نړۍ

بلوچستان: د عوامي نېشنل ګوند ځايي مشر له تښتولو او سختې شکنجې وروسته وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ زمري، ۱۴۰۰ل): بلوچستان ايالت د پاکستان عوامي نېشنل ګوند

يو ځایي مشر ملک عبيدالله خان کاسي له تښتولو او سختې شکنجې وروسته وژل شوی دی.

د ملک عبیدالله خان کاسي مړی تېره ورځ د بلوچستان مرکز کوټې ښار ته څېرمه په پشين سيمه کې له موندل کېدو وروسته روغتون ته لېږدول شوی و.

ډاکټرانو ويلي، چې نوموړی د سختو شکنجو او تعذیب له امله وژل شوی دی.

د کوټې پولیس وايي، ملک عبيدالله د تېرې جون مياشتې په ۲۶مه تښتول شوی او تېره ورځ يې د پشين سرانانو سيمه کې مړی وموندل شو.

د کوټې روغتون ډاکټرانو ويلي، ملک عبيدالله خان کاسي وږی تږی ساتل شوی، په څټک او داسې کوتکونو وهل شوی، چې ميخونه يې هم درلودل، چې له امله يې د نوموړي ځينې غړي سخت ځپل شوي هم دي.

د عبیدالله خان کاسي ماما او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځايي مشر يوسف خان کاکړ وايي: «تښتوونکو يو ځل د تاوان غوښتو لپاره زموږ کورنۍ ته زنګ هم وهلی و، خو دا کيسه د غلو او تاوان غوښتلو نه ښکاري.»

د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو وزير ضياالله لانګو په دغه پېښه خواشيني ښوولې او ويلي يې دي، چې د پېښې عاملين به د قانون منګولو ته وسپاري.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان هم د ملک عبیدالله کاسي په وژنه خواشيني ښوولي او ويلي يې دي، چې په داسې وژنو او تښتونو به د مظلومو قومونو د حق لپاره د دوی ژبه او غږ خاموش نه شي.

له پېښې وروسته عوامي نېشنل ګوند په کوټې ښار کې احتجاجي مظاهره کړې او له حکومت څخه يې د ملک عبیدالله خان کاسي د تښتوونکو او وژونکو د نيولو غوښتنه کړې ده.

ملک عبیدالله د ځوانۍ له وخته د عوامي نېشنل ګوند فعال غړی و، د ګوند پر مهمو پوسټونو يې کار کړی و او په دې وروستيو کې د مرکزي کمېټې غړی هم و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x