه هم د کلب او میسي ترمنځ په تړون غځولو موافقه شوې وه خو د لالیګا لیګ د ساختماني خنډونو له کبله دغه تړون سر ته ونه رسېده».

«دواړو خواو غوښتل چې میسي په برسلونا کلب کې پاتې شي، خو د داسې وضعیت سره د مخ کېدو په حال کې میسي د برسلونا کلب سره تړلی نشې پاتې کېدلی».

د کرونا وبا له کبله د برسلونا کلب له تېرو دوه کلونو راهیسې له سختو مالي ستونزو سره مخ دی، چې ویې نشو کړای د لالیګا لیګ ساختماني خنډ له منځه ویسي، او دا د میسي د تړون لغوه کېدو اصلي لامل شو.

برسلونا سره د میسي تړون د روان کال په جون میاشت کې پای ته رسېدلی و او هغه د خبرو اترو لپاره ازاد کاندید و، خو برسلونا ټینګار کاوه چې نوموړی غواړي له کلب سره پاتې شي.

په تېرو څو اونیو کې ګڼ شمېر راپورونه ورکړل شوي وو چې میسي د برسلونا کلب سره د تړون موافقې ته رسېدلی دی.

د ۲۰۲۰م کال کې د برسلونا کلب اداري فساد او د هغه وخت مشر جوزپ ماریا برتامیو سره د اړیکې خرابېدو وروسته میسي له دغه کلب څخه د رسمي وتلو غوښتنه وکړه، خو اوسني مشر جان لاپورتا هغه په پاتې کېدو قانع کړ.

۳۴ کلن میسي چې په ۱۳ کلنۍ کې د برسلونا کلب سره یوځای شوی، د یادې لوبډلې زیات ګول وهونکی او ګول جوړونکی لوبغاړی دی، نوموړي د برسلونا کلب لپاره په ۷۷۸ لوبو کې ۶۷۲ ګولونه وهلي دي چې له هر بل لوبغاړي زیات دي.

ارجنټایني ستوري شپږ ځله په ریکارډي توګه د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی نومول شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x